ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - دولسم فصل

په مسیح کې نوی ژوند

۱نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی. ۲د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې پرېږدئ چې د خپلو فکرونو په نوي کولو سره خدای تاسو بدل کړي. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.

۳د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ. ۴لکه څنګه چې زمونږ په بدن کې ډېر غړي دي او د ټولو غړو کار یو شان نه دی، ۵نو مونږ چې ډېر یو، خو په مسیح کې یو بدن یو او د یو بل غړي یو.

۶مونږ باید د هغو مختلفو نعمتونو څخه چې خدای راته د خپل فضل له مخې راکړي دي، کار واخلو. که چېرې هغه د خدای د پیغام رسول وي، نو هغه باید د خپل ایمان له مخې سرته ورسوو. ۷که خدمت کول وي، نو باید خدمت وکړو. که هغه تعلیم ورکول وي، نو باید تعلیم ورکړو. ۸که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د مالي مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.

۹ستاسو مینه دې رښتینې او سوچه وي. د بدو نه کرکه کوئ او په نېکۍ کې ټینګ ودرېږئ. ۱۰یو د بل سره د ورورولۍ مینه کوئ او هر یو دې د خپل ځان نه زیات د نورو درناوی وکړي. ۱۱په خپل کار کې تنبلي مه کوئ او په روحاني شوق سره د څښتن خدمت کوئ. ۱۲ستاسو هیله دې تاسو خوشحاله ساتي، په مصیبت کې صبر او زغم ولرئ او هر وخت دعا کوئ. ۱۳د محتاجو ایماندارانو سره مرسته کوئ او مېلمه پال اوسئ.

۱۴څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره برکت غواړئ، نه لعنت. ۱۵څوک چې خوشحاله وي، نو خوشحالي ورسره کوئ او څوک چې ژاړي، نو ورسره ژړا کوئ. ۱۶یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان د نورو څخه هوښیار مه ګڼئ.

۱۷د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي. ۱۸ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ. ۱۹ګرانو دوستانو، هېڅکله خپل بدل مه اخلئ، بلکې هغه د خدای قهر او غضب ته پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څښتن وایي: «بدل اخیستل زما کار دی، زه بدل اخلم.»

۲۰د دې په ځای لیکل شوي دي:

که چېرې ستا دښمن وږی وي، نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري. که چېرې تږی وي، نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي. په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړې او څښتن به تاته اجر درکړي.

۲۱مه پرېږده چې بدي درباندې غالبه شي، بلکې د نېکۍ په وسیله په بدۍ باندې بری تر لاسه کړه.