د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

ديارلسم باب

د زميندار مِثال

(مرقوس ٤:‌۱ - ۹، لوقا ۸:‌٤ - ۸)

۱هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښيناستو. ۲او دومره ډير خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتئ ته وختلو او هلته کښيناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل. ۳هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو. ۴نو چې کله هغهٔ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پريوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو. ۵څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پريوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټو کيدلو دا چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه. ۶خو چې نمر راوختلو نو هغه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شو ځکه چې جرړې يې نهٔ وې. ۷څۀ تخم په غنو کښې پريوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو. ۸او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پريوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپيتۀ او ځينې يو په ديرش. ۹که څوک د اوريدو غوږونه لرى هغه دې واورى.“

د مثال مقصد

(مرقوس ٤:‌۱۰ - ۱۲، لوقا ۸:‌۹ - ۱۰)

۱۰مريدان عيسىٰ ته ورنزدې شول او تپوس يې ترې وکړو چې ”تۀ دوئ ته په مِثالونو کښې خبرې ولې کوې؟“ ۱۱هغۀ جواب ورکړو، ” تاسو ته دا موقعه درکړې شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړې شوې. ۱۲ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړې شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلې شى چې ورسره وى. ۱۳ځکه زۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې خبرې کوم، ځکه چې ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“ ۱۴په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهيږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسيږئ به پرې نه. ۱۵ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوى دى. ګنى د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اوريدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځيدلې وے او ما به روغ کړى وے.“ ۱۶خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ. ۱۷زۀ تاسو ته دا وايم چې د ډيرو نبيانو او زبرګانو دا ارمان وو چې هغه څۀ ووينى څهٔ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل، او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ وريدل.

د زميندار د مِثال تشريح

(مرقوس ٤:‌۱۳ - ۲۰، لوقا ۸:‌۱۱ - ۱۵)

۱۸نو بيا د زميندار مِثال واورئ. ۱۹کله چې يو کس د خُدائ د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شيطان راشى او هغه څهٔ ترې هم اوباسى څهٔ چې د هغۀ په زړۀ کښې کرلى شوى وې، دا هغه څهٔ دى څهٔ چې په لاره کرلى شوى وُو. ۲۰په کاڼيزه زمکه د کرلى شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى. ۲۱خو چې جرړې يې نهٔ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى. ۲۲په غنو کښې د پريوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بې ميوې پاتې شى. ۲۳خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پريوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل ميوه راوړى.“

د غنمو په مينځ کښې د جمدر مِثال

۲۴عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکرى. ۲۵او کله چې څوک اُودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکرى او لاړ شى. ۲۶هر کله چې فصل زرغون شى او وَږى اوباسى نو جمدر په کښې ښکاره شى. ۲۷او د زميندار نوکران خپل مالِک له لاړ شى او ورته وائى، نائېکه، په کوم پټى کښې چې تاسو ښهٔ تخم کرلې وو هغه خو اوس د جمدرو نه ډک دے. ۲۸هغه په جواب کښې وائى چې دا د دشمن کارونه دى. بيا هغوئ ووائى چې، مونږ لاړ شُو او دغه جمدر ترې وکاږو؟ ۲۹هغهٔ جواب ورکړو چې، نه، کله چې تاسو جمدر وکاږئ هسې نه چې غنم هم ورسره وکاږئ. ۳۰پريږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګيډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“

د شړشم د دانې او خمبيرې مِثال

(مرقوس ٤:‌۳۰ - ۳۲، لوقا ۱۳:‌۱۸ - ۱۹)

۳۱او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى را واخستو او په خپل پټى کښې يې وکرلو. ۳۲دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټې وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټې شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښينى.“ ۳۳عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې را واخيسته او په دريو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه دريواړه خمبيره شول.“

د مِثالونو استعمال

(مرقوس ٤:‌۳۳ - ۳٤)

۳۴عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بې مِثاله ونۀ کړه. ۳۵دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلى شوى دى.“

د جمدر د مِثال تشريح

۳۶هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورته راغلل او ورته يې ووئيل چې ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“ ۳۷هغۀ په جواب کښې وفرمائيل چې ”اِبن آدم زميندار دے څوک چې ښۀ تخم کرى، ۳۸پټې دا دُنيا ده، ښۀ تخم د بادشاهۍ اولاد دے او جمدر د شيطان اولاد دے. ۳۹او هغه دشمن چا چې جمدر کرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى. ۴۰لکه څنګه چې جمدر په آخره کښې راټولولې شى او په اور کښې سوزولې کيږى، ۴۱دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې وليږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بدعمله وى. ۴۲دوئ به د اور بټۍ ته ورواچولې شى کوم چې د ژړا او د غاښونو د چيچلو ځائ دے. ۴۳او بيا به صادِقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.

درې مِثالونه

۴۴د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټې يې پرې واخستو. ۴۵د آسمان د بادشاهۍ دا يو بل مِثال دے چې يو سوداګر د ښو مرغلرو په تلاش کښې وو. ۴۶هغۀ يوه ډيره غوره مرغلره وموندله او د هغې د حاصلولو دپاره يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه يې واخسته. ۴۷بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولې شو او په کښې رنګا رنګ ماهيان راګير شُو ۴۸هر کله چې ډک شو نو غاړې ته يې راښکلو، نو بيا سړى ورته کښيناستل او ښهٔ ماهيان يې ترې نه جدا کړل او په ټوکرو کښې يې واچول او خراب يې ترې وغورزول. ۴۹دغسې به د قيامت ورځ وى، فرښتې به ورشى او نېکان به د بدکارانو نه راجدا کړى، ۵۰او بدکاران به د اور بټىۍ ته وغورزوى، هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“

نوې او زړې خزانې

۵۱عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسيدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې ”آو.“ ۵۲بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو استاذ زده کړې ته کښيناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزُونه راوباسى.“

د حضرت عيسىٰ په ناصرت کښې رد کيدل

(مرقوس ۶:‌۱ - ۶، لوقا ٤:‌۱۶ - ۳۰)

۵۳څۀ وخت چې عيسىٰ د مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه د هغه ځائ نه روان شو، ۵۴او خپل ښار ته راغلو چرته چې هغۀ خلقو ته د هغوئ په عبادت خانو کښې تعليم ورکولو. نو هغوئ حيران شول او تپوس يې ترې وکړو چې ”دا حکمت او د معجزو طاقت يې له کومه ځايه حاصل کړې دے؟ ۵۵ولې دے د ترکاڼ زوئ نۀ دے؟ ولې د دۀ مور مريم نۀ ده او د دۀ وروڼه يعقوب، يوسف، شمعون او يهوداه نۀ دى څۀ؟ ۵۶او ولې د دۀ ټولې خويندې دلته زمونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا حکمت دۀ چرته زده کړې دے؟“ ۵۷دغه شان هغوئ هغه رد کړو. خو عيسىٰ په دې وينا مجبور شو چې ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغير د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپلې کورنئ نه.“ ۵۸هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.