پېژندګلو

دوېم کورنتيان ‮پېژندګلو

پېژندګلو

پولوس رسول په خپل دوېم خط کښې د کورنتيانو جماعت ته منت کوى چې د زيرى په کار کښې هغۀ سره شريک شئ. د پولوس رسول مخالفينو د هغۀ د کارونو د پټولو کوشش کولو او داسې به يې وئيل چې د هغۀ د تکليفونو نه پته لګى چې رښتينے رسول نۀ دے. پولوس رسول به وئيل د هغۀ تکليفونه د هغۀ باور په حضرت عيسىٰ باندې لا زياتوى په کومو تکليفونو کښې چې هغۀ د حضرت عيسىٰ مسيح طاقت ته اِشاره کړې ده دا نۀ چې خپل طاقت ته. د کورنتيانو دوېم خط د زيرى د خدمت، د پاک ژوند تېرولو، او په اخلاص سره د سخاوت کولو په حقله ښۀ تعليم او لارښودنه کوى. پولوس رسول دا کِتاب په مِکدونيه کښې د اول کورنتيان د خط نه يو کال وروستو وليکلو. د حفظ کولو دپاره ۱۲:_۹ آيت ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“