پوهه او شاعرى

متلونه ‮پېژندګلو

پېژندګلو

دا د متلونو کِتاب دے. دا د متلونو هغه مجموعه ده چې د حضرت داؤد عليه السلام زوئ د حضرت سليمان عليه السلام په واسطه رايوځائ شوې او ليکلے شوې ده. حضرت سليمان بادشاه له خُدائ پاک يو خاص او نادر حِکمت ورکړے وو. په ځوانۍ کښې هغۀ د پاک خُدائ نه په دُعا کښې خواست وکړو چې، ”ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم.“ (اول بادشاهان ۳‏:_۹). د متلونو کِتاب د حضرت سليمان په وسيله يعنې د نن نه څۀ دپاسه درې زره کاله وړاندې رايوځائ کړے شوى دى. د حېرانتيا خبره خو دا ده کۀ څۀ هم چې دا متلونه ډېر پخوا ليکلے شوى دى، خو سره د دې بيا هم دا نن ډېر معنې خيزه دى او داسې لګى لکه چې هم دا نن ليکلے شوى دى. متلونه دې دپاره وليکلے شُو چې ساده خلقو ته پوهه ورکړى، او ځوانانو ته حِکمت او شعور ورکړى او چې هوښيار نور هم هوښيار کړى. په دې کښې د تجارت، د ملګرتيا، د وادۀ، د ماشومانو د پرورش، د پېسو، د قرض، د کاروبار په حقله او نورې ډيرې خبرې شته دے. ډېر متلونه د عقلمندو او د کم عقلو په ژوند کښې فرق ښکاره کوى. د متلونو په کِتاب کښې عقل او حِکمت د ټولو انسانانو دپاره دے او د عملى نصيحتونو په شمول کوم چې يوه ټولنه او معاشره د امن او امان او محبت طرف ته بوځى. نشه تماشه، زيات خوړل، حسد، کينه، بُغض، دشمنى او لالچ به ختم کړے شى، غريب به نۀ نظر انداز کيږى، دا لوستونکو ته د ايماندارۍ، راستۍ، ذمه وارۍ، مهربانۍ، سخاوت، د معاف کولو، حقيقت، صبر، عاجزۍ، خوشحالۍ، وفادارۍ، پرهيزګارۍ، ځان قابو کښې ساتل او د هوښيار سوچ د اَنجام ترغيب ورکوى. دا د اخلاقو، خواهشاتو او د هغوئ د عملونو نه راځى. غصه په قابو کښې ساتئ، فساد او جګړو نه لرې اوسېږئ، فضول خبرو نه پرهيز وکړئ، کبر پرېږدئ، عدالتونه دې د بې‌اِنصافۍ نه پاک وى، د شرعې د اختيارمندو عزت وکړئ. مور پلار دې خپلو بچو ته د صحيح تربيت او تعليم ورکولو خيال وساتى، او بچى دې د خپل مور پلار عزت کوى او هغوئ دې خپل خاندان د بې‌شرمۍ نه وساتى. د حفظ کولو دپاره ۳:_۶ آيت ”چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.“