د بنى اِسرائيلو د دشمنانو عدالت
۱د مالِک خُدائ پېغام د حدرک د مُلک خلاف دے او دا به په دمشق نازل شى، ځکه چې د خلقو او د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو سترګې مالِک خُدائ ته دى. ۲او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا هم اګر کۀ هغوئ ډېر ماهران دى. ۳د صور خلقو ځان دپاره پخه قلعه جوړه کړه، او هغې سپين زر لکه د خاورې ډيرى، او سرۀ زر يې لکه د کوڅو د ګندونو په شان راغونډ کړل. ۴خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى. ۵د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى. ۶پردى خلق به اشدود قبضه کړى، او زۀ به د فلستيانو غرور ختم کړم. ۷زۀ به د هغوئ د خُلو نه د وينو ډکه غوښه راکاږم، او د هغوئ د غاښونو نه به حرامه قربانى راوباسم. او ژوندى پاتې شوى فلستيان به زمونږ د مالِک خُدائ عبادت وکړى او د يهوداه د يوې قبيلې په شان به شى. د عقرون فلستيان به زما خلقو سره يوځائ شى، لکه څنګه چې پخوانى يبوسى يو ځلى يوځائ شوى وُو. ۸نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.
د صيون د بادشاه راتلل
۹ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې. ۱۰زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى. ۱۱اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم. ۱۲خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم. ۱۳زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم. ۱۴بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى. ۱۵او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربانګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى. ۱۶مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى. ۱۷هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.