د سلیمان ښځې
۱سلیمان د ډېرو بهرنیو ښځو سره مینه لرله. د فرعون د لور څخه پرته هغه د حیتي، موآب، عمون، ادوم او صیدون د ښځو سره هم ودونه وکړل. ۲څښتن امر کړی ؤ چې اسراییلیان دې د دې قومونو سره ودونه نه کوي، ځکه چې هغوی به د اسراییلیانو زړونه د خپلو خدایانو په لور راواړوي. خو بیاهم سلیمان د هغوی په مینه کې ډوب شو او د هغوی سره یې ودونه وکړل. ۳سلیمان د اووه سوه شاهزادګیو سره ودونه وکړل او همدارنګه هغه درې سوه وینځې لرلې. هغه خپلو ښځو بې لارې کړ. ۴کله چې سلیمان زوړ شو د هغه ښځو هغه د پردیو خدایانو عبادت ته واړاوه. هغه خپل څښتن خدای ته وفادار نه ؤ لکه څنګه چې د هغه پلار داود وفادار ؤ. ۵هغه د صیدون د بت عشتاروت او د عمون د کرکې وړ بت مولک عبادت وکړ. ۶نو سلیمان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د څښتن څخه په بشپړه توګه پیروي ونه کړه لکه څنګه چې د هغه پلار داود کړې وه.
۷سلیمان په هغه غره باندې چې د اورشلیم په ختیځ کې ؤ، د موآب د کرکې وړ بت کموش دپاره او د عمونیانو د کرکې وړ بت مولک دپاره د عبادت ځای جوړ کړ. ۸همدارنګه سلیمان هغه عبادت ځایونه هم جوړ کړل چې هلته به د هغه ټولو بهرنیو ښځو خوشبویي سوزولې او خپلو خدایانو ته به یې قربانۍ وړاندې کولې.
۹-۱۰که څه هم څښتن د اسراییلو خدای دوه ځلې سلیمان ته ورښکاره شوی ؤ او هغه ته یې حکم کړی ؤ چې د پردیو خدایانو عبادت دې نه کوي، خو بیاهم سلیمان د څښتن اطاعت ونه کړ او د هغه څخه یې پیروي ونه کړه. نو څښتن سلیمان ته په قهر شو ۱۱او ورته یې وویل: <څرنګه چې تا قصداً هغه لوظ چې دې زما سره کړی ؤ مات کړ او زما قوانین او حکمونه دې عملي نه کړل، په دې خاطر په رښتیا سره ستا څخه پادشاهي اخلم او ستا یو نوکر ته به یې ورکړم. ۱۲خو بیا به هم زه دا کار ستا د پلار داود په خاطر ستا په ژوندانه کې ونه کړم، بلکه ستا د زوی د پادشاهۍ په وخت کې به یې وکړم. ۱۳خو زه به ټوله پادشاهي د هغه څخه وانخلم، بلکه هغه ته به یوه قبیله زما د خدمتګار داود په خاطر او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې غوره کړی دی ورکړم.>
د سلیمان دښمنان
۱۴نو څښتن د سلیمان په ضد یو دښمن راپورته کړ، یعنې ادومي حداد چې د ادوم د شاهي کورنۍ څخه ؤ. ۱۵-۱۶ډېر پخوا، کله چې داود د ادوم سره جګړه کوله، د هغه د لښکرو قوماندان یوآب د مړو د ښخولو دپاره هغه ځای ته لاړ. هغه د خپلو نفرو سره شپږ میاشتې په ادوم کې پاتې شو او په هغه وخت کې هغوی د ادوم ټول نارینه ووژل، ۱۷پرته له حداد او د هغه د پلار د ځینو ادومي خدمتګارانو څخه، چې مصر ته وتښتېدل. (په هغه وخت کې حداد هلک ؤ.) ۱۸هغوی د مدیان څخه روان شول او فاران ته لاړل. د فاران څخه یې د ځان سره نفر واخیستل او په مصر کې فرعون پادشاه ته ورغلل. هغه حداد ته کور او ځمکه ورکړه او خواړه یې ورته تیارول.
۱۹فرعون د حداد څخه دومره خوشاله ؤ چې هغه ورته د خپلې ښځې خور یعنې د ملکې تحفنیس خور ورکړه. ۲۰هغې حداد ته زوی وزېږاوه چې ګنوبت نومېده او تحفنیس په شاهي ماڼۍ کې د هغه روزنه کوله. ګنوبت هلته د فرعون د زامنو سره اوسېده.
۲۱کله چې په مصر کې حداد ته خبر ورسېد چې داود او د هغه د لښکرو قوماندان یوآب مړه شوي دي، نو حداد فرعون ته وویل: <اجازه راکړئ چې بېرته خپل وطن ته لاړ شم.>
۲۲فرعون پوښتنه وکړه: <څه شی دې کم دي چې ته غواړې بېرته خپل وطن ته لاړ شې؟>
حداد ځواب ورکړ: <هیڅ. مګر ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم!>
۲۳خدای د سلیمان په مقابل کې یو بل دښمن هم، یعنې رزون د الیداع زوی راپورته کړ چې هغه د خپل بادار، هدد عزر څخه چې د صوبې پادشاه ؤ، تښتېدلی ؤ. ۲۴هغه خپل شاوخوا ته یو څو نفره راټول کړل او د یاغیانو د ډلې مشر شو. دا په هغه وخت کې وشو چې داود د صوبې ځواکونه له منځه یوړل. یاغیان دمشق ته لاړل، هلته هغوی ځای په ځای شول او د هغه ځای کنترول یې په لاس کې ونیوه. ۲۵برسېره پر هغې نارامۍ چې د حداد له خوا راپیدا کېدله، رزون هم د سلیمان د ژوند تر پایه د اسراییلو دښمن ؤ. رزون په سوریې باندې پادشاهي کوله او د اسراییلو څخه یې کرکه کوله.
د یروبعام یاغیتوب
۲۶همدارنګه د نباط زوی یروبعام هم د پادشاه په مقابل کې یاغي شو. هغه د افرایم د صریده او د سلیمان د مامورانو څخه ؤ. د هغه مور صروعه نومېدله او کونډه وه. ۲۷دا هغه قصه ده چې څنګه هغه د پادشاه په مقابل کې یاغي شو.
سلیمان د خپل پلار داود د ښار د دېوال سوری جوړاوه او د ختیځې خوا ځمکه یې ډکوله. ۲۸یروبعام یو تکړه ځوان ؤ او کله چې سلیمان متوجه شو چې هغه څومره سخت کار کوي، نو هغه یې د منسي او افرایم د قبیلو د ټولو مزدورانو مسئول وټاکه.
۲۹یوه ورځ چې یروبعام د اورشلیم څخه بیرون روان ؤ، اخیا نبي چې د شیلوه څخه ؤ او نوې چپنه یې اغوستې وه په لاره کې د هغه سره مخامخ شو. هغوی دواړه په سارا کې یوازې وو.
۳۰اخیا خپله نوې چپنه وویستله، هغه یې وشکوله او دولس ټوټې یې کړه. ۳۱بیا یې یروبعام ته وویل: <لس ټوټې خپل ځان ته واخله، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای درته وایي: ګوره، په دې نژدې وخت کې به زه د سلیمان څخه پادشاهي واخلم او لس قبیلې به تاته درکړم. ۳۲مګر د خپل خدمتګار داود او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه غوره کړی دی، سلیمان ته به یوه قبیله پرېږدم. ۳۳زه ځکه دا کار کوم چې سلیمان او د اسراییلو خلکو زه پرېښودم او د پردیو خدایانو، یعنې د صیدونیانو د بت عشتاروت، د موآبیانو د بت کموش او د عمونیانو د بت مولک عبادت کوي. هغوی زما د امر سرغړونه کړې ده، هغوی ګناه کړې ده او زما د قوانینو او حکمونو څخه یې پیروي نه ده کړې لکه څنګه چې د سلیمان پلار داود کوله.
۳۴مګر زه به د سلیمان څخه ټوله پادشاهي وانخلم. د خپل خدمتګار داود په خاطر چې ما غوره کړی ؤ او زما حکمونه او قوانین یې عملي کړي وو هغه به پرېږدم چې د خپل مرګ تر وخته پورې پادشاه وي. ۳۵د سلیمان د زوی څخه به پادشاهي واخلم او تاته به لس قبیلې درکړم. ۳۶خو زه به یوه قبیله د هغه زوی ته پرېږدم، ترڅو زما د خدمتګار داود څراغ په اورشلیم کې، په هغه ښار کې چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی تل روښانه پاتې شي. ۳۷ای یروبعامه! زه به تا د اسراییلو پادشاه کړم او په هغې ټولې سیمې باندې به پادشاهي وکړې چې ته یې غواړې. ۳۸که چېرې په کامل ډول زما اطاعت وکړې، زما د قوانینو په مطابق ژوند وکړې، زما حکم سرته ورسوې او هغه کار وکړې چې زما په نظر ښه دی لکه څنګه چې زما خدمتګار داود کول، نو زه به تل ستا سره یم. زه به تا د اسراییلو پادشاه کړم او په یقین سره به داسې وکړم لکه څنګه چې ما د داود دپاره وکړل، چې ستا اولاده به ستا څخه وروسته پادشاهي کوي. ۳۹زه به د سلیمان د ګناه له کبله د داود اولادې ته سزا ورکړم، مګر تر ابده پورې نه.>
۴۰په دې خاطر سلیمان هڅه وکړه چې یروبعام ووژني، مګر یروبعام د مصر پادشاه شیشق ته وتښتېد او د سلیمان تر مړینې پورې هلته پاتې شو.
د سلیمان مړینه
(دوهم تواریخ ۹: ۲۹ - ۳۱)
۴۱د سلیمان د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې، دا چې هغه څه کړي دي او هغه حکمت چې هغه ښودلی ؤ، د سلیمان د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۴۲سلیمان څلوېښت کاله په اورشلیم کې په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي وکړه. ۴۳نو وروسته هغه مړ شو او د خپل پلار داود په ښار کې ښخ شو. د سلیمان په ځای د هغه زوی رحبعام پادشاه شو.
اول بادشاهان - ١١ باب
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/1-kings-11/