د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

اول باب

سوزېدونکې نذرانه

۱مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل. ۲هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى. ۳کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى. ۴هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى. ۵هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى. ۶بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى، ۷او اِمامان به په قربان‌ګاه باندې لرګى سم کېږدى او په لرګو به اور بل کړى. ۸هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى. ۹د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۰کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۱۱هغه به دا د قربان‌ګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى. ۱۲چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى. ۱۳هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۴کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى. ۱۵اِمام به دا په قربان‌ګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربان‌ګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربان‌ګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى. ۱۶هغه دې د دې ججُوره او په ججُوره کښې چې څۀ وى هغه دې لرې کړى او دا دې د قربان‌ګاه نمرخاتۀ طرف ته وغورزوى چرته چې ايرې اچولے شى. ۱۷هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.