يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - اوولسم باب

د حضرت داؤد جوليت وژل

۱فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفس‌دميم وو. ۲ساؤل او د بنى اِسرائيلو لښکر د ايله وادۍ سره راغونډ شُو او د فلستيانو خِلاف يې صفونه جوړ کړل. ۳فلستيان په يو غر باندې ودرېدل او بنى اِسرائيليان په بل غر باندې ورته مخامخ ودرېدل، چې د دوئ په مينځ کښې وادى وه. ۴بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو. ۵د هغۀ په سر د زېړو جنګى ټوپۍ وه او د زېړو فوجى زغره يې اغوستې وه چې درې کم شپېتۀ کېلو وه. ۶د هغۀ پتُونونه هم د زېړو په زغره باندې پټ وُو او د زېړو نېزه د هغۀ په اوږه باندې ځوړنده وه. ۷د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. او د دې د اوسپنې سر تقريباً اووۀ کلو وو. د هغۀ ډال به هغه فوجى وړلو چې د هغۀ نه مخکښې به روان وو. ۸جوليت ودرېدو او د بنى اِسرائيلو لښکر ته يې چغه وکړه چې، ”تاسو هلته څۀ کوئ، د جنګ دپاره مو صفونه ولې جوړ کړى دى؟ زۀ فلستىے نۀ يم او تاسو د ساؤل نوکران نۀ يئ؟ يو سړے خوښ کړئ چې دلته راشى او زما سره جنګ وکړى. ۹کۀ هغه زما سره جنګ کولے شى او ما ووژنى، نو مونږ به ستاسو غلامان يُو، خو کۀ زۀ يې وګټم او هغه ووژنم، نو تاسو به زمونږ غلامان يئ. ۱۰زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“ ۱۱کله چې ساؤل او د هغۀ سړو دا واورېدل، نو هغوئ زړونه بائيلل او سخت ويرېدل.

د حضرت داؤد ساؤل سره مِلاوېدل

۱۲نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيت‌لحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو. ۱۳د هغۀ درې مشران زامن د ساؤل سره جنګ له تلى وُو. د ټولو مشر اِلياب وو، ورپسې ابينداب وو او درېم سِمعه وو. ۱۴داؤد يې د ټولو کشر زوئ وو، خو هغه درې مشران وروڼه يې د ساؤل سره کېمپ کښې پاتې کېدل، ۱۵داؤد به وخت په وخت بيت‌لحم ته تلو راتلو، چې د خپل پلار د ګډو خيال وساتى. ۱۶جوليت څلوېښت ورځې هر سحر او ماښام بنى اِسرائيلو ته وئيل چې ما سره جنګ وکړئ. ۱۷يوه ورځ يَسى داؤد ته ووئيل، ”دا لس کلو وريتې دانې او لس روټۍ واخله او زر زر يې کېمپ ته خپلو وروڼو له يوسه. ۱۸او دا لس پنير مشر آفسر له يوسه. دا معلوم کړه چې ستا وروڼه څنګه دى او چې داسې څۀ نښه راوړې چې د هغې نه دا ښکاره شى چې تا هغوئ وليدل او هغوئ ښۀ دى. ۱۹ساؤل بادشاه، ستا وروڼه او نور ټول بنى اِسرائيليان د ايله په وادۍ کښې دى او د فلستيانو سره جنګ کوى.“ ۲۰داؤد په ورپسې سحر وختى پاڅېدو، بل څوک يې د ګډو ذمه وار پرېښودو، خوراک يې واخستلو او چې څنګه ورته يَسى وئيلى وُو نو هم هغسې لاړو. هغه هم په هغه وخت کېمپ ته ورسېدو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره صفونو جوړولو له روان وُو او د جنګ چغې يې وهلې. ۲۱فلستى او بنى اِسرائيلى لښکرو يو بل ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل. ۲۲داؤد خوراک د سامان وړُونکى ذمه وار کس سره پرېښودو، د جنګ مېدان ته يې منډه کړه، خپلو وروڼو له ورَغلو او سلام يې ورباندې واچولو. ۲۳کله چې هغۀ د هغوئ سره خبرې کولې، نو هغه فلستىے پهلوان جوليت چې د جات وو، د فلستى لښکر نه راووتلو او د مخکښې په شان يې خپله جنګى چغه يې ووهله او دا چغه داؤد واورېدله. ۲۴کله چې بنى اِسرائيلو جوليت وليدو، نو هغوئ د يرې نه منډه کړه. ۲۵هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“ ۲۶داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“ ۲۷نو هغوئ ورته ووئيل چې څوک جوليت ووژنى نو د هغۀ دپاره به دا اِنعام وى. ۲۸د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“ ۲۹داؤد تپوس وکړو، ”نو اوس ما څۀ غلطى وکړه؟ زۀ يو تپوس هم نۀ شم کولے څۀ؟“ ۳۰هغه د هغۀ نه يو بل سړى ته راوګرځېدو او هم دغه تپوس يې ترې نه وکړو او چې هر ځل يې کولو، نو هم دغه جواب ورته مِلاوېدو. ۳۱کله چې هغه خبرې واورېدلے شوې چې کومې داؤد کړې وې، نو هغه سړو دا خبرې د ساؤل په مخکښې هم وکړې، نو داؤد يې راوغوښتلو. ۳۲داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”هيڅ څوک هم دې د هغه فلستى په وجه زړۀ نۀ غورزوى، ستا خِدمت کوونکے به لاړ شى او د دې فلستى سره به جنګ وکړى.“ ۳۳ساؤل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به د هغۀ سره څنګه وجنګېږې؟ ځکه چې تۀ هلک يې او هغه د ټول عُمر فوجى دے.“ ۳۴خو داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”ستا خِدمت کوونکے د خپل پلار د ګډو خيال ساتى. کله هم چې يو زمرے يا مېلو د رَمې نه يو ګډُورے وتښتوى، ۳۵نو زۀ ورپسې ځم، حمله پرې کوم او د هغۀ د خولې نه يې بچ کوم او کۀ هغه ځناور په ما باندې حمله کوى نو د ژامنې نه يې ونيسم، وې وهم او وې وژنم. ۳۶ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے. ۳۷مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“ ۳۸بيا ساؤل داؤد له خپل جنګى لِباس ورکړو، د زېړو جنګى ټوپۍ، کومه يې چې د داؤد په سر کېښوده او يوه زغره يې هم ورکړه. ۳۹داؤد د ساؤل تُوره په خپلې زغرې پورې وتړله او د روانېدو کوشش يې وکړو، خو هغه نۀ شو تلے، ځکه چې هغۀ دا څيزونه نۀ اغوستل. هغۀ ساؤل ته وفرمائيل، ”د دې څيزونو سره زۀ جنګ نۀ شم کولے. زۀ د دې سره عادت نۀ يم.“ نو هغه يې لرې کړل. ۴۰هغۀ په لاس کښې خپله امسا واخستله او بيا د ولې پينځۀ هوار کاڼى يې خوښ کړل او په خپله بوجۍ کښې يې واچول. لينده يې په لاس کښې وه او هغه فلستى له ورَغلو.

د حضرت داؤد جوليت له شکست ورکول

۴۱هغه فلستىے د داؤد طرف ته روان شو، د هغۀ ډال وړونکے د هغۀ نه مخکښې روان وو. هغه نور هم ورنزدې کېدو، ۴۲او کله چې هغه داؤد له ښۀ ورنزدې شو، نو هغۀ پورې ورله خندا ورغله ځکه چې هغه سور سپين او ښائسته هلک وو. ۴۳هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو. ۴۴هغۀ داؤد ته ووئيل، ”راشه. چې زۀ ستا غوښه مارغانو او ځنګلى ځناورو له ورکړم چې وې خورى.“ ۴۵داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے. ۴۶دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته، ۴۷او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“ ۴۸جوليت د داؤد طرف ته يو ځل بيا روان شو او داؤد زر زر د فلستيانو د جنګ صفونو ته ورمنډه کړه چې د هغۀ سره مِلاو شى. ۴۹هغۀ خپلې بوجۍ ته لاس وردننه کړو او يو کاڼے يې ترې نه راوويستو، په لينده يې جوليت په سر باندې وويشتو. کاڼے د هغۀ په تندى کښې وردننه شو او هغه پړمخې په زمکه راپرېوتو. ۵۰نو داسې داؤد بغېر د تُورې نه، د يوې ليندې او يو کاڼى سره جوليت له شکست ورکړو او وې وژلو. ۵۱داؤد هغۀ له ورمنډه کړه، دپاسه پرې ودرېدو، د جوليت تُوره يې د کاش نه راوُويسته، سر يې ترې نه پرې کړو او هغه يې مړ کړو. کله چې فلستيانو وليدل چې د هغوئ پهلوان مړ شو، نو هغوئ منډه کړه. ۵۲د اِسرائيل او يهوداه سړو چغې وهلې او په هغوئ پسې يې منډې وهلې، د جات او عقرون د دروازو پورې ورپسې وُو. فلستى زخميان تر جات او عقرون پورې په هغه لاره غورزېدل چې کومه شعريم ته ځى. ۵۳کله چې بنى اِسرائيل په فلستيانو پسې نور نۀ تلل او ترې نه راواپس شول، نو د هغوئ خېمې يې لوټ کړې. ۵۴داؤد د جوليت سر واخستو او يروشلم ته يې يوړو، خو هغۀ د جوليت وسله په خپله خېمه کښې کېښوده.

د داؤد ساؤل ته پېش کېدل

۵۵کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“ ۵۶نو ساؤل حُکم ورکړو، ”لاړ شه او معلوم يې کړه.“ ۵۷کله چې داؤد د جوليت وژلو نه پس خېمو ته راواپس شو، نو ابنير هغه ساؤل له بوتلو. داؤد د جوليت سر په لاس کښې روان کړے وو. ۵۸ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”زلميه، تۀ د چا زوئ يې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د بيت‌لحم نه ستا د خِدمت کوونکى يَسى زوئ يم.“