څوارلاسام ساباق

 

ورائي او دې يغ ليارتلينکي

۱بيا مې وکاتل او ومې ليدل چې دې صهيون په غره بندې ورائي ويلوړ و او يو لاک څالور څالويشت زره کاسون ورسره وي چې په تنديون بندې يې دې يغ نوم او دې يغ دې پلور نوم ليکل شوائي وي. ۲مو دې اسمون نه يو اووز ورويده چې دې تيزې يبې دې غريدې او دې تندر دې چګ اووز په رانګ و. کيم اووز چې مو ورويده اغا داسې و لکه ربوب ژغاوينکي چې خپل ربوب ژغاوي. ۳اغا دې تخت او دې څالورې اسموني ژواندي سوريې او مشرونې په مخکې يوه نويې سندره وويله. ايچا دا سندره زده کاولئ نه شوه، بې دې يغې يو لاک او څالور څالويشت زره کاسونې نه چې دې ټولې دنيو نه په څټ په بيه وخاستل شوي وي. ۴دا اغا کاسون دي چې ځونينه يې دې جنسي تعلقاتې نه لرې سوتلي دي. ار چيرته چې ورائي څي نو اغا پسې راون وي. اغا دې خدائ او وري دې پوره دې انسانونې دې ميانځ نه دې اواليني فاصل په رانګ په بيه وخاستل شوي دي. ۵اغا ايڅ درويغ نه يائي او بې عيبه دي.

 

دې درې فرشتې پيغامينه

۶بيا مو بله فرشته وليدله چې په اسمون کې ګرځيده، اغي دې منځکې په مخ پنډيدينکي، ار ملت، ارې قبيلې، ارې ژبې او ار قوم ته تل پوتې زرائي ويرکاوه. ۷يغې په چګ اووز سيرې والې، ”دې خدائ نه وډاريژئي او اغا ته جلال ويرکئ، دې ځکه چې اغا وخت روراسيدلئ دائي چې اغا و پئصاله کو. دې يغ عبادت وکئ چې اسمون، منځکه، سمندر او دې يبې چنې يې پئيدو کړيې دي.“

۸په اغا نه دې ورستې دومه فرشته روغله او سيرې يې والې، ”روولويده، اغا ستر بابل روولويده، دې ځکه چې ټول قومينه لکه دې يغې دې زناکورئ دې شهوت دې نشې تر اثر لوندې وي.“

۹بيا په اغا پسې درمه فرشته روغله او په چګ اووز يې سيرې والې، ”څوک چې اغي ځناور او دې يغ بت ته عبادت کو او مني چې دې يغ ناخشه په خپل تندي ليا لوس بندې ولري، ۱۰اغا و دې خدائ دې قهر او دې غضب شاروپ وتشي، اغا ټينګ شاروپ چې يغ دې خپل قهر په پيوله کې اچاولي دي. اغا و دې سپيڅليې فرشتې او وري په حضور کې په يور او دې ګيګړ په لمبې کې غذاب وويني. ۱۱دې يغې دې غذاب ليګائي و دې ار وخت دې پوره چګيژي او ار اغا څوک چې اغا ځناور او دې يغ بت ته عبادت کو او ليا دې يغ دې نوم ناخشه په لګيدليې وي، نو اغا و نه دې شپې او نه دې وريځې ارام ولري.“

۱۲دا په دا معنی دو چې دې خدائ دې سپيڅليې خالکې دې پوره صابر او زغم په کور دائي چې دې يغ حکمينه ومني او عيسیٰ ته وفادور پوتې شي.

۱۳بيا مو دې اسمون نه يو اووز ورويده چې ويل يې، ”دا وليکه، بختاور دي اغا خالک چې دې ويس نه په تيشتن بندې په ايمون کې مړه کيژي!“روح القدس يائي، ”اې، اغا و دې خپلې زخمتينې نه په ارام وي، دې ځکه چې دې يغې نيک عمالينه و ورسره وي.“

 

دې منځکې دې فاصل لو کړل

۱۴بيا مو وکاتل او ومې ليدل چې يوه سپينه وريځ روجاواته شوه او په اغا بندې يو څوک نوست و چې دې انسان په رانګ و. دې يغ په سار بندې دې سرې زارې تاج و او په لوس کې يې تيره لور و. ۱۵بيا يوه بله فرشته دې خدائ دې کير نه رو واتله او اغا کاس ته يې چې په وريځې بندې نوست و، په چګ اووز ژاغ وکه، ”خپل لور دې رووخله او وريبه، دې ځکه چې دې لو وخت روراسيدلئ دائي او دې منځکې فاصل پوخ او تايور دائي.“ ۱۶نو اغا کاس چې په وريځې بندې نوست و خپل لور يې منځکه ته وچوه او فاصل وريبل شه ۱۷بيا يوه بله فرشته دې خدائ دې کير نه چې په اسمون کې و، رو واتله او دې يغې په لوس کې هه يو تيره لور و. ۱۸بيا يوه بله فرشته دې قربانئ دې ځوئي نه رو واتله، اغي دې قربانئ دې ځوئي دې يور ذمه دوري لارله او اغا فرشتې ته يې چې تيره لور ورسره و، په چګ اووز سيرې کړې او ويې ويل، ”دې خپل لور نه کور وخله او دې دنيو دې بيټيې نه دې انګير جانګيري روټول که، دې ځکه چې انګير يې پوخ دائي.“ ۱۹نو يغې فرشتې خپل لور وير وچو او دې دغې دنيو دې بيټيې انګير يې روټول که او اغا يې دې خدائ دې قهر او غضب دې شاربات ياستلې په ستر باټل کې وچاول. ۲۰انګير يې دې يروشلم دې شار نه دې ورچانې دې شاربات ياستلې په باټل کې تر پشې لوندې ونشتيزل او دې باټل نه دې وينې سيلاب شيري شه او دا ويني لکه دې وس دې ولينې په بروبار چګې وې او دې درې سوه کيلوميټره په اندازه لرې لوړې.

Sorry, no results.
Please try another keyword