يوسفزئ
خط

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط - دولسم باب

په حضرت عيسىٰ مسيح کښې نوے ژوندون

۱نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے. ۲خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى. ۳د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى. ۴لکه څنګه چې زمونږ په بدن کښې ډېر اندامونه دى او د ټولو اندامونو کار يو شان نۀ دے، ۵نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو. ۶مونږ ته د فضل په مطابق مختلف نعمتونه مِلاو شوى دى. کۀ تاسو ته د پېشګوئې نعمت مِلاو شوے وى نو د ايمان په مطابق پېشګوئې کوئ. ۷کۀ تاسو ته خِدمت درکړے شوے وى نو خِدمت کوئ، کۀ د تعليم نعمت درکړے شوے وى نو تعليم ورکوئ، ۸او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.

د رښتينى مسيحى نښې

۹مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ. ۱۰لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ. ۱۱په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوش‌و‌جذبه قائمه ساتئ. ۱۲په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ. ۱۳د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ. ۱۴څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ. ۱۵څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ. ۱۶په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بې‌وسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ. ۱۷د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى. ۱۸ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ. ۱۹اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“ ۲۰د دې په ځائ، ”کۀ ستا دشمنان اوږى وى نو هغوئ له روټۍ ورکړه او کۀ هغوئ تږى وى نو هغوئ ته اوبۀ ورکړه، ځکه چې ستا په داسې کولو به يې په سرونو اور بل شى.“ ۲۱بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.