يوسفزئ
خط

د اِفِسيانو په نوم د پولوس رسول خط - شپږم باب

بچى او مور پلار

۱اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے. ۲”د خپل مور او پلار عزت کوئ.“ ځکه چې دا اولنے حُکم دے چې په کښې دا وعده شوې ده چې، ۳”تۀ به خوشحاله او دُنيا کښې به دې عمر ډېر وى.“ ۴او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.

غلامان او مالِکان

۵اے غلامانو، د خپلو مالِکانو تابعدارى په يره او عزت او صفا زړۀ سره کوئ، دغه شان لکه څنګه چې د مسيح تابعدارى کوئ. ۶تل د هغوئ د خوشحالولو کوشش کوئ، نۀ صرف په هغه وخت کله چې هغوئ تاسو ته ګورى، بلکې د مسيح د غلامانو په توګه د زړۀ د اخلاصه د خُدائ پاک رضا پوره کوئ. ۷په شوق سره خِدمت کوئ داسې لکه چې د خلقو نه بلکې لکه چې د مالِک خدمت کوئ. ۸ځکه تاسو په دې پوهه شئ چې مالِک به مونږ هر يو له زمونږ د ښۀ کارونو اجر راکړى، هغه کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد يُو. ۹اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.

خپل ځان په روحانى وسلو سمبالول

۱۰آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ. ۱۱د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ. ۱۲ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى. ۱۳په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ. ۱۴نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ. ۱۵خپل پېزار د سلامتۍ زيرے خورولو دپاره په پښو کړئ. ۱۶او د دې ټولو سره د ايمان ډالونه هم پورته کړئ چې د هغې په وسيله به تاسو د شېطان د شغلو ټول غشى مړۀ کړئ. ۱۷او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے. ۱۸او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بې‌ناغې دُعا کوئ. ۱۹او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم ۲۰د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.

آخرى سلام

۲۱نو تاسو ته به د دې هم پته ولګى چې زۀ څنګه يم، او څۀ کوم. تخيکوس چې خوږ ورور دے او د مالِک په کار کښې ايماندار خادِم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى. ۲۲زۀ هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درلېږم چې تاسو زمونږ د حالت نه خبر شئ او چې هغه ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى. ۲۳د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه، دې وروڼو ته سلامتى وى او په هغوئ کښې دې د ايمان مينه وى. ۲۴په هغوئ ټولو دې فضل وى څوک چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح سره نۀ ختمېدونکې مينه کوى.