يوسفزئ
خط

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط - اوؤم باب

د وادۀ مِثال

۱زما وروڼو او خوېندو، تاسو نۀ پوهېږئ څۀ؟ زۀ هغوئ ته وايم څوک چې د شريعت نه واقف وى يو کس تر هغې د شريعت پابند دے ترڅو چې هغه ژوندے وى. ۲د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى. ۳نو په دې وجه کۀ هغه د خپل خاوند په ژوندانۀ د بل سړى سره اوسيږى نو هغه به زناکاره ګڼلے شى، خو کۀ چرې د هغې خاوند مړ شى نو هغه د شريعت په مطابق آزاده ده، او کۀ هغه بيا د بل سړى سره وادۀ وکړى نو هغه زناکاره نۀ ده. ۴نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو. ۵کله چې مونږ د خپل انسانى فطرت په مطابق ژوند تېرولو نو شريعت مونږ نفسانى شهوت ته ترغيبولو او دې نفسانى خواهشاتو په مونږ کښې کار کولو چې نتيجه يې مرګ ده. ۶خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد يُو او د هغۀ د اثر رسوخ دپاره مړۀ شوى يُو او نور د هغې پابند نۀ يُو. نو اوس زمونږ خِدمت د زوړ ليکلے شوے شريعت په مطابق نه بلکې په نوې روحانى طريقې سره ژوند تېروو.

شريعت او ګناه

۷نو مونږ به بيا څۀ ووايو؟ ولې شريعت ګناه ده څۀ؟ يقيناً چې نه. خو کۀ شريعت نۀ وے نو زۀ به په ګناه پوهه شوے نۀ وے، ولې چې ما به دا هيڅکله هم نۀ وے پېژندلے چې لالچ څۀ شے وى، کۀ چرې شريعت دا نۀ وے وئيلے چې، ”تاسو لالچ هم مۀ کوئ.“ ۸خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله چې په ما کښې يې هر قِسمه لالچ پېدا کړو. ځکه چې د شريعت نه بغېر ګناه مړه ده. ۹يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم. ۱۰او کوم حُکم چې زما د ژوند دپاره وعده وو، زما دپاره مرګ ثابت شو. ۱۱خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم. ۱۲نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى. ۱۳ولې څۀ چې ښۀ دى نو هغه زما دپاره مرګ دے؟ نه، هيڅکله نه. دا خو ګناه وه چې زۀ يې د ښۀ څيز په وسيله ووژلم او هم په دې شان ګناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو، او دغه شان د حکم په وسيله ګناه د نور کله نه زياته بده شوه. ۱۴ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم. ۱۵زۀ په خپلو کارونو نۀ پوهېږم. ځکه چې زۀ څۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکې هغه کارونه کوم چې ترې نفرت کوم. ۱۶اوس کۀ زۀ هغه کوم څۀ چې نۀ غواړم، نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے. ۱۷خو په حقيقت کښې د هغې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده. ۱۸ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم. ۱۹نو چې زۀ څۀ نېکى کول غواړم، هغه نۀ کوم، خو چې زۀ څۀ بد کول نۀ غواړم، هغه کوم. ۲۰اوس زۀ چې څۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو د دې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده. ۲۱نو بيا زۀ په دې اصُولو پوهه شوم چې کله زۀ نېکى کول غواړم نو بدى زما د لاسه وشى. ۲۲زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم. ۲۳خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده. ۲۴نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟ ۲۵خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم. نو بيا زۀ خو په خپل عقل سره د خُدائ پاک د شريعت خِدمت کوم خو د ګناه په فطرت کښې زۀ د ګناه د شريعت غلام يم.