EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او پنځوسم زبور

د څښتن ثنا او صفت وکړئ

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ

د خدای ثنا او صفت وکړئ

د هغه په سپېڅلي ځای کې

د هغه ثنا او صفت وکړئ په اسمانونو کې

چې قوي یې ده کلا

۲د هغه ثنا او صفت وکړئ

د هغه د عجیبه کارونو په خاطر

ثنا او صفت وکړئ د هغه د بې شانه لویۍ

۳د هغه ثنا او صفت وکړئ د سرنیو په اواز

د هغه ثنا او صفت وکړئ په چنګونو او ربابونو

۴د هغه ثنا او صفت وکړئ په چمبو او ګډاګانو

د هغه ثنا او صفت وکړئ په رباب او شپېلۍ وهلو

۵د هغه ثنا او صفت وکړئ د تالونو په وهلو

د هغه ثنا او صفت وکړئ د تالونو په شرنګولو

۶ټولو ژوندیو مخلوقاتو

د څښتن ثنا او صفت وکړئ

د څښتن ثنا او صفت وکړئ