د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

څلورم باب

د حضرت عيسىٰ آزمېښت

۱روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى. ۲هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو. ۳بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې وائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د خُدائ پاک د خولې نه راوځى.“ ۵بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو ۶او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.“ ۷عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“ ۸بيا اِبليس هغه د يو ډېر اوچت غرۀ څوکې ته وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغې شان او شوکت يې ورښکاره کړل ۹او ورته يې ووئيل چې، ”دا هر څۀ به تا له درکړم خو کۀ تۀ راته صرف سجده وکړى او زما عبادت وکړې.“ ۱۰خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“ ۱۱نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.

د حضرت عيسىٰ په ګليل کښې خِدمت شروع کول

۱۲هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو. ۱۳ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے. ۱۴دا د يشعياه نبى خبرې پوره کول وُو يعنې، ۱۵”د زبولون او د نفتالى علاقه، د درياب طرف ته د اُردن نه په خوا کښې، د غېر‌يهوديانو ګليل، ۱۶کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“ ۱۷د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“

څلورو ماهيګرو ته د حضرت عيسىٰ دعوت

۱۸عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو. ۱۹عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدم‌ګير جوړ کړم.“ ۲۰هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول. ۲۱کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل. ۲۲هغوئ سمدستى کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.

د حضرت عيسىٰ تعليم، بيان او بيمارانو ته شفا ورکول

۲۳عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله. ۲۴د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل. ۲۵ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.