پېژندګلو

ګردان ‮پېژندګلو

پېژندګلو

د ګردان کِتاب د تورات شريف آخرى کِتاب دے. په دې کښې درې پېغامونه دى په کومو کښې چې حضرت موسىٰ عليه السلام د هِجرت د کِتاب، د ليويانو د کِتاب او د شمېر د کِتاب تعليمات او واقعې دوباره بيان کړى دى. په دې کِتاب کښې نوى نسل ته د حضرت موسىٰ عليه السلام آخرى خطبه شامله ده يعنې د هغه وخت کله چې هغوئ د لوظ کړے شوى وطن قبضې اخستلو ته تيار وُو. په دې کِتاب کښې حضرت موسىٰ عليه السلام هغوئ ته د خُدائ پاک مينه او وفادارى رايادوى او دې سره هغه ورته د بنى اِسرائيلو د تېر شوى نسل بغاوت هم رايادوى. په دې کِتاب کښې موسىٰ عليه السلام بار بار بنى اِسرائيلو ته فرمائى چې د واحد خُدائ پاک فرمانبردارى وکړئ او د هغۀ سره مينه وکړئ. خُدائ پاک د عبادت لائق دے او د هغۀ شريعت زمونږ د هدايت لارښودنې دپاره دے. او د خُدائ پاک تابعدارى د لوئ برکت سبب ګرځى. د حفظ کولو دپاره د ګردان ۳۱‏:_۶ آيت، ”تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“