پېژندګلو

تيطوس ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

پولوس رسول دا د پاسبانۍ يعنې د مشرۍ خط تيطوس ته وليکلو چې هغۀ له حکمت او ډاډګيرنه ورکړى ځکه چې هغۀ ته مسلسل د مخالفت مقابله کولو ضرورت وو د هغه خلقو سره چا چې خُدائ پاک نۀ پېژندو او د هغوئ سره هم چې شرعې مطالبې يې کولې. پولوس رسول تيطوس ته هدايات ورکړل چې په خپله نګرانۍ کښې د جماعتونو مشران مقرر کړه لکه څنګه چې تا ته ذمه وارى حواله شوې ده. هغۀ په دې بيان وکړو چې دا مشران څنګه په کار دى، او دا چې ايماندارانو له په خپل مينځ کښې څنګه تعلق په کار دے او دا يې ورته هم وښودل چې څنګه به غېر ايماندارانو سره خبرې اترې کوئ. د دې خط بنيادى مقصد دا دے چې د ايمان او عمل په خپلو کښې ژور تعلق دے او اخلاق د ايمان جُز دے. پولوس رسول په دې خط کښې هغه عقيدې ته اِشاره کوى چې همېشه د ښۀ اخلاق سره تعلق ساتئ. مونږ له په کار دى چې دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو. بزرګان سړى دې خوش مزاجه وى، او مشرانې ښځې دې عبادت ګزارې وى او ځوانانو ښځو ته دې نصيحت کوى چې د خپلو خاوندانو او بچو سره دې مينه کوى، ځوانان هلکان دې خپل ځان په قابو کښې ساتى، غلامان دې د خپلو مالِکانو تابعدار وى، د دې دپاره چې د زيرى پېغام د غېر ايماندارانو دپاره اثرناک شى. خلقو ته دا ياد دهانى يې هم کړه چې د جماعت تابعدار اوسئ او د غېر ضرورى بحثونو نه ځان ساتئ. د حفظ کولو دپاره ۳‏:_۵ آيت ”نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.“