پېژندګلو

اول تيموتيوس ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

پولوس رسول تيموتيوس ته دوه خطونه وليکل يعنې اول تيموتيوس او دوېم تيموتيوس خطونه. تيموتيوس په هر صورت کښې د پولوس رسول روحانى زوئ وو. تيموتيوس ځوان وو خو خُدائ پاک ورله نعمتونه ورکړى وُو او هغه د اِفِسوس د جماعت د رهنمايۍ دپاره مقرر کړے شوے وو. د دې جماعت د عبادت ترتيب صحيح کولو سره سره د عقيدې اصلاح کول هم ضرورى وو ځکه چې دروغژن اُستاذان په دې باندې ډېر اثر انداز شوى وُو. د دې خط بنيادى مقصد دا دے چې زيرے د ايماندارانو په ژوند کښې عملى او ليدونکے بدلون راولى نه چې تش په خولۀ د ايمان دعوىٰ کوى. پولوس رسول په دې خط کښې هغه ځوان ته د جماعت د مشرانو، صحيح طور سره عبادت، او د عُهدې لرلو اهليت او قابليت په حقله نصيحت ليکلے دے. پولوس رسول هغۀ ته دا نصيحت هم کوى چې د دروغو تعليم مخالفت به څنګه کوى او په جماعت کښې به خلقو سره رويه څنګه ساتى. پولوس رسول هغۀ ته هدايت ورکوى چې څنګه به د پاکيزګۍ ژوند تېروى او د ايماندارانو دپاره به يوه نمونه جوړيږى. په دې کښې مونږ ته کافى نصيحت ملاويږى چې څنګه يو جماعت له په عملى طور سره اوسېدل پکار دى او څنګه د مشرانو او کونډو فکر کول په کار دى. د حفظ کولو دپاره ۱:_۱۵ آيت ”دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو.“