د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

شپاړسم باب

د نښو غوښتل

۱فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“ ۲هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو په ماښام کښې وايئ چې موسم به ښۀ شى ځکه چې آسمان سور دے، ۳او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ. ۴دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.

د فريسيانو او صدوقيانو خمبيره

۵خو کله چې هغوئ بلې غاړې ته واوړېدل نو بيا مريدانو ته دا پته ولګېده چې روټۍ ورنه د ياده وتلې ده. ۶عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“ ۷هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“ ۸عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ ۹تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى، او تاسو څومره ټوکرۍ ترې اوچتې کړې وې؟ ۱۰بيا هغه اووۀ روټۍ د څلورو زرو کسانو دپاره، او څومره غټې ټوکرۍ تاسو ته پاتې شوې وې؟ ۱۱تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“ ۱۲بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.

د حضرت عيسىٰ په حقله د پطروس اِقرار

۱۳خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“ ۱۴هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“ ۱۵هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ، چې زۀ څوک يم؟“ ۱۶شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.“ ۱۷بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”اے د يوحنا زويه شمعونه، تۀ بې‌شکه بختور يې. تا دا خبره د فانى انسان نه نۀ ده زده کړې بلکې زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښې اچولې ده. ۱۸خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى. ۱۹زۀ به تا له د آسمان د بادشاهۍ چابيانې درکړم، تۀ چې په زمکه څۀ منع کړې هغه به په آسمان کښې هم منع شى، او څۀ چې تۀ په زمکه روا کړې هغه به په آسمان کښې هم روا شى.“ ۲۰بيا هغۀ مريدان په سختۍ سره منع کړل چې، ”هيچا ته مۀ وايئ چې هغه مسيح دے.“

د حضرت عيسىٰ د مرګ او د بيا ژوندى کېدو په حقله پېشګوئې

۲۱د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“ ۲۲بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“ ۲۳بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“ ۲۴بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى. ۲۵څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى. ۲۶کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟ ۲۷ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى. ۲۸زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“