پېژندګلو

دوېم تيموتيوس ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

پولوس رسول دا خط هغه وخت وليکلو کله چې هغۀ د خپل آخرى وخت انتظار کولو. اګر چې پولوس رسول مرګ سره مخامخ وو، او د مصيبت د وجې ډېرو دوستانو پرېښودے هم وو، هغه په وفادارۍ سره د خپل روحانى زوئ تيموتيوس د اُميد هغه طرف ته متوجې کوى چې په حضرت عيسىٰ مسيح کښې دے. په دې خط کښې بنيادى خبره دا ده چې تکليفونه د ايماندار د ژوند يوه برخه ګڼلے شى خو کله چې مونږ د دې تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو د ايمان او د خُدائ پاک او د زيرى په طاقت سره مونږ د دې برداشت کولے شُو. پولوس رسول تيموتيوس ته په کلکه فرمائى چې برداشت کوه او په وفادارۍ سره د دروغو د تعليم مقابله وکړه. د حفظ کولو دپاره ۳:_۱۶‏-۱۷ آيت ”هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى، د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.“