يوسفزئ
خط

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط - لسم باب

د بنى اِسرائيلو دپاره د پولوس رسول دُعا

۱وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى. ۲زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے. ۳ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى. ۴ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.

د هر چا دپاره خلاصون

۵موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“ ۶خو کوم صداقت چې په ايمان راځى هغه وائى چې، ”په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايه چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟ د دې دپاره چې مسيح لاندې راولى. ۷يا څوک لاندې عالمِ ارواح ته تلے شى؟ چې مسيح د مړو نه راپاڅوى.“ ۸خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو. ۹ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې. ۱۰کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى. ۱۱نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“ ۱۲نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے. ۱۳ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“ ۱۴خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟ ۱۵او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“ ۱۶خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“ ۱۷نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى. ۱۸خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بې‌شکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“ ۱۹خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“ ۲۰بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“ ۲۱خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“