د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

اتلسم باب

د ټولو نه لوئ څوک دے؟

(مرقوس ۹:‌۳۳ - ۳۷)

۱په هغه وخت مريدان عيسىٰ له راغلل او تپوس يې ترې وکړو چې ”د آسمان په بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے؟“ ۲هغۀ يو ماشوم راوبللو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو. ۳او ورته يې وفرمائيل چې ”زۀ تاسو ته دا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نهٔ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅ کله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ. ۴هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى. ۵او څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى.“

د ګناه لمسون

(مرقوس ۹:‌٤۲ - ٤۸، لوقا ۱۷‏:۱ - ۲)

۶خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې په خپله غاړه کښې د ژرندې پل واچوى او په سمندر کښې ډوب شى. ۷په دُنيا دې افسوس وى چې انسان د دې څيزونو په وجه ګناه کوى. دا څيزونه به ضرور راځى خو اَفسوس په هغهٔ د چا د لاسه چې به پيښږى. ۸که چرې ستا لاس يا ښپه تا ته تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګذار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، نه دا چې تۀ په دواړو لاسو ښپو سم يې او ابدى اور ته واچولې شې. ۹او که ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې غورزوه. ستا دپاره به دا ښه وى چې په يوې سترګې سره په ابدى ژوندون کښې ننوځې، په ځائ د دې چې په دواړو سترګو روغ يې او د دوزخ اور دې ځائ وى.

د ورکې شوې ګډې مِثال

(لوقا ۱۵:‌۳ - ۷)

۱۰خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مه ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى. ۱۲ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. که په هغې کښې يوه بې لارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟ ۱۳او چې کله هغه دا بيا مومى نو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغې په موندلو به هغه د دې نورو يو کم سلو نه چې بې لارې شوې نهٔ دى، زيات خوشحاله شى. ۱۴هم دغه شان ستاسو د آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چې د دې ماشومانو نه دې يو هم هلاک شى.

يو ورور چې ګناه کوى

۱۵که چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او که هغه تاسو ته غوږ کيږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو. ۱۶خو که هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوؤ يا د دريو ګواهانو په وړاندې ثابته کړې شى. ۱۷که هغه د هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندې کړئ او که چرې هغه د جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا د هغۀ سره داسې سلوک وکړئ لکه چې د يو بې دينه، يا محصولچى سره کولې شى. ۱۸”زۀ تاسو ته دا وايم، هر څۀ چې تاسو په زمکه منع کړئ هغه به په آسمان کښې هم منع شى او څۀ چې تاسو په زمکه روا کړئ هغه به په آسمان کښې هم روا شى. ۱۹زۀ تاسو ته بيا دا وايم، که چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى. ۲۰ځکه چې دوه يا درې تنه چې چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“

د نابخښل شوى نوکر مِثال

۲۱بيا پطروس عيسىٰ ته راغلو او سوال يې وکړو، ”مالِکه، که زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“ ۲۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله، ۲۳نو په دې وجه د آسمان بادشاهى لکه د هغه بادشاه په شان ده چې يو ځلې يې د خپلو نوکرانو سره حساب شروع کړو، ۲۴نو په اول سر کښې يو سړے داسې پيښ شو چې د هغۀ قرضه په لکونو کښې وه، ۲۵خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړې شى او قرض دې ترې پوره کړې شى. ۲۶سړے د خپل مالِک په ښپو پريوتو او وې وئيل چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا ټول قرض خلاص کړم. ۲۷نو د هغهٔ د مالک په زړهٔ کښې هغهٔ ته رحم راغلو هغهٔ هغه آزاد کړو او قرض يې ورته وبخښلو. ۲۸خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره ملاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرئ ورته غلې شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه. ۲۹نو هغه ملګرے نوکر يې په ښپو پريوتو او دهٔ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم. ۳۰خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قيدخانه کښې يې واچولو تر څو چې قرض واپس نهٔ کړى. ۳۱نورو نوکرانو چې دا حال وليدلو نو ډير خفه شول. هغوئ خپل مالِک ته لاړل او ټوله قيصه يې ورته تيره کړه. ۳۲هغۀ دا نوکر راوبللو او ورته يې ووئيل چې ”اَے بد کاره، چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښو. ۳۳ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړې وے لکه چې ما په تا وکړو؟“ ۳۴د هغۀ مالِک ډير غصه شو او دے يې د قيد خانې مشر ته حواله کړو تر څو چې يې ټول قرض واپس کړې نۀ وى. ۳۵که چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ. نو زما آسمانى پلار به په تاسو کښې د هر يو سره هم داسې کوى.“