مالِک خُدائ لوئ بادشاه دے
۱مالِک خُدائ بادشاه دے،
د دُنيا قومونه دې په لړزان شى.
هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے،
نو زمکه دې په لړزېدو شى.
۲مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے،
او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.
۳هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى،
ځکه چې ستا نوم پاک دے،
۴او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى.
تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے،
تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے
څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.
۵مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،
او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ،
ځکه چې هغه مقدس دے.
۶موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو،
سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو.
هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،
او هغۀ يې سوال قبول کړو.
۷هغۀ دوئ سره د وريځې د ستنې نه خبرې وکړې،
هغوئ هغه ټول حُکمونه او قانون منلو کوم چې دوئ ته ورکړے شوى وُو.
۸اے مالِکه خُدايه زمونږ پاکه خُدايه،
د هغوئ سوال تا قبول کړو.
تۀ د بنى اِسرائيلو بخښونکے خُدائ پاک يې،
کۀ څۀ هم تا د هغوئ بدو عملونو ته سزا ورکړله.
۹د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ،
په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ،
ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.