سلیمان او د خدای د کور وقف کېدل
(لومړی پاچاهان ۸: ۶۲ - ۶۶)
۱څنګه چې سلیمان د دعا کولو څخه وزګار شو، نو د اسمان څخه اور نازل شو او سوځېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ یې وسوځولې. بیا د څښتن د جلال څخه کور ډک شو ۲او کاهنانو له دې امله نه شو کولای چې دننه لاړ شي.
۳کله چې د اسراییلو قوم اور په راښکته کېدو او د څښتن جلال یې د کور دپاسه ولید، هغوی په ځمکه باندې چې په تیږو باندې فرش شوې وه، سجده وکړه او د څښتن عبادت او د هغه شکر یې ادا کړ. هغوی دا دعا وکړه:
څښتن نېک دی
ده ابدي د هغه مینه
۴وروسته بیا پاچا او ټولو خلکو د څښتن حضور ته قربانۍ وړاندې کړې. ۵سلیمان پاچا دوه ویشت زره غویان او یوسلو شل زره پسونه او وزې قرباني کړې. نو په دې ډول پاچا او ټولو خلکو د خدای کور وقف کړ. ۶کاهنان په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې ودرېدل. همدارنګه لاویانو د موسیقۍ د هغو آلو په غږولو سره چې داود جوړې کړې وې، د څښتن ستاینه یې کوله او سندرې یې ویلې: «د هغه مینه تلپاتې ده،» لکه څنګه چې داود هغوی د دې وظیفې دپاره ټاکلي وو. هغوی ته مخامخ کاهنانو په داسې حال کې چې د اسراییلو ټول خلک ولاړ وو، سرني غږول.
۷سلیمان د حویلۍ منځنۍ برخه یعنې د څښتن کور ته مخامخ ځای سپېڅلی وګرځاوه، هغه ځکه دا کار وکړ چې د برنجو د قربانۍ ځای چې هغه جوړ کړی ؤ د دې ټولو نذرانو د ځایېدلو دپاره ډېر کوچنی ؤ. نو په سپېڅلي ځای کې ېې سوځېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې او د څارویو وازګې د سلامتۍ د نذرانو دپاره وړاندې کړې.
۸سلیمان او د اسراییلو قوم اووه ورځې اختر ولمانځه. په هغه کې په شمال کې د حمات د کنډو څخه نیولې په جنوب کې د مصر تر پولې ډېر خلک راغلي وو. ۹هغوی ټولې څوارلس ورځې لمانځلې وې، اووه ورځې د قربانۍ ځای د وقف کېدو دپاره او اووه نورې ورځې د اختر دپاره. بیا په پنځلسمه ورځ ټول خلک د وروستنۍ غونډې دپاره سره راټول شول. ۱۰د اوومې میاشتې په درویشتمه ورځ سلیمان خلک رخصت کړل. هغوی د هغو ښو کارونو له امله چې څښتن د داود، سلیمان او د خپل قوم اسراییلو دپاره یې کړي وو، په خوښۍ او خوشحاله زړونو خپلو کورونو ته لاړل.
سلیمان ته د څښتن بیا ښکاره کېدل
(لومړی پاچاهان ۹: ۱ - ۹)
۱۱کله چې سلیمان د څښتن کور او د شاهي ماڼۍ کار پای ته ورساوه او په بریالیتوب سره یې د هغو دپاره خپلې ټولې نقشې عملي کړې، ۱۲څښتن په شپه کې هغه ته ورښکاره شو. هغه سلیمان ته وویل: «ما ستا دعا قبوله کړه او دا کور مې د داسې ځای په توګه غوره کړ چې ماته په کې قربانۍ وړاندې شي.
۱۳کله چې زه باران ودروم یا ملخان ولېږم چې فصلونه وخوري یا په خپل قوم باندې وبا نازله کړم، ۱۴که چېرې زما قوم چې زما په نامه نومول شوی دی، ماته د عاجزۍ سر ټیټ کړي، دعا وکړي، ماته رجوع وکړي او ګناه کول بس کړي، بیا به زه د هغوی دعا په اسمان کې قبوله کړم. زه به هغوی وبخښم او یوځل بیا به د هغوی ځمکه حاصلخېزه کړم. ۱۵زه به سترګې په لار یم او د دې دپاره به تیار یم چې هغه ټولې دعاګانې قبولې کړم چې دلته کیږي، ۱۶ځکه چې ما دا کور غوره کړی دی او د داسې ځای په توګه مې سپېڅلی کړی دی چې تل ترتله زما عبادت په کې وشي. زه به په هغه باندې خپل نظر ساتم او تل به د هغه ساتنه کوم.
۱۷که چېرې ته د خپل پلار داود په شان په وفادارۍ سره زما خدمت وکړې او زما د قوانینو څخه اطاعت وکړې او هر هغه څه چې ما درته د هغه حکم کړی دی سرته ورسوې، ۱۸زه به هغه لوظ پوره کړم چې ستا د پلار داود سره مې کړی ؤ او ویلي مې وو چې د هغه اولاده به تل ترتله په اسراییلو باندې پاچاهي وکړي.
۱۹خو که چېرې تاسو یا د اسراییلو د قوم څخه یو څوک زما د هغو قوانینو او حکمونو څخه سرغړونه وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ، ۲۰نو زه به تاسو د هغې ځمکې څخه وباسم چې تاسو ته مې درکړې ده. همدارنګه به دا کور چې ما سپېڅلی کړی دی چې زما عبادت به په کې کیږي، پرېږدم او په هرځای کې به خلک په هغه باندې ملنډې ووهي او د هغه سپکاوی به وکړي. ۲۱اوس د دې کور ډېر درناوی کیږي. خو کله چې داسې وشي، هرڅوک چې د هغې په خوا کې تېریږي هغه به حیران شي او پوښتنه به کوي: څښتن ولې دې هېواد او دې کور سره داسې عمل کړی دی؟ ۲۲خلک به په ځواب کې وایي: دا ځکه چې هغوی خپل د نیکونو څښتن خدای چې هغوی یې د مصر څخه راویستلي وو، پرې ایښی دی. هغوی نور خدایان غوره کړي دي او د هغوی خدمت او عبادت کوي. له دې امله څښتن په هغوی باندې دا مصیبت راوستلی دی.»
دوېم تواريخ - ٧ باب
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-chronicles-7/