د خدای د قهر جامونه
۱بیا ما د خدای د کور نه یو لوړ اواز واورېد چې هغو اوو فرښتو ته یې ویل: «لاړې شئ او د خدای د قهر او غضب اووه جامونه په ځمکه باندې توی کړئ.»
۲نو اوله فرښته لاړه او خپل جام یې په ځمکه باندې توی کړ او د هغو خلکو په بدنونو باندې چې د ځناور نښې یې درلودلې او د هغه مجسمې ته یې عبادت کاوه، خطرناکه او دردناکه زخمونه راښکاره شول.
۳دوهمې فرښتې خپل جام په بحر کې توی کړ او د بحر اوبه د مړي د وینې په شان شوې او د بحر ټول ژوندي موجودات مړه شول.
۴درېمې فرښتې خپل جام په سیندونو او په چینو کې توی کړ او د هغو اوبه په وینو باندې بدلې شوې. ۵بیا ما واورېدل چې هغې فرښتې چې په اوبو باندې یې واک او اختیار درلود، وویل:
ای سپېڅلی خدایه! چې ته یې او وې
ته یې عادل
ځکه تا کړي دا قضاوتونه
۶ځکه تویې کړې هغوی وینې
ستا د سپېڅلو خلکو او پیغمبرانو
څښلو دپاره دې هغوی ته ورکړې وینې
ځکه لایق وو هغوی د دې
۷ما د قربانۍ د ځای نه یو اواز واورېد چې ویل یې:
ای څښتنه، مطلق قادره خدایه
عادلانه او رښتیني دي ستا قضاوتونه
۸څلورمې فرښتې خپل جام په لمر باندې توی کړ او لمر ته اجازه ورکړل شوه چې په خپل اور باندې خلک وسوځوي. ۹هغوی د هغې سختې ګرمۍ له امله وسوځېدل او د خدای نوم ته یې چې په دې بلاګانو باندې یې واک او اختیار درلود، کفر وویل. هغوی د خپلو ګناهونو څخه توبه ونه ویستله او د خدای ثنا یې ونه ویله.
۱۰پنځمې فرښتې خپل جام د هغه ځناور په تخت باندې توی کړ او د هغه پاچاهي په تیاره کې ډوبه شوه. خلکو د درد له امله خپل غاښونه چیچل ۱۱او د اسمان خدای ته به یې د خپلو دردونو او زخمونو له امله کفر ویل، خو د خپلو بدو کارونو څخه یې توبه نه ویستله.
۱۲شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوی سیند کې توی کړ او د سیند اوبه وچې شوې، ترڅو د ختیځ د پاچاهانو د راتللو دپاره لاره تیاره شي. ۱۳بیا ما ولیدل چې د ښامار د خولې نه، د هغه ځناور د خولې نه او د هغه جعلي پیغمبر د خولې نه د چونګښو په شان درې پېریان راووتل. ۱۴دا شیطاني روحونه دي چې معجزې ښایي. هغوی د ټولې نړۍ پاچاهانو ته ورځي چې هغوی سره راټول کړي چې د لوی قضاوت په ورځ د مطلق قادر خدای په وړاندې وجنګیږي.
۱۵څښتن وایي: «ګورئ، زه به لکه د غله په شان درشم. بختور دی هغه څوک چې بېداره وي، خپل کالي یې اغوستي وي، ترڅو هغه د خلکو په مخکې لوڅ ونه ګرځي او ونه شرمیږي!» ۱۶نو هغو پېریانو پاچاهان په هغه ځای کې سره راټول کړل چې په عبرانۍ کې ورته «ارمګدون» وایي.
۱۷بیا اوومې فرښتې خپل جام په هوا کې توی کړ او د خدای په کور کې د تخت نه یو لوړ اواز راغی چې ویل یې: «هرڅه پای ته ورسېدل!» ۱۸وروسته بیا برېښنا وپړکېدله او د تندرغږ او غړمبار شو او یوه داسې سخته زلزله وشوه چې د انسان د پیدایښت راهیسې کله نه وه شوې. ۱۹هغه لوی ښار درې ټوټې شو او د نړۍ ټول ښارونه وران شول. خدای ته لوی بابل ور په یاد شو او هغه یې مجبور کړ چې هغه پیاله وڅښي چې د هغه د ډېر قهر او غضب د شرابو نه ډکه وه. ۲۰ټولې جزیرې له نظره پناه او ورکې شوې او غرونه له منځه لاړل. ۲۱د اسمان نه د انسانانو په سرونو باندې ډېره غټه ږلۍ چې پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن یې درلود، راوورېدله او خلکو د دې ږلۍ له امله خدای ته کفر ویل، ځکه چې دا ډېر سخت افت ؤ.
Revelation 16
PROPHETIC
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/revelation-16/