يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - پينځلسم باب

د عماليقيانو خِلاف جنګ

۱سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. ۲دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه. ۳اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“ ۴بيا ساؤل خپل لښکر راغونډ کړو او په طلائم کښې يې وشمېرلو. دوه لاکه بنى اِسرائيل فوجيان وُو او لس زره د يهوداه قبيلې فوجيان وُو. ۵بيا هغه او د هغۀ سړى عماليقى ښار ته لاړل او په يو وادۍ کښې يې ورته لاره ونيوله. ۶هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل. ۷ساؤل عماليقيانو له شکست ورکړو، د مِصر نمرخاتۀ طرف ته، د حويله نه تر شور پورې ورسره وجنګېدل، ۸هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل. ۹خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.

ساؤل بادشاه نامنظوره کېدل

۱۰بيا د مالِک خُدائ پېغام سموئيل ته راغلو، ۱۱”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله. ۱۲په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو. ۱۳سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“ ۱۴سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”نو زۀ ولې د څاروو او ګډو رمباړى اورم؟“ ۱۵ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“ ۱۶سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“ ۱۷سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې، ۱۸او هغۀ تۀ د دې حُکم سره دې مقصد دپاره لېږلے وې چې د عماليقيانو ګناه ګار خلق تباه کړې. هغۀ تا ته ووئيل چې تر هغې پورې ورسره جنګ وکړه چې ټول ووژنې. ۱۹نو بيا تا د هغۀ فرمانبردارى ولې ونۀ وکړه؟ تا په مالِ غنيمت نيولو کښې تېزى ولې وکړه؟ او د مالِک خُدائ په نظر کښې داسې بد عمل دې ولې وکړو؟“ ۲۰ساؤل جواب ورکړو، ”خو ما د مالِک خُدائ فرمانبردارى کړې ده. زۀ لاړم لکه څنګه چې هغۀ راته فرمائيلى وُو، اجاج بادشاه مې واپس راوستلو او ټول عماليقيان مې ووژل. ۲۱خو زما سړو چې کومې ښې ګډې او څاروى نيولى وُو هغه يې ونۀ وژل، په ځائ د دې يې هغه دلته جِلجال ته راوستل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى.“ ۲۲سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى. ۲۳د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“ ۲۴ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله. ۲۵خو اوس زۀ تا ته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او واپس زما سره لاړ شه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړم.“ ۲۶سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“ ۲۷نو سموئيل د تلو دپاره راوګرځېدو، خو ساؤل هغه د چُوغې نه ونيولو او چُوغه وشلېده. ۲۸سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے. ۲۹د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“ ۳۰ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“ ۳۱نو سموئيل د هغۀ سره واپس لاړو او ساؤل د مالِک خُدائ عبادت وکړو. ۳۲سموئيل حُکم وکړو، ”د عماليقيانو بادشاه اجاج ما له دلته راولئ.“ اجاج هغۀ له ښۀ زړَور راغلو، خيال يې دا وو چې بچ به شى. ۳۳سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بې‌اولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بې‌اولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو. ۳۴بيا سموئيل راما ته لاړو او ساؤل بادشاه په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. ۳۵چې ترڅو پورې سموئيل ژوندے وو، نو هغۀ بيا هيڅکله ساؤل ونۀ ليدو، خو سموئيل ورباندې غمژن وو. مالِک خُدائ په دې پښېمانه وو چې ساؤل يې په بنى اِسرائيلو باندې بادشاه جوړ کړے وو.