EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - شپږدېرشم فصل

د یهودا پاچا یهوآحاز

(دوهم پاچاهان ۲۳: ۳۰ - ۳۵)

۱د یهودا خلکو د یوشیا زوی یهوآحاز غوره کړ او هغه یې په اورشلیم کې پاچا کړ. ۲یهوآحاز درویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او درې میاشتې یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. ۳د مصر پاچا نیکو هغه د تخت څخه لېرې کړ او د یهودا خلک یې مجبور کړل چې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپین زر او څلوردېرش کیلوګرامه سره زر باج ورکړي. ۴نیکو د یهوآحاز ورور الیاقیم د یهودا او د اورشلیم پاچا کړ او د هغه نوم یې په یهویاقیم باندې بدل کړ. نیکو یهوآحاز مصر ته د اسیر په توګه یووړ.

د یهودا پاچا یهویاقیم

(دوهم پاچاهان ۲۳: ۳۶ – ۲۴: ۷)

۵یهویاقیم پنځه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یوولس کاله پاچاهي وکړه. هغه د خپل څښتن خدای په مقابل کې ګناه وکړه. ۶د بابل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې حمله وکړه، یهویاقیم یې ونیوه او په زنځیرونو یې تړلی بابل ته یووړ. ۷نبوکدنصر د څښتن د کور د خزانې یوه برخه یوړله او په خپلې ماڼۍ کې یې چې په بابل کې وه، کېښودله. ۸د یهویاقیم نور کارونه او د کرکې وړ عملونه د اسراییلو او د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. بیا د هغه زوی یهویاکین د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا یهویاکین

(دوهم پاچاهان ۲۴: ۸ - ۱۷)

۹یهویاکین اتلس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې درې میاشتې او لس ورځې پاچاهي وکړه. هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. ۱۰کله چې پسرلی راغی، نبوکدنصر پاچا یهویاکین بابل ته د بندي په توګه یووړ او د څښتن د کور خزانې یې هم یوړلې. بیا نبوکدنصر د یهویاکین تره صدقیا د یهودا او د اورشلیم پاچا کړ.

د یهودا پاچا صدقیا

(دوهم پاچاهان ۲۴: ۱۸ - ۲۰ او ارمیا ۵۲: ۱ - ۳)

۱۱صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. ۱۲هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د ارمیا نبي په وړاندې یې چې د څښتن خبرې یې کولې، عاجزي ونه ښودله.

د اورشلیم سقوط

(دوهم پاچاهان ۲۵: ۱ - ۲۱ او ارمیا ۵۲: ۳ - ۱۱)

۱۳نبوکدنصر پاچا صدقیا مجبور کړ چې د خدای په نوم قسم وخوري چې ده ته وفادار پاتې شي، خو صدقیا د هغه په وړاندې سرکښي وکړه. هغه ډېر سرزوری سړی ؤ، توبه یې نه ویستله او د اسراییلو څښتن خدای ته یې رجوع نه کوله. ۱۴برسېره پر دې د کاهنانو مشران او خلک د خپلو شاوخوا قومونو د لارې یعنې د بت پرستۍ په غوره کولو سره ډېر زیات بې وفا شول. په دې ډول هغوی هغه کور ناپاک کړ چې څښتن په خپله سپېڅلی ګرځولی ؤ. ۱۵څښتن د هغوی د نیکونو خدای د خپل قوم او کور سره خواخوږي درلوده، نو ځکه یې د خپلو نبیانو په وسیله په پرله پسې توګه پیغامونه ورلېږل، ۱۶خو هغوی د خدای په استازو باندې ملنډې وهلې، د هغه د خبرو سپکاوی یې وکړ او د هغه نبیانو پورې یې خندل تر هغې پورې چې د څښتن قهر په خپل قوم باندې دومره زیات شو چې د خلاصون بله لاره ورته پاتې نه وه.

۱۷نو څښتن د بابل پاچا ولېږه چې په هغوی باندې حمله وکړي. پاچا د یهودا ځوانان حتی د خدای په کور کې ووژل. د بابل پاچا په هېچا رحم ونه کړ، نه په ځوان، نه په پیغلې، نه په سپین ږیري، نه په روغ نه په ناروغ. خدای هغوی ټول هغه ته په لاس ورکړل. ۱۸د بابل پاچا د خدای کور، د خدای د کور خزانه او د پاچا او د هغه د درباریانو شتمني لوټ کړه او هرڅه یې بابل ته یووړل. ۱۹د بابل عسکرو د خدای کور او د ښار ټولې ماڼۍ د قیمتي شیانو سره وسوځولې او د ښار دېوال یې راوغورځاوه. ۲۰د بابل پاچا ټول ژوندي پاتې شوي خلک د اسیرانو په توګه بابل ته بوتلل، هلته هغوی د هغه او د هغه د زامنو سره د غلامانو په توګه خدمت کاوه، تر هغه وخته پورې چې د فارس پاچاهي رامنځته شوه. ۲۱نو څښتن چې د ارمیا په وسیله څنګه پېشګويي کړې وه هماغسې وشول: «اویا کاله به ځمکه خوشې او بې حاصله پرته وي، ترڅو هغه کلونه چې د اسراییلو خلکو په هغو کې د سبت قانون مات کړی ؤ، جبران شي.»

کوروش او د یهودیانو راستنېدل

(عزرا ۱: ۱ - ۴)

۲۲د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په اول کال هغه څه چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله ویلي وو، هغه یې تر سره کړل. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه دې په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې په لوړ اواز سره ولوستل شي:

  • ۲۳«د پارس پاچا کوروش داسې وایي: ‹د اسمانونو څښتن خدای ماته د نړۍ ټولې پاچاهۍ راکړې دي او زه یې ټاکلی یم چې د یهودا په اورشلیم کې د هغه دپاره د عبادت ځای جوړ کړم. اوس تاسو ټول چې د خدای د قوم څخه یئ، کولای شئ چې خپل وطن ته ستانه شئ. ستاسو څښتن خدای دې ستاسو سره مل وي.›»

دوېم تواريخ - ٣٦ باب

HISTORY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

يوسفزئ

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-chronicles-36/