د سموئيل دوېم کِتاب

اول باب

د حضرت داؤد د ساؤل د مرګ نه خبرېدل

۱د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو. ۲په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو. ۳داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د بنى اِسرائيلو د کېمپ نه راتښتېدلے يم.“ ۴داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“ ۵داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“ ۶هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل. ۷بيا هغه راوګرځېدو او زۀ يې وليدم او را وې غوښتم. ما ورته ووئيل چې زۀ حاضر يم. ۸هغۀ زما نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو ما ورته ووئيل چې زۀ د عماليقى قبيلې يم. ۹بيا هغۀ ووئيل چې دلته راشه او ما ووژنه. ځکه چې زما ځنکدن دے خو زۀ تر اوسه پورې ژوندے يم. ۱۰نو زۀ هغۀ له ورغلم او ومې وژلو، ځکه چې ما ته پته وه چې څنګه وغورزيږى نو هغه به مړ شى. بيا ما د هغۀ د سر نه تاج او د هغۀ د لاس نه بنګړے واخستلو او صاحِبه، تا له مې راوړل.“ ۱۱داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل. ۱۲هغوئ په غم غمژن شول او تر ماښامه پورې يې د ساؤل، يونتن او بنى اِسرائيلو دپاره روژه ونيوله کوم چې د مالِک خُدائ د لښکر خلق وُو، ځکه چې دا خلق په جنګ کښې مړۀ شوى وُو. ۱۳داؤد د هغه زلمى نه تپوس وکړو کوم چې هغۀ له دا خبر راوړے وو چې، ”تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو عماليقے مسافر يم، خو زۀ ستا په مُلک کښې اوسېږم.“ ۱۴داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا دا جرأت څنګه وکړو چې د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه دې ووژلو؟“ ۱۵بيا داؤد خپل يو سړے راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”هغه ووژنه.“ نو هغه سړى عماليقے ووهلو او هغه په ټکى مړ شو، ۱۶او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“

د حضرت داؤد د ساؤل او د يونتن دپاره د غم سندره وئيل

۱۷داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله، ۱۸او حُکم يې وکړو چې دا د يهوداه خلقو ته وښودلے شى. هغۀ په دې باندې د ليندې سندرې نوم کېښودو، دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلے شوې ده: ۱۹”په غرونو باندې د بنى اِسرائيلو عزتمند خلق مړۀ شوى دى. زمونږ تکړه فوجيان غورزېدلى دى. ۲۰په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه. ۲۱د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بې‌عزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے. ۲۲د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بې‌رحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو. ۲۳ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو. ۲۴د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې. ۲۵تکړه فوجيان غورزېدلى دى، هغوئ په جنګ کښې وژلے شوى دى. يونتن په غرونو کښې مړ پروت دے. ۲۶زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه. ۲۷تکړه فوجيان غورزېدلى دى، د هغوئ وسلې تباه شوې دى.“