پېژندګلو

نحمياه ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د حضرت نحمياه په کِتاب کښې مونږ ګورو چې خُدائ پاک د دُعا جواب ورکوى. هغه د خلقو په ژوند کښې دلچسپى لرى او هغوئ له هغه هر څۀ ورکوى د څۀ چې هغوئ ته د هغۀ د حکمونو منلو دپاره حاجت وى. خُدائ پاک حضرت نحمياه له د دېوالونو د بيا جوړولو دپاره د هر يو څيز او سامان بندوبست وکړو، او په خپله يې د هغۀ خيال وساتلو او د يروشلم د ديوال جوړولو دپاره يې هغۀ له طاقت ورکړو. د تکليفونو باوجود د خُدائ پاک مرضى پوره کيږى. خُدائ پاک په هر څۀ قادر دے. هغه د يرې نه آزادى او حفاظت ورکوى. د حضرت عيسىٰ مسيح نه څلور سوه پينځۀ څلوېښت کاله وړاندې د فارس بادشاه ارتخششتا بادشاه حضرت نحمياه يروشليم ته ولېږلو، حضرت نحمياه يو باورى اِسرائيلى وو او هغۀ د يروشلم ديوال په جوړولو کښې مدد وکړو. د يهوديانو چې کومه درېمه ډله د جلاوطنۍ نه واپس تله د هغې سره حضرت نحمياه هم لاړو. په هغه وطن کښې چې کوم نور خلق وُو د هغوئ د طرف نه هم سخت مخالفت وو او د يروشلم په خلقو کښې هم بې‌اتفاقى وه. خو حضرت نحمياه د دې دومره مخالفت باوجود بيا هم هغه دېوالونه آباد کړل. هغۀ د حکمت فېصلو سره په دې مخالفت فتح وموندله. نحمياه هغه څۀ کول څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ په زړۀ کښې اچول. کله چې خلقو يو ځل بيا په ګناه کولو شروع وکړه نو هغوئ ته حضرت نحمياه د حضرت عزرا په وسيله د کلام اورول شروع کړل. د حفظ کولو دپاره ۹‏:_۵ آيت ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“