EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول قرنتیان - شپږم فصل

د مسیحیانو په خلاف دعوې

۱کله چې په تاسو کې کوم یو د بل نه شکایت لري، هغه څنګه جرات کوي چې د دې په ځای چې د موضوع د حل دپاره د خدای خلکو ته ورشي، د هغو خلکو محکمې ته ورځي چې خدای نه پېژني؟ ۲ایا تاسو نه پوهېږئ چې د خدای خلک به د دنیا قضاوت کوي؟ نو تاسو چې د دنیا قضاوت کوئ، ایا نه شئ کولای چې د کوچنیو قضیو په هکله قضاوت وکړئ؟ ۳ایا تاسو نه پوهېږئ چې مونږ به د فرښتو قضاوت کوو؟ نو بیا بې له شکه تاسو کولای شئ چې د دې دنیا عادي شخړې حل کړئ. ۴که چېرې تاسو داسې قضیې لرئ، نو هغه ولې هغو خلکو ته وروړئ چې په کلیسا کې ورته څوک په درنه سترګه نه ګوري؟ ۵زه اوس تاسو نه دا پوښتنه کوم چې تاسو وشرمېږئ. ایا په تاسو کې دومره یو هوښیار کس نشته چې د ایماندارانو ترمنځ شخړې حل کړي؟ ۶خو د دې په ځای یو ایماندار بل ایماندار محکمې ته بیایي او دا کار د بې ایمانه خلکو په مخکې کوي.

۷په حقیقت کې په یو بل باندې دعوه کول بلکل ستاسو د ناکامۍ په معنی ده. نو د دې په ځای به دا ښه وي چې ځانونه مظلومان کړئ او دا باید ومنئ چې غولول شوي یئ. ۸خو تاسو خپله یو د بل سره بدي او ټګي کوئ، حتی د خپلو ایماندارانو خویندو او ورونو سره هم. ۹ایا تاسو نه پوهېږئ چې بدکاران به د خدای د پاچاهۍ وارثان نه شي؟ ونه غولېږئ! نه به په جنسي لحاظ بد اخلاقه، نه بت پرستان، نه زناکاران، نه لواطت کاران، ۱۰نه غله، نه حریصان، نه شرابیان، نه هغه خلک چې نورو ته ښکنځلې کوي او نه به چلبازان د خدای د پاچاهۍ وارثان شي. ۱۱په تاسو کې هم ځینې یې داسې وو. خو تاسې د څښتن عیسی مسیح په نوم او زمونږ د خدای د روح په وسیله ووینځل شوئ، پاک او سپېڅلي شوئ او عادل وګڼل شوئ.

د جنسي بد اخلاقۍ نه ځان وساتئ

۱۲کېدای شي خلک ووایي: «زما دپاره هرڅه روا دي،» دا رښتیا دي، خو ټول شیان تاسو ته ګټور نه دي. «زما دپاره هرڅه روا دي،» خو زه نه پرېږدم چې کوم شی به زما نه غلام جوړ کړي. ۱۳همدارنګه تاسو وایئ: «خوراک د خېټې دپاره دی او خېټه د خوراک دپاره،» خو خدای به دواړه له منځه یوسي. بدن د جنسي بد اخلاقۍ دپاره نه دی، بلکې د څښتن د خدمت دپاره جوړ شوی دی او څښتن د هغه ساتونکی دی. ۱۴لکه څنګه چې خدای څښتن عیسی مسیح د مرګ نه بیا راژوندی کړ، نو مونږ به هم په خپل قدرت سره بیا راژوندي کړي. ۱۵ایا په دې نه پوهېږئ چې تاسو د مسیح د بدن غړي یئ؟ ایا دا سمه ده چې زه د مسیح د بدن یو غړی واخلم او هغه د یوې بدلمنې ښځې د بدن غړی کړم؟ هېڅکله نه! ۱۶ایا تاسو نه پوهېږئ چې که څوک د بدلمنې ښځې سره یوځای شي، نو د هغې سره یو بدن کیږي؟ ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

دواړه به یو بدن شي.

۱۷خو څوک چې د څښتن سره یوځای شي، نو په روحاني توګه به د هغه سره یو شي.

۱۸د جنسي بد اخلاقۍ نه وتښتئ. انسان چې هره بله ګناه کوي، هغه د بدن نه دباندې ده، خو څوک چې جنسي بد اخلاقي لري، نو هغه د خپل بدن په وړاندې ګناه کوي. ۱۹ایا تاسو نه پوهېږئ چې ستاسو بدن د روح القدس کور دی چې په تاسو کې اوسیږي او هغه د خدای له خوا تاسو ته درکړل شوی دی؟ نو تاسو د خپل بدن خاوندان نه یئ، ۲۰ځکه چې تاسو په بیه اخیستل شوي یئ. نو د خپل بدن څخه د خدای د جلال دپاره کار واخلئ.