د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

اَتم باب

د يو جذامى روغول

(مرقوس ۱:‌٤۰ - ٤۵، لوقا ۵:‌۱۲ - ۱۶)

۱څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو. ۲خو بيا يو جذامى ور وړاندې شو او په سجده ورته پريوتو او وې وئيل، ”مالکه، که تۀ صرف وغواړې نو ما روغولې شې.“ ۳عيسىٰ خپل لاس ور اوږد کړو، او په هغهٔ يې کيښودو او وې فرمائيل چې ”ولې نه، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو. ۴بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څهٔ ونۀ وايې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“

د رومى صوبه دار نوکر جوړول

(لوقا ۷:‌۱ - ۱۰)

۵او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې ۶”مالِکه، زما يو نوکر په کور کښې شل ګوډ پروت دے او ډير په تکليف کښې دے.“ ۷عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به درشم او روغ به يې کړم.“ ۸خو صوبه دار جواب ورکړو چې ”مالِکه، زهٔ د دې جوګه نهٔ يم چې تهٔ زما کور ته راشى. خو که تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى. ۹ځکه چې زۀ پوهيږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دې خوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“ ۱۰عيسىٰ په حيرانتيا د هغۀ خبرې واوريدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نهٔ دے ليدلې. ۱۱زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمر خاتۀ او د نمر پريواتۀ نه به ډير خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په ميلمستيا کښې يو ځائ کښينى. ۱۲خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولې شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“ ۱۳بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.

د ډيرو خلقو روغول

(مرقوس ۱:‌۲۹ - ۳٤، لوقا ٤:‌۳۸ - ٤۱)

۱۴عيسىٰ بيا د پطروس کور ته لاړو او وې ليدل چې د پطروس خواښې تبې نيولې وه. ۱۵نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅيده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه. ۱۶کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ ته ډير داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل، ۱۷چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلې شوې پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارئ او کمزورئ اوچتې کړې.“

د عيسىٰ مسيح د مريدئ په حقله

(لوقا ۹:‌۵۷ - ۶۲)

۱۸عيسىٰ چې د ځان نه چاپيره ګڼه وليده نو حکم يې وکړو چې راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو. ۱۹يو د شرعې عالم ورغلو او وې وئيل چې ”استاذه، هر چرته چې تهٔ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ ۲۰عيسىٰ ورته وفرمائيل چې ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“ ۲۱يو بل مريد ورته ووئيل، ”مالکه، اول ما ته اِجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ ۲۲عيسىٰ ورته وفرمائيل چې ”تۀ ماپسې راځه، مړى پريږدئ چې مړى ښخوى.“

حضرت عيسىٰ په درياب کښې طوفان آرامول

(مرقوس ٤:‌۳۵ - ٤۱، لوقا ۸:‌۲۲ - ۲۵)

۲۳بيا عيسىٰ په کشتۍ کښې سور شو او مريدان ورسره سوارهٔ شُو. ۲۴خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو او چپې داسې اوچتيدې چې په کشتۍ راوړيدې. خو هغه اودۀ وو. ۲۵نو هغوئ ورغلل او هغه يې رابيدار کړو چې، ”مالِکه، مونږ بچ کړه. مونږ ډوبيږو.“ ۲۶هغۀ ورته وفرمائيل چې ”تاسو ولې دومره يريږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورې دے؟“ بيا هغه اودريدو طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه. ۲۷مريدان په دې ننداره ډير حيران شول او دوئ ووئيل چې ” دا لا څوک دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى؟“

د دوو پيريان نيولو سړو روغول

(مرقُوس ۵:‌۱ - ۲۰، لوقا ۸:‌۲۶ - ۳۹)

۲۸عيسىٰ چې د ګدريانو علاقې ته پورې وتو نو د قبرستان نه دوه سړى راووتل چې پيريانو نيولى وُو او دومره خطرناک وُو چې څوک هم په هغه لاره ترې نۀ شو تيريدلې. ۲۹هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ زويه. تهٔ زمونږ نه څهٔ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلې يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“ ۳۰نو لږ لرې د خنزيرانو يوه لويه رمه څريدله. ۳۱او پيريانو زارى ورته وکړه، ”که چرې تۀ مونږ شړل غواړې نو مونږ د خنزيرانو دغې رمې ته وليږه.“ ۳۲هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پريوته او په اوبو کښې ډوبه شوه. ۳۳د خنزيرانو ساتونکى نزدې ښار ته وتښتيدل او هر چا ته يې هغه ټوله قصه بيانوله، څۀ چې په پيريانو نيولې سړى تير شوى وُو. ۳۴بيا د کلى ټول خلق بهر راووتل چې عيسىٰ ووينى، او کله چې هغوئ وليدو هغوئ ورته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه.