ختیځ افغانستان
EA Icon - General Epistles
خط

اول پترس - پنځم فصل

د کلیسا مشرانو ته مشوره

۱زه د کلیسا د یو مشر په توګه چې د مسیح د کړاوونو شاهد وم او په هغه جلال کې چې زر به ښکاره شي شریک یم. نو زه ستاسو مشرانو څخه غوښتنه کوم، ۲چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې باندې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه پام کوئ لکه څنګه چې خدای یې درڅخه غواړي. خپل کار وکړئ، یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکې په شوق سره. ۳کوم خلک چې تاسو ته سپارل شوي دي په هغوی باندې باداري مه کوئ، بلکې د هغې رمې دپاره یو مثال اوسئ. ۴کله چې مشر شپون راښکاره شي، نو تاسو ته به د جلال څخه ډک تاج درکړل شي چې هېڅکله له منځه نه ځي. ۵همدارنګه ای ځوانانو! د خپلو مشرانو تابع اوسئ. او تاسو ټول د عاجزۍ پټۍ تر ملا وتړئ او د یو بل خدمت کوئ، ځکه چې د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو خلکو په خلاف دی او په عاجزانو باندې فضل کوي.»

۶خپل ځانونه د خدای د قدرت په وړاندې عاجزان کړئ، ترڅو تاسو په یو مناسب وخت کې سرلوړي کړي، ۷او خپلې ټولې اندېښنې هغه ته پرېږدئ، ځکه چې هغه په تاسو باندې پام کوي.

۸هوښیار او ویښ اوسئ، ځکه چې ستاسو دښمن شیطان د غړمبېدونکي زمري په شان ګرځي او راګرځي او په دې لټه کې دی چې څوک ژوندی تېر کړي. ۹نو په ټینګ ایمان سره د شیطان په وړاندې کلک ودرېږئ، ځکه چې تاسو پوهېږئ چې ستاسو ایمانداران ورونه په ټوله نړۍ کې همدا ډول کړاوونه زغمي. ۱۰خو خدای چې د فضل او برکت نه ډک دی، مونږ یې د عیسی مسیح په نوم خپل تلپاتې جلال ته رابللي یو. کله چې تاسو د لږ وخت دپاره تکلیفونه ولیدل، نو هغه به تاسو بېرته جوړ، ټینګ او قوي کړي. ۱۱د هغه قدرت دې تل ترتله وي. امین.

وروستني سلامونه

۱۲ما دا لیک د سیلاس په مرسته چې زه یې وفادار ورور ګڼم، په لنډ ډول ولیکه، ترڅو تاسو وهڅوم او شاهدي درکړم چې همدا د خدای رښتینی فضل دی. په هغه باندې ټینګ ودرېږئ.

۱۳هغه کلیسا چې په بابل کې ده او ستاسو په شان غوره شوې ده، تاسو ته سلام وایي او همدارنګه زما زوی مرقوس هم تاسو ته سلام وایي. ۱۴یو بل په پاکه مینه ښکل کړئ او ټولو ته سلامونه ووایئ. سلامتي دې وي په تاسو ټولو باندې چې د مسیح یئ.