دولاسام ساباق

 

شځه او اژدها

۱نو په اسمون کې يوه ستره ناخشه جاواته شوه. وولته يوه شځه وه چې لمر يې لکه دې جومې په رانګ وغستائي و، شپيژمئ يې په پشې لوندې وه او په سار بندې يې دې دولاسې ستوريې تاج و. ۲اغا اميدوره وه او دې ننګولي دې داړد دې اماله يې سيرې والې او په تکليف وه. ۳بيا په اسمون کې يوه بله ناخشه جاواته شوه. وولته يو غوټه سره اژدها وه چې اووه سرينه او لاس شکرينه يې لارل او په ار سار بندې يې تاج و. ۴يغ په خپله لکئ بندې دې اسمون درمه برخه ستوري رو وڅکول او په منځکه يې رو سنړ والل. اژدها دې يغې شځې په مخکې چې دې واړيکې دې زيژيدلې په حال کې وه ودريده، دې دغې دې پوره چې کله دې يغې واړيکائي وشي اغا يې ژواندائي تير کو. ۵بيا دې يغې زيائي پئيدو شه چې په ټول قومينه و دې يسپنې په ټنډئي بندې حکومت کو. خو دې اغي واړيکائي ووړکائي پورته دې خدائ او دې يغ تخت ته يواړ شه. ۶اغا شځه بيابون، يعني اغا ځوئي ته وتشتيدله چې خدائ ورته تايور کړائي و، ترڅو وولته دې يو زر او دوه سوه شپيته وريځې دې پوره دې يغې پولنه وشي.

۷بيا په اسمون کې جنګ وشه. ميکاييل او دې يغې فرشتې دې اژدها سره جنګ وکه او اژدها او دې يغې فرشتې دې دئ سره جنګ وکه. ۸خو اژدها موتيې وخواړه او نور دې يغ او دې يغ دې فرشتې دې پوره په اسمون کې ځوئي نه و. ۹نو اغا غوټه اژدها دې لوندې سنړ والل شوه، اغا زوړ او وختينئ مانګور چې دې شيطون ليا ابليس په نوم يوديده او ټوله دنيو يې غلطاوله، دې خپلې فرشتې سره دې لوندې منځکه ته سنړ ويه شه. ۱۰بيا مې په اسمون کې يو چګ اووز ورويده چې ويل يې،

ويس دائي وخت روراسيدلئ دې ميژ دې خدائ دې خلوصين

او دې قدرات، بدشايئ

او دې يغ دې مقرار شوي مسيح دې واک او اختيار

دې ځکه څوک چې مداعي و دې ميژ دې خوانديې او وريڼې

او شپه او وريځ يې لګاول په اغا بندې توماتينه

دې خدائ په حضور کې

اچاول شوائي دائي دې اسمون نه دې لوندې منځکې ته دائي

۱۱او بار شول دې ميژ خوانديې او وريڼه

په وسيله دې وري دې وينې

او په اغا بندې دې شائدئي دې پيغام

دې ځکه تايور و اغا دا ته

چې خپل ژوند دې لوسه ويرکو

او حتي مړه شي

۱۲وکئ خواشولي اې اسمونينې او چې په کې پنډيژئي توس

خو اې منځکې او سمندره! افسوس دا وي دې توس په حال بندې

دې ځکه ديراغائي شيطون توس ته کيز

او شه پئيژئي په دا چې زيوت وخت ورسره نشته

نو ډير په قهر دائي اغا

۱۳کله چې اژدها پوئي شوه چې منځکه ته سنړوالل شويې دو، نو په اغا شځه پسې شه چې زيائي يې زيژاولئ و. ۱۴خو شځې ته دې بوز دوه ستر پرينه ويرکړل شول، ترڅو وکړائي شي اغا ځوئي ته وورزي چې په بيابون کې ورته تايور شوائي و. وولته و دې درې نيمې کوله پره دې يغې پولنه وشي او دې يغ اژدها دې حملې نه و خواندي وسوتل شي. ۱۵بيا اژدها دې خپلې خولې نه دې يبې سيلاب شيري که ترڅو اغا شځه لوندې کو او اغا يوسي. ۱۶خو منځکې دې يغې شځې سره مراسته وکړه، خوله يې خلوصه کړه او دې يبې اغا سيلاب يې چې اژدها دې خپلې خولې نه شيري کړائي و، تير که. ۱۷نو اژدها په اغا شځه بندې ډير په قهر شه او لوړ شه چې دې يغې پوتې الودې سره چې دې خدائ په حکمينه بندې عمل کو او دې عيسیٰ په حق کې شائدي ويرکاوي، وجنګيژي. ۱۸اژدها دې سمندر په غوړه ودريده.

Sorry, no results.
Please try another keyword