پېژندګلو

دوېم بادشاهان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د تاريخ په دې شيبو کښې د بې‌اتفاقۍ په وجه بنى اِسرائيل په دوو بادشاهتونو تقسيم شوى وُو، يهوداه او اِسرائيل. خُدائ پاک پرله پسې پېغمبران راولېږل چې خلق د ګناه د سزا نه خبر کړى خو د يهوداه او د اِسرائيل خلقو او بادشاهانو دې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. د خُدائ پاک کلام همېشه د رښتيا او حکمت نه ډک د‌ے. خُدائ پاک د پېغمبرانو په وسيلې سره کلام وکړو او د هغوئ خبردارے همېشه رښتيا ثابت شو. دوېم بادشاهان د نافرمانۍ هغه قيصه جارى ساتى کومه چې په اول بادشاهانو کښې شروع شوې وه. په دې کِتاب کښې د حضرت الياس د پېشګويۍ خِدمت نه واخله د حضرت اليشع پورې څوک چې د حضرت الياس نه پس پېغمبر شو د هغۀ د خِدمت ذکر هم شامل دے. اِسرائيل د باور نۀ کولو له وجې پستۍ طرف ته روان وُو او آخرکار اسوريانو ورله شکست ورکړو. د جنوب خوا ته د يهوداه بادشاهى وه. د يهوداه ډېرو بادشاهانو په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو او هغوئ کوشش کولو چې د اِسرائيل حالت ښۀ شى. خو خُدائ پاک د حضرت يشعياه او د نورو پېغمبرانو په وسيله د خبردارى نه پس د بابل د خلقو په ذريعه يهوداه ته د ګناه سزا ورکړه او يروشلم يې قبضه کړو. د اوياؤ کالو دپاره يهوداه بابل ته بوتلے شول لکه څنګه چې حضرت يرمياه پېشګوئې کړې وه. د خلقو د بې‌ايمانۍ باوجود خُدائ پاک په خپله وعده قائم وو. د حفظ کولو دپاره ۱۳‏:_۲۳ آيت ”خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو.“