درويشتام ساباق

 

عيسیٰ دې پيلاتوس په حضور کې

(متي ۲۷‏: ۱ ‏- ۲، ۱۱ ‏- ۱۴ او مرقوس ۱۵‏: ۱ ‏- ۵ او يوحنا ۱۸‏: ۲۸ ‏- ۳۸)

۱بيا دې شورا ټول غړي چګ شول او عيسیٰ يې پيلاتوس ته بوته ۲او په اغا بندې يې په تومات لګاولې شيري وکړه او ويې ويل، ”ميژ وليدل چې دغ ساړي دې ميژ قوم بې ليارې کووه او خالک يې بادشا ته دې ټيکس ويرکاولې نه منع کاول او دعویٰ کو چې اغا خپل مسيح يعني بادشا دائي.“ ۳پيلاتوس دې يغ نه پشتنه وکړه، ”ايا ته دې يهوديونې بادشا يې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ته په خپله يائې.“ ۴بيا پيلاتوس مشرون امامون او حاضرې خالکې ته وويل، ”زه په دا ساړي کې ايڅ رانګ جرم نه وينمه.“ ۵خو يغې ډير ټينګور که او ويل يې، ”اغا په ټوله يهوديه کې په تعليم ويرکاولې سره خالک روچګاوي. يغ دې جليل نه شيري وکړه او تر دغ ځوئي رو وراسيده.“

 

عيسیٰ هيروديس ته لژل کيژي

۶کله چې پيلاتوس دا ورويدل بيا پشتنه يې وکړه، ”ايا دا ساړائي جليلي دائي؟“ ۷کله چې اغا خبر شه چې عيسیٰ دې يغې سيمې نه دائي چې دې هيروديس دې واکمنئ لوندې دو، بيا يې اغا هيروديس ته چې په اغا وخت کې په يروشلم کې و، ولوژه. ۸کله چې هيروديس عيسیٰ وليد بيا ډير خواشول شه، دې ځکه چې دې يغ په حق کې يې ډير څه ارويدلي وي او دې ډير وخت نه يې غوشتل چې عيسیٰ وويني. اغا په دا تامه و چې دې يغ نه څه معجزه وويني. ۹بيا هيروديس دې عيسیٰ نه ډيرې پشتنې وکړې، خو عيسیٰ ايڅ ځاوب وير نه که. ۱۰مشرون امامون او دې شريعت عالمون ويلوړ وي او په عيسیٰ يې ساخت توماتينه ولګاول. ۱۱هيروديس او دې يغ عسکرې په عيسیٰ بندې مالانډې وواللې او دې يغ سپکاوائي يې وکه، بيا يې دې بدشايئ چوغه وير وغاستله او په څټ يې پيلاتوس ته ويرولوژه. ۱۲په اغا وريځ هيروديس او پيلاتوس يو دې بل سره ملګري شول، دې ځکه چې په دا نه دې مخکې دې يغې دوې سارې په ميانځ کې ديشمني وه.

 

عيسیٰ ته دې مارګ سازو ويرکاول کيژي

(متي ۲۷‏: ۱۵ ‏- ۲۶ او مرقوس ۱۵‏: ۶ ‏- ۱۵ او يوحنا ۱۸‏: ۳۹ ‏- ۱۹‏: ۱۶)

۱۳بيا پيلاتوس مشرون امامون، دې قوم مشرون او خالک روغوشتل ۱۴او اغا ته يې وويل، ”توس دا ساړائي موته رواستلئ دائي او ويايئ چې اغا خالک بې ليارې کاوي. خو ويس مو دې توسې په مخکې دې يغ نه پشتنې وکړې او په اغا کې مې اغا جرم ونه مينده چې توس په تومات لګاولئ دائي. ۱۵او نه هه هيروديس په اغا کې کيم ګناه وليده، بيا دې ځکه يې په څټ ميژ ته رو ولوژه. شکاره دو چې يغ داسې کيم کور نه دائي کړائي چې دې مارګ لائق وي. ۱۶بيا زه و اغا دې يو څو کوړې والې ورستې پريژدمه چې لوړ شي.“ ۱۷[دې ځکه چې په اغا وخت کې دې رواج دې مخه اغا مجبور و چې په ار اختر کې اغا ته يو باندي ازود کو.]

۱۸خو ټولې خالکې په يوه اووز سيرې کړې، ”دا ساړائي وويژنه! باراباس ميژ ته ازود که.“ ۱۹باراباس يو ساړائي و چې په شار کې دې بغاوت او قاتل په تومات زندان ته اچاول شوائي و. ۲۰پيلاتوس غوشتل چې عيسیٰ خلوص کو يو وور بيا يې اغا ته خبرې وکړې. ۲۱خو يغې سيرې والې، ”په صليب بندې يې لاک که، په صليب بندې يې لاک که.“ ۲۲پيلاتوس دې درام وور دې پوره يغې ته وويل، ”ويلې؟ څه جرم يې کړائي دائي؟ مو په اغا کې داسې کيم جرم ونه مينده چې دې مارګ لائق وګاڼل شي. بيا زه و اغا دې يو څو کوړې والې ورستې پريژدمه چې لوړ شي.“ ۲۳خو يغې ټينګور که او په چګ اووز سره يې سيرې والې چې اغا بايد په صليب لاک کړائي شي. خالکې دامره سيرې ووالې چې په اخير کې دې يغې سيرې بريولئ شوې. ۲۴بيا پيلاتوس دې يغې دې غوشتنې سره سامه پريکړه وکړه ۲۵او باراباس يې چې دې بغاوت او قاتل دې اماله زنداني شوائي و، دې زندان نه خلوص که او عيسیٰ يې اغا ته په لوس ويرکه چې ار څه وغوړي ورسره ويې کو.

 

عيسیٰ په صليب بندې ميخ کيژي

(متي ۲۷‏: ۳۲ ‏- ۴۴ او مرقوس ۱۵‏: ۲۱ ‏- ۳۲ او يوحنا ۱۹‏: ۱۷ ‏- ۲۷)

۲۶کله چې عسکرې اغا په صليب بندې دې لاکاولې دې پوره بوته، بيا يغې دې شمعون په نومه يو ساړائي چې دې قيروان نه و او دې کليولې سيمې نه شار ته رارون و، روونيو. اغا يې مجبور که چې صليب په ايژه کو او په عيسیٰ پسې يې يوسي. ۲۷ګاڼ شمير خالک په عيسیٰ پسې راون و چې په اغا کې شځې هه وې چې ځونينه يې والل او دې يغ دې پوره يې ژاړو او وير که. ۲۸عيسیٰ اغا ته مخ رووړو او ورته ويې ويل، ”اې دې يروشلم شځې! دې مو دې پوره مه ژوړئي، خو دې خپلې ځانينې او خپلې الودينې دې پوره وژوړئي. ۲۹دې ځکه چې داسې وريځې روتلينکيې دي چې خالک و يائي چې اغا شځې بختاورې دي چې شانډې دي او ايڅکله يې واړيکي نه دې زيژاولي او ايڅکله يې تئي نه دائي ويرکړائي. ۳۰په اغا وخت کې و خالک غرينه ته ويائي چې په ميژ بندې رو ولويژئي او غونډئي ته و يائي چې ميژ پټ کئ. ۳۱دې ځکه که چيرې اغا دې شنې ونې سره داس کور کو بيا دې وچې ونې سره و څه کيژې؟“

۳۲دوه نور مجرمون يې هه دې عيسیٰ سره راون کړي وي چې دې يغ سره يو ځوئي په صليب شي. ۳۳کله چې اغا يغ ځوئي ته چې دې سار دې کاپارئي په نوم يوديده وراسيدل، بيا عسکرې عيسیٰ وولته په صليب بندې ټاک وايه او اغا دوه مجرمان يې هه ورسره په صليب لاک کړل، يو يې دې يغ شي لوس ته او بل يې دې يغ کيڼ لوس ته. ۳۴عيسیٰ وويل، ”اې پلوره! دئ وباخشه، دې ځکه دئ نه پئيژي چې څه کو.“ عسکرې دې عيسیٰ په جومې بندې خلائي وکه او په خپل ميانځ کې يې سره وويشلې. ۳۵خالک دې سيل دې پوره وولته ويلوړ وي او يهوديونې مشرونې په اغا بندې مالانډې والې او ويل يې، ”يغ نور خالک ژغورل، که چيرې اغا په رشتيا سره دې خدائ غوره شوائي مسيح وي، بيا ويس دا خپل ځون وژغوري.“ ۳۶عسکرې هه په اغا بندې مالانډې ووالې او اغا دې عيسیٰ خو ته ويرنژدې شول او ترخه شاروپ يې ويرکړل ۳۷او ورته ويې ويل، ”که چيرې ته دې يهوديونې بادشا يې، بيا خپل ځون دې وژغوره.“ ۳۸دې يغ دې سار دې پوسه يوه تاخته لګاول شويې وه چې په ليکل شوي وي، ”دا دې يهوديونې بادشا دائي.“

۳۹يو دې يغې مجرمونې نه چې وولته لاک شوائي و عيسیٰ ته پيغور ويرکه او ويې ويل، ”ايا ته مسيح نه يې؟ بيا خپل ځون او ميژ وژغوره.“ ۴۰خو يغ بل مجرم اغا سپک که او ورته ويې ويل، ”ايا ته دې خدائ نه نۀ ډاريژي؟ دې ځکه چې په تو بندې هه دې يغ په رانګ دې مارګ حکم شوائي دائي. ۴۱دې ميژ سره انصاف شوائي دائي، دې ځکه چې ميژ ته دې خپلې عمالينې سازو روکړل کيژي. خو دغ ساړي ايڅ غلط کور نه دائي کړائي.“ ۴۲بيا يغ وويل، ”اې عيسیٰ! کله چې خپله بدشائي ته وراسيدې، بيا مو هه دير په يود که.“ ۴۳عيسیٰ يغ ته وويل، ”په يقين سره زه توته يايمه چې ته و نن دې مو سره په جنت فردوس کې پنډيژې.“

 

دې عيسیٰ مارګ

(متي ۲۷‏: ۴۵ ‏- ۵۶ او مرقوس ۱۵‏: ۳۳ ‏- ۴۱ او يوحنا ۱۹‏: ۲۸ ‏- ۳۰)

۴۴‏-۴۵دې غارمې شو او خو دولاس باجې وې چې غورمه ورک شه او دې مسپيشين دې درې باجې پره په ټوله سيمه کې تياره ړانګه شوه او دې بيت المقدس پاړده په ميانځ کې دوې ټوټې شوله. ۴۶عيسیٰ په چګ اووز سره سيره وواله او ويې ويل، ”اې پلوره! زه خپل روح توته سپورمه.“ دا يې وويل او سياه يې وخاتله. ۴۷کله چې رومي واکمن دا ار څه وليدل بيا دې خدائ ثنا يې وويله او ويې ويل، ”دې شک نه وره چې دا ساړائي بې ګناه و.“ ۴۸اغا خالک چې دا لندورې ته روټول شوي وي، کله يې چې دا پيشه وليدله، بيا دې غمه يې خپل ځونينه والل او په څټ خپل کورينه ته لوړل. ۴۹دې عيسیٰ ټول پيژندګالي او اغا شځې چې دې جليل نه په اغا پسې روغليې وې په لرې فاصله کې ويلوړې وې او دا ار څه يې ليدل.

 

دې عيسیٰ شاخيدل

(متي ۲۷‏: ۵۷ ‏- ۶۱ او مرقوس ۱۵‏: ۴۲ ‏- ۴۷ او يوحنا ۱۹‏: ۳۸ ‏- ۴۲)

۵۰وولته دې يوسف په نوم يو ساړائي و چې په يهوديه کې دې رامه دې شار نه و او دې يهوديونې دې شورې غړائي و. اغا يو نيک او صادق ساړائي و. ۵۱خو دې يغې دې دغې پريکړې او دغ کور سره جوړ نه و او دې خدائ دې بدشايئ په انتظار و. ۵۲اغا پيلاتوس ته ويراغائي او دې عيسیٰ مړائي يې ځنې وغوشت. ۵۳بيا يغ دې صليب نه مړائي روکيز که او دې کتان په کفن کې يې ولاوړه و او په غور کې کندل شوي قبر کې يې کشياش چې دې دغ نه مخکې په کې څوک نه وي شاخ شوي. ۵۴دا دې جيمې وريځ وه، يعني سبت ته دې تايورئي نيولې وريځ وه او دې سبت وريځ شيري کيدله.

۵۵کيمې شځې چې دې جليل نه دې عيسیٰ سره روغليې وې يوسف پسې راونې وې. يغې قبر وليد چې دې عيسیٰ مړائي په کې څرنګې ايش شوائي و. ۵۶بيا اغا په څټ دې يروشلم شار ته لوړې او دې مړي دې پوره يې خوشبودارې ميسالې او عاطر تايور کړل او دې شريعت دې حکم دې مخې يې دې سبت په وريځ ارام وکه.

Sorry, no results.
Please try another keyword