EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - شپږم فصل

د لوظ صندوق اسراییلو ته بېرته استول کیږي

۱هغه وخت چې د څښتن د لوظ صندوق اووه میاشتې د فلسطین په سیمه کې ؤ، ۲خلکو کاهنان او فال کتونکي راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <د څښتن د لوظ د صندوق سره څه وکړو؟ څنګه یې خپل اصلي ځای ته بېرته واستوو؟>

۳هغوی ځواب ورکړ: <که تاسو د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق استوئ نو باید د هغه سره نذرانه هم واستوئ چې ستاسو د ګناه بدله ادا کړي. د لوظ صندوق باید بېرته بې له نذرانې ونه استول شي، په دې ډول به تاسو روغ شئ او تاسو ته به څرګنده شي چې ولې هغه تاسو ته سزا درکوله.>

۴خلکو پوښتنه وکړه: <څه قسم نذرانه هغه ته واستوو؟>

هغوی ځواب ورکړ: <د فلسطینیانو د پادشاهانو د شمېر په مطابق د پړسوب د مرض پنځه د سرو زرو نمونې او پنځه د سرو زرو موږکان، ځکه چې هماغه یو شان بلا تاسې ټول او ستاسو پادشاهان وهلي دي. ۵تاسو باید د پړسوب او د هغو موږکانو نمونې جوړې کړئ چې هېواد ورانوي او د اسراییلو خدای ته عزت ورکړئ. ښایي چې هغه تاسو، ستاسو خدایانو او ستاسو خاورې ته سزا ورکول بس کړي. ۶تاسو ولې د مصریانو او فرعون په شان خپل زړونه سخت کړي دي؟ دا مه هېروئ چې څنګه خدای هغوی مسخره کړل ترڅو چې هغوی اسراییلو ته اجازه ورکړه چې د مصر څخه لاړ شي. ۷اوس یوه نوې ګاډۍ تیاره کړئ او دوه غواګانې چې خوسکي یې زېږولي وي او هیڅکله د هغو په غاړو باندې جغ نه وي ایښودل شوی، په ګاډۍ پورې وتړئ او د هغوی خوسکي بېرته غوجل ته بوځئ. ۸د څښتن د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کې یې کېږدئ او هغه د سرو زرو شیان چې تاسې یې د خپلې ګناه په بدل کې هغه ته ورلېږئ په یوې صندوقچې کې د هغه په خوا کې کېږدئ، بیا یې ولېږئ چې په خپله لاړ شي. ۹نو بیا هغې ته وګورئ، که چېرې هغه خپلې سیمې ته یعنې د بیت شمس په لور لاړ، دا د دې معنیٰ لري چې دا د اسراییلو خدای دی چې په مونږ یې دغه لوی آفت راوستی دی، خو که چېرې لاړ نه شو نو بیا به پوه شو چې دا بلا هغه نه ده رالېږلې او دا یوازې یوه تصادفي پېښه وه.>

۱۰نو فلسطینیانو همداسې وکړل. دوه لنګې غواګانې یې واخیستلې، ګاډۍ پورې یې وتړلې او د هغو خوسکي یې په غوجل کې بند کړل. ۱۱هغوی د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د موږکانو او د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې وې په ګاډۍ کې کېښودلې. ۱۲نو غواګانې نېغې د بیت شمس په لورې لاړې. په ټوله لاره باندې یې رمباړې وهلې او چپ یا ښي خواته نه ګرځېدلې. د فلسطینیانو پادشاهان د بیت شمس تر پولې پورې په هغوی پسې لاړل.

۱۳د بیت شمس خلکو په دره کې خپل غنم لو کول او کله چې هغوی خپلې سترګې پورته کړې او د لوظ صندوق یې ولیده، په لیدلو سره یې خوشاله شول. ۱۴ګاډۍ د یو سړي پټي ته چې یوشع نومېده او په بیت شمس کې اوسېده راغله او هلته د یو لوی ګټ په خوا کې ودرېدله. خلکو د ګاډۍ لرګي مات کړل او غواګانې یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې. ۱۵لاویانو د څښتن د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د سرو زرو شیان وو راکوز کړل او په هغه لوی ګټ باندې یې کېښودل. په هغه ورځ د بیت شمس خلکو سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ څښتن ته وړاندې کړې. ۱۶د فلسطینیانو پنځو پادشاهانو دا ټول ولیدل او په هماغه ورځ عقرون ته ستانه شول.

۱۷فلسطینیانو هغه د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې چې د خپلو ګناهونو په بدل کې یې څښتن ته لېږلې وې یعنې د اشدود، غزه، اشقلون، جت او عقرون د هر ښار دپاره یې یوه، یوه نمونه ولېږله. ۱۸همدارنګه هغوی د سرو زرو موږکانو څخه یو، یو هر یو ښار دپاره ولېږه چې په هغو کې قلعه لرونکي او بې دېواله کلي شامل وو او پنځو فلسطیني پادشاهانو ورباندې حکمراني کوله. هغه لوی ګټ چې د څښتن د لوظ صندوق یې په هغې باندې کېښود تر نن ورځې پورې د بیت شمسي یوشع په پټي کې دی، دا د هغه شاهد دی چې هلته څه پېښ شوي وو.

۱۹څښتن د بیت شمس د خلکو څخه اویا سړي ووژل، ځکه چې هغوی د لوظ د صندوق دننه وکتل. خلکو ویر کاوه ځکه چې څښتن په هغوی کې ډېره لویه وژنه وکړه. ۲۰نو د بیت شمس خلکو پوښتنه وکړه: <څوک کولی شي چې د څښتن یعنې پاک خدای په حضور کې ودریږي؟ صندوق چېرته ولېږو چې زمونږ څخه لېرې شي؟> ۲۱نو دوی د قریه یعاریم د ښار خلکو ته استازي واستول ویې ویل: <فلسطینیانو د څښتن د لوظ صندوق بېرته رالېږلی دی، راشئ او تاسې یې خپل ځای ته یوسئ.>

1 Samuel 6

HISTORY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

يوسفزئ

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/1-samuel-6/