د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

نهم باب

د يو شل سړى روغول

۱نو عيسىٰ په کشتۍ کښې کښېناستو او د سيند بلې غاړې ته خپل ښار ته راغلو ۲نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“ ۳په دې ځينې د شرعې عالمانو د ځان سره ووئيل چې، ”دا يې لا څۀ کُفر ووئيلو.“ ۴عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟ ۵آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟ ۶نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“ ۷او هغه پاڅېدو او کور ته لاړو. ۸خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.

متى ته دعوت ورکول

۹څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو. ۱۰څۀ وخت چې عيسىٰ د متى په کور کښې د خپلو مريدانو سره روټۍ ته ناست وو نو ډېر محصولچيان او بدکاران راغلۀ او د دوئ سره په دسترخوان کښېناستل. ۱۱او چې کله فريسيانو دا وليدل نو د هغۀ مريدانو ته يې وفرمائيل چې، ”دا ستاسو اُستاذ د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ ته ناست دے؟“ ۱۲عيسىٰ چې دا واورېدل نو وې فرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. ۱۳لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“

د روژې په حقله تپوس

۱۴خو بيا د يحيىٰ مريدان عيسىٰ له راغلل او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ”څۀ وجه ده چې مونږ او فريسيان خو روژې نيسو خو ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“ ۱۵عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى. ۱۶هيڅ څوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه نۀ لګوى ځکه چې دا پيوند به چُوغه نوره هم شلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى. ۱۷کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“

د ښځې او جينۍ په ايمان سره روغول

۱۸عيسىٰ لا دا خبرې کولې چې هغۀ ته د عبادتخانې يو مشر راغلو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل چې، ”په دې ساعت مې لور مړه شوه، خو تۀ ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده نو هغه به ژوندۍ شى.“ ۱۹عيسىٰ پاڅېدو، او هغۀ سره روان شو او مريدان هم ورسره لاړل. ۲۰نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو ۲۱ځکه چې د هغې دا باور وو چې، ”کۀ زۀ صرف د هغۀ جامو له لاس هم وروړم، نو جوړه به شم.“ ۲۲خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه. ۲۳کله چې عيسىٰ د مشر کور ته راغلو نو هغۀ د شپېلۍ غږوونکو او ډېرو خلقو د ژړا انګولا او د جنازې د ساز ډله وليدله، ۲۴خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل. ۲۵څۀ وخت چې ګڼه ګوڼه بهر کړے شوه نو هغه ورننوتو او جينۍ يې د لاسه ونيوله، نو هغه راپاڅېده. ۲۶دا خبره په ټوله علاقه کښې خوره شوه.

د دوو ړندو سړو روغول

۲۷کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“ ۲۸کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“ ۲۹بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“ ۳۰نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“ ۳۱خو هغوئ چې بهر ووتل نو په ټوله علاقه کښې يې د هغۀ په حقله دا خبره خوره کړه.

د يو چاړا سړى روغول

۳۲هغوئ په وتو کښې وُو چې څۀ کسانو يو سړے عيسىٰ له راوستو چې په ژبه چاړا وو او خبرې يې نۀ شوې کولے ځکه چې هغه پيريانو نيولے وو. ۳۳او کله چې پيرے يې ترې وشړلو، نو د هغۀ ژبه ګويا شوه. ټول خلق حق حېران شول او وې وئيل چې، ”په بنى اِسرائيلو کښې هيڅکله هم داسې نۀ دى شوى.“ ۳۴خو فريسيانو ووئيل چې، ”د پيريانو د سردار په مدد دے پيريان شړى.“

په خلقو د عيسىٰ مسيح زړۀ وسوزېدلو

۳۵دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله. ۳۶کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى. ۳۷بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى. ۳۸د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې هغه د فصل رېبلو دپاره مزدوران راولېږى.“