ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - اتم فصل

روحاني ژوند

۱نو اوس چې کوم خلک د عیسی مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي، هغوی هېڅ محکوم کېدای نه شي. ۲ځکه چې د خدای د روح قانون چې ماته په عیسی مسیح کې ژوندون راکوي، زه یې د ګناه او د مرګ د قانون نه خلاص کړی یم. ۳هغه څه چې شریعت د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ونه شو کولای چې سرته یې ورسوي، هغه خدای سرته ورسول. هغه خپل زوی د یو ګناهکار انساني جسم په شکل کې د ګناهونو د بخښنې دپاره راولېږه، ترڅو ګناه په انساني فطرت کې محکومه کړي. ۴هغه داسې وکړل د دې دپاره چې د شریعت رښتینې غوښتنې په مونږ کې د نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د خدای د روح په وسیله چې ژوند کوو، پوره شي. ۵ځکه څوک چې د نفساني غوښتنو له مخې ژوند تېروي، نو تل د نفساني شیانو په فکر کې وي. خو څوک چې د روح القدس د غوښتنو له مخې ژوند کوي، نو هغوی د هغو شیانو په فکر کې وي چې روح القدس یې غواړي. ۶که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې نفساني غوښتنې حاکمې وي، نو پای یې مرګ دی. خو که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې روح القدس حاکم وي، نو نتیجه یې ژوند او سوله ده. ۷ځکه چې خپل ځان د نفساني شیانو پورې تړل د خدای سره دښمني ده، ځکه چې دا د خدای د قانون اطاعت کول نه دي او په حقیقت کې نه شي کولای چې اطاعت وکړي. ۸څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو له مخې ژوند تېروي، هغوی نه شي کولای چې خدای خوشحاله کړي.

۹نو تاسو نور د خپلو نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د روح القدس د لارښوونې له مخې ژوند کوئ، که په رښتیا سره روح القدس په تاسو کې اوسیږي. که چېرې په چا کې د مسیح روح نه وي، نو هغه د مسیح نه دی. ۱۰خو که چېرې مسیح په تاسو کې اوسیږي، نو که څه هم ستاسو بدن د ګناه له امله مړ هم شي، خو روح القدس تاسو ته ژوند درکوي، ځکه چې تاسو د خدای په نظر کې عادلان ګڼل شوي یئ. ۱۱که چېرې روح القدس چې مسیح یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ په تاسو کې اوسي، نو لکه څنګه چې عیسی یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ، نو ستاسو فاني وجود ته به هم ژوند ورکړي، ځکه چې دغه روح په تاسو کې هم اوسیږي.

۱۲نو بیا ای خویندو او ورونو! مونږ مجبوره نه یو چې د انساني فطرت او د هغه د غوښتنو له مخې ژوند وکړو. ۱۳ځکه که چېرې تاسو د خپلو نفساني غوښتنو له مخې ژوند وکړئ، نو مړه به شئ. خو که چېرې د خدای د روح په مرسته خپل د ګناه نه ډک عملونه له منځه یوسئ، نو تاسو به ژوند کوئ. ۱۴ځکه ټول هغه کسان چې د روح په وسیله ورته لارښوونه کیږي، هغوی د خدای اولادونه دي. ۱۵ځکه چې تاسو هغه روح نه دی تر لاسه کړی چې غلامان مو کړي او ستاسو د وېرې سبب شي، بلکې هغه روح مو تر لاسه کړ چې تاسو د خدای دپاره لکه د خپلو اولادونو په شان اوسئ او د هغه په وسیله مونږ نارې وهو: «ابا، یعنې ای پلاره» ۱۶روح القدس په خپله زمونږ د روح سره شاهدي ورکوي چې مونږ د خدای اولادونه یو. ۱۷که چېرې مونږ د هغه اولادونه یو، نو بیا وارثان هم یو، یعنې د خدای وارثان یو او د مسیح په میراث کې هم شریک یو او که چېرې مونږ د هغه سره په کړاوونو کې شریک یو، نو د هغه سره په جلال کې هم شریک یو.

راتلونکی جلال

۱۸زه فکر کوم چې هغه کړاوونه چې اوس یې مونږ تېروو، د هغه جلال سره د پرتله کولو وړ نه دي چې مونږ ته به وښودل شي. ۱۹ځکه چې خلقت په شوق سره د خدای د اولادونو د ښکاره کېدلو په انتظار دی. ۲۰ځکه چې خلقت بې معنی شو، خو په خپله رضا نه بلکې د خدای په رضا، په دې هیله چې ۲۱یوه ورځ به په خپله خلقت د فساد د غلامۍ نه ازاد شي او د خدای د اولادونو د جلال نه په ډکې ازادۍ کې شامل شي. ۲۲ځکه چې مونږ پوهېږو چې ټول خلقت یوځای د درد له لاسه لکه د لنګون د درد په شان تر اوسه پورې زګېروي کوي. ۲۳یوازې خلقت نه، بلکې مونږ هم سره له دې چې روح القدس د خدای د لومړني نعمت په توګه تر لاسه کړی دی، په خپل باطن کې زګېروي کوو لکه څنګه چې دې ته په شوق سره په انتظار یو چې خدای مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي او زمونږ بدن ته خلاصون ورکړي. ۲۴ځکه چې په همدې هیلې مونږ وژغورل شو. خو که چېرې زمونږ هغه هیله پوره شوې وي، نو بیا د څه شي هیله ولرو؟ ۲۵خو که چېرې مونږ د هغه څه هیله ولرو چې تر اوسه یې نه لرو، نو مونږ په صبر او زغم سره د هغه انتظار کوو.

۲۶په همدې ډول روح القدس زمونږ په کمزوریو کې زمونږ سره مرسته کوي. ځکه چې مونږ نه پوهېږو چې څنګه باید دعا وکړو. نو روح القدس زمونږ دپاره داسې په نارو شفاعت کوي چې په خبرو او لفظونو کې بیان کېدلی نه شي. ۲۷خو خدای چې زمونږ د زړونو نه خبر دی، په دې پوهیږي چې د روح القدس اراده څه ده، ځکه چې روح القدس د خدای د ارادې له مخې د خپلو خلکو شفاعت کوي.

۲۸مونږ پوهېږو چې هرڅه د هغو خلکو د ښېګڼې دپاره چې د خدای سره مینه کوي او د هغه په اراده ورته بلنه ورکړل شوې ده، په ګډه سره کار کوي. ۲۹ځکه چې خدای هغوی له پخوا نه پېژندل او هغوی یې له مخکې نه غوره کړي وو چې د هغه د زوی په شان شي، ترڅو هغه په ټولو خویندو او ورونو کې لومړنی زېږېدلی وي چې لوړ مقام ولري. ۳۰او هغه کسان چې هغه له مخکې نه غوره کړي وو، رابللي یې دي او هغه رابلل شوي یې عادلان وګڼل او کوم کسان چې هغه عادلان کړي دي، هغوی ته یې خپل جلال هم ورکړ.

په مسیح کې د خدای مینه

۳۱نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟ که خدای زمونږ په خوا دی، نو بیا څوک کولای شي چې زمونږ په خلاف شي؟ ۳۲هغه خپل زوی هم زمونږ څخه درېغ نه کړ، بلکې هغه یې زمونږ د ټولو په خاطر د قربانۍ په توګه وړاندې کړ، نو همدارنګه ایا هغه به هرڅه مونږ ته وړیا رانه کړي؟ ۳۳څوک به د خدای په غوره شویو خلکو باندې تور ولګوي؟ ځکه چې خدای په خپله اعلانوي چې هغوی عادلان ګڼي. ۳۴نو بیا څوک هغوی محکومولی شي؟ ځکه چې عیسی مسیح هغه څوک دی چې مړ شو خو بیا راژوندی شو او هغه د خدای ښي لاس ته ناست دی او په رښتیا سره زمونږ شفاعت کوي. ۳۵نو بیا څوک به مونږ د مسیح د مینې نه بېل کړي؟ ایا مصیبت او کړاوونه، یا ځورونه یا لوږه، لوڅوالی یا خطر یا توره؟ ۳۶لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

مونږه له مرګه سره مخ یو هر وخت ستا په خاطر

مونږه ګڼي هغو پسونو په شان وي چې حلالې دپاره

۳۷خو نه، له دې هرڅه سره سره د عیسی مسیح په وسیله چې زمونږ سره یې مینه وکړه، پوره بری زمونږ په برخه دی. ۳۸ځکه زه ډاډمن یم چې نه مرګ او نه ژوند، نه فرښتې، نه اسماني واکمنان، نه اوسني او نه راتلونکي شیان، نه قدرتونه، ۳۹نه لوړې او ژورې او نه په ټول خلقت کې نور شیان کولای شي چې مونږ د خدای د هغې میني نه بېل کړي چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې ده.