د خُدائ پاک د خورس مقررول
۱مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه. ۲زۀ به په خپله ستا نه وړاندې ځم، او غرونه به درته هوار کړم. زۀ به د زېړو دروازې راوغورزوم او د دې د اوسپنې سيخونه به ټوټې ټوټې کړم. ۳زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى. ۴زما د خِدمت کوونکو او غوره کړے شوو بنى اِسرائيلو د خاطره، زۀ تا ته په نوم آواز کوم او تا له مې د لوئ عزت لقب درکړے دے، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې. ۵زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې. ۶دا زۀ د دې دپاره کوم چې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هر چا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم او بل يو خُدائ هم نشته. ۷زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم. ۸اے آسمانه باران ووروه او زمکه تازه کړه. اے وريځو، صداقت راوروئ. زمکه دې دا جذب کړى چې خلاصون راوټوکيږى او دې سره صداقت هم راوټوکيږى. ما، مالِک خُدائ دا پېدا کړى دى.“
د پېدايښت او د تاريخ مالِک خُدائ
۹په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته. ۱۰په هغۀ باندې افسوس چې خپل پلار ته وائى چې، ”زۀ دې ولې پېدا کړم؟“ يا خپلې مور ته ووائى چې، ”تا ولې زۀ داسې جوړ کړم؟“ ۱۱مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟ ۱۲زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل. ۱۳ما په خپله خورس راپاڅولے دے چې واک اختيار په لاس کښې واخلى او زما مقصد پوره کړى او کارونه سم کړى. زۀ به هم د هغۀ ټولې لارې سيدها کوم. هغه به زما ښار بيا جوړ کړى، او زما خلق به د قېد نه آزاد کړى. هغه به دا هر څۀ مفت کوى، نۀ به پېسې اخلى او نۀ تحفې.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائيلى دى. ۱۴مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“ ۱۵بېشکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه. ۱۶څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى. ۱۷خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو مُلک بچ کوى، د يو نۀ ختمېدونکى خلاصون سره. او د دې خلق به کله تر آخره پورې هم بېعزته نۀ شى. ۱۸مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته. ۱۹ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“
معبودان د بابل حِفاظت نۀ شى کولے
۲۰”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟ ۲۱راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بېشکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته. ۲۲اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته. ۲۳زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى. ۲۴او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى. ۲۵خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“