د بزګر مثال
(مرقوس ۴: ۱ - ۹ او لوقا ۸: ۴ - ۸)
۱په هماغه ورځ عیسی د کور څخه ووت او د بحیرې غاړې ته لاړ او هلته کښېناست. ۲دومره ډېر خلک ورته راټول شول چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او کښېناست او ټول خلک ورته د بحیرې په غاړه ولاړ وو. ۳هغوی ته یې په مثالونو کې ډېر شیان وویل. هغه وویل: «یو بزګر د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ. ۴کله چې هغه په خپل پټي کې تخم شینده، نو یو څه تخم ترې په لاره کې ولوېد او مرغان راغلل او هغه یې وخوړ. ۵څه تخم په داسې ځمکه ولوېده چې تیږې یې لرلې، نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه. ۶خو کله چې لمر راوخوت نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې. ۷څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي لوی شول او بوټي یې لاندې کړل. ۸خو نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او حاصل یې ورکړ، ځینو بوټو سل چنده، ځینو شپېته چنده او ځینو دېرش چنده حاصل ورکړ. ۹که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»
د مثال مقصد
(مرقوس ۴: ۱۰ - ۱۲ او لوقا ۸: ۹، ۱۰)
۱۰بیا شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «د هغوی سره ولې په مثالونو کې خبرې کوې؟» ۱۱عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ته د اسماني پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو هغوی ته نه ده ورکړل شوې. ۱۲ځکه د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نور هم پرېمانه شي. خو د چا سره چې څه نه وي، نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي. ۱۳نو په دې خاطر د هغوی سره په مثالونو کې خبرې کوم، ځکه چې هغوی ګوري خو نه یې ویني، هغوی غوږ نیسي خو نه یې اوري او نه پوهیږي. ۱۴نو د اشعیا پیغمبر پېشګويي د هغوی په هکله پوره کیږي چې وایي:
تاسو به یې بیا بیا اورئ خو پوه به نه شئ، تاسو به ګورئ خو څه به نه وینئ، ۱۵ځکه چې د دې خلکو زړونه سخت شوي دي او په غوږو درانه دي. سترګې یې پټې شوې دي، که نه، نو سترګو به یې لیدل، غوږونو به یې اورېدل، په زړونو کې به پوهېدل او ماته به بېرته راګرځېدلي وای او ما به شفا ورکړې وای.
۱۶خو ستاسو سترګې بختورې دي، ځکه چې ویني او غوږونه مو بختور دي ځکه چې اوري. ۱۷په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ډېرو پیغمبرانو او نېکو خلکو دا ارمان درلود چې هغه څه وویني چې تاسو یې وینئ، خو ویې نه لیدل او هغه څه واوري چې تاسو یې اورئ، خو هغوی وانه ورېدل.
د بزګر مثال
(مرقوس ۴: ۱۳ - ۲۰ او لوقا ۸: ۱۱ - ۱۵)
۱۸نو بیا د بزګر د مثال معنی واورئ: ۱۹کله چې څوک د خدای د پاچاهۍ په هکله پیغام واوري، خو ورباندې پوه نه شي نو هغه د داسې تخم په شان دی چې په لاره کې ولویږي. شیطان راشي او څه چې د هغوی په زړونو کې کرل شوي وي هغه وتښتوي. ۲۰په تیږه لرونکې ځمکه کې کرل شوی تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام واوري او سمدلاسه یې په خوشحالۍ سره قبول کړي. ۲۱خو څرنګه چې په هغوی کې یې ریښې نه وي نیولې، نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو بیا کله چې د پیغام له امله ورباندې سختي راشي یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي. ۲۲په اغزو کې لوېدلي تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري، خو د ژوند اندېښنې او د شتمنۍ سره مینه د پیغام مخه نیسي او حاصل نه ورکوي. ۲۳خو کوم تخم چې په ښه خاوره کې کرل شوی وي هغه د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري او ورباندې پوهیږي او هغه سل چنده او شپېته چنده او دېرش چنده حاصل هم ورکوي.»
د جودرو مثال
۲۴عیسی هغوی ته یو بل مثال راوړ: «اسماني پاچاهي د هغه سړي سره پرتله شوې ده چې په خپل پټي کې یې ښه تخم وکرلو، ۲۵خو یوه شپه کله چې ټول ویده وو، نو دښمن یې راغی او د غنمو په منځ کې ورته جودر وشیندل او لاړ. ۲۶کله چې غنم شنه شول او وږي یې ونیول، نو جودر هم په کې راښکاره شول. ۲۷نو د هغه زمیندار نوکران خپل بادار ته راغلل او ورته ویې ویل: ‹ای باداره، ایا تا په خپل پټي کې ښه تخم نه ؤ کرلی؟ نو بیا دا جودر په کې له کومه شول؟› ۲۸هغه ورته په ځواب کې وویل چې دا د دښمن کار دی. نوکرانو ورته وویل: ‹ایا مونږ لاړ شو او هغه جودر وباسو؟› ۲۹خو هغه ورته ځواب ورکړ چې نه، هسې نه چې د جودرو د ویستلو سره غنم هم ورسره وباسئ. ۳۰پرېږده چې دواړه یوځای لوی شي، نو د لو په وخت کې به لوګرو ته ووایم چې لومړی جودر راټول کړي او د سوځولو دپاره یې ګېډۍ کړي او بیا غنم راټول کړي او زما ګودام ته یې راوړي.»
د شړشمو د تخم مثال
(مرقوس ۴: ۳۰ - ۳۲ او لوقا ۱۳: ۱۸ - ۱۹)
۳۱عیسی هغوی ته یو بل مثال هم راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړی هغه واخلي او په خپل پټي کې یې وکري. ۳۲که څه هم دا تخم د نورو ټولو تخمونو څخه ډېر وړوکی دی، خو کله چې وده وکړي، نو د باغ د ټولو بوټو څخه لوی شي او ونه ترې جوړه شي، نو مرغان راشي او په څانګو کې یې ځالې جوړې کړي.»
د خمیرې مثال
(لوقا ۱۳: ۲۰ - ۲۱)
۳۳عیسی هغوی ته بل مثال راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي، ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
عیسی د مثالونو څخه کار اخلي
(لوقا ۱۳: ۲۰ - ۲۱)
۳۴عیسی دا ټول شیان خلکو ته په مثالونو کې بیانول او یوه خبره یې بې مثالونو نه کوله ۳۵ترڅو د پیغمبر هغه پېشګويي رښتیا شي چې ویلي یې وو:
زه به په مثالونو کې خبرې وکړم او هغه شیان به بیان کړم چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې پټ ساتل شوي دي.
د جودرو د مثال روښانه کول
۳۶بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله هم کور ته لاړ. شاګردان یې راغلل او ورته ویې ویل: «مونږ ته د غنمو په پټي کې د جودرو د مثال معنی بیان کړه.» ۳۷هغه ځواب ورکړ: «هغه څوک چې ښه تخم کري، هغه د انسان زوی دی. ۳۸پټی دا نړۍ ده، د ښه تخم معنی د اسماني پاچاهۍ خلک دي او جودر د شیطان پیروان دي، ۳۹او هغه دښمن چې جودر یې کرلي دي هغه شیطان دی، د حاصل د راټولولو وخت اخره زمانه ده او لوګرې فرښتې دي. ۴۰لکه څنګه چې جودر راټولیږي او په اور کې سوځول کیږي، نو په اخره زمانه کې به همداسې وشي. ۴۱د انسان زوی به خپلې فرښتې راولېږي او د هغه د پاچاهۍ نه به هغه ټول خلک چې د خلکو د ګناه سبب کیږي راټول کړي او همدارنګه هغه ټول خلک چې بدکاره دي ۴۲او هغوی به په سور تنور کې واچوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي. ۴۳بیا به نېک خلک د خپل پلار په پاچاهۍ کې لکه د لمر په شان ځلیږي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.
د پټې خزانې مثال
۴۴اسماني پاچاهي د هغې خزانې په شان ده چې په پټي کې پټه شوې وي او یو سړی هغه پیدا کړي او بېرته یې ښخه کړي او د خوشحالۍ نه ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او بېرته راځي او هغه پټی اخلي.
د مرغلرو مثال
۴۵په همدې ډول اسماني پاچاهي د هغه سوداګر په شان ده چې د قیمتي مرغلرو پسې ګرځي، ۴۶چې کله یې ډېرې ارزښتناکې مرغلرې پیدا کړې، نو ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او هغه مرغلرې اخلي.
د جال مثال
۴۷همدارنګه اسماني پاچاهي د هغه جال په شان ده چې ماهيګیران هغه په بحیرې کې واچوي او ډول ډول ماهیان ونیسي. ۴۸کله چې جال د ماهیانو څخه ډک شو، نو غاړې ته یې راووېست او بیا ورته کښېناستل او په دوه برخو یې ووېشل، ښه ماهیان یې په ټوکریو کې واچول او خراب یې ایسته وغورځول. ۴۹په اخره زمانه کې به همداسې وي. فرښتې به راشي او بدکاران به له نېکو خلکو څخه بېل کړي، ۵۰او هغوی به سور تنور ته وروغورځوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»
د نویو او زړو شیانو په هکله تعلیم
۵۱عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ټولو شیانو پوهېږئ؟» هغوی وویل: «هو.» ۵۲عیسی هغوی ته وویل: «د شریعت هر ښوونکی چې د اسمان په پاچاهۍ کې شاګرد شي، نو هغه د هغه کور د خاوند په شان دی چې د خپل ګودام څخه نوي او زاړه شیان راوباسي.»
د ناصرې خلک عیسی نه مني
(مرقوس ۶: ۱ - ۶ او لوقا ۴: ۱۶ - ۳۰)
۵۳کله چې عیسی دا مثالونه پای ته ورسول، نو د هغه ځای څخه روان شو ۵۴او خپل وطن ته راغی او هلته په کنیسه کې یې خلکو ته داسې تعلیم ورکاوه چې ټول حیران شول او یو بل ته یې سره وویل: «دې سړي دا حکمت او د دې معجزو د ښودلو قدرت له کوم ځایه پیدا کړی دی؟ ۵۵ایا هغه د نجار زوی نه دی؟ ایا د مور نوم یې مریم نه دی؟ ایا یعقوب، یوسف، شمعون او یهودا د هغه ورونه نه دي؟ ۵۶ایا د هغه ټولې خویندې دلته زمونږ سره نه اوسیږي؟ نو بیا دا ټولې خبرې هغه له کوم ځای نه زده کړي دي؟» ۵۷نو هغوی عیسی قبول نه کړ. خو عیسی هغوی ته وویل: «د یو پیغمبر په هرځای کې درناوی کیږي، خو په خپل وطن او خپله کورنۍ کې نه کیږي.» ۵۸عیسی د هغوی د بې ایمانۍ له امله په هغه ځای کې ډېرې معجزې ونه ښودلې.
متى - ١٣ فصل
GOSPEL
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/matthew-13/