شپيژام ساباق

 

دې اووې مهرينې موتاول

۱بيا مې وليدل چې وري په يغې اووې مهرينې کې يو مهر موت که. په اغا نه ورستې مې په يغې څالور اسموني ژوندې سوريې کې دې يوه اووز چې دې تندر په رانګ و، ورويده چې ويل يې، ”روشه!“ ۲مو وکاتل او ومې ليدل چې وولته يو سپين وس و او دې يغ کاس سره چې په سور و يوه لنده وه او اغا ته يو تاج ويرکړ شه او اغا ووته چې بارائي مينده کو.

۳کله چې وري دوام مهر موت که، نو مو ورويدل چې دوم ژواندي سوري وويل، ”روشه!“ ۴يو بل وس رو ووته چې تک سير رانګ يې لوره او په اغا بندې سوره کاس ته قدرات ويرکړ شه چې دې منځکې دې مخ نه صولحه او ارام يوسي، ترڅو خالک يو بل سره وويژني. بيا يغ ته يوه غوټه تيرا ويرکړل شوه.

۵کله چې وري درام مهر موت که، نو مو ورويدل چې درام اسموني ژواندي سوري ويل، ”روشه!“مو وکاتل او يو تور وس مې وليده او په اغا بندې دې سور کاس په لوس کې يوه تله وه. ۶دې يغې څالورې اسموني ژواندي سوريې دې ميانځه مې يو اووز ورويده چې ويل يې، ”دې يوه مزدير ريځينئ مزديره و يو کيلو غنم او ليا درې کيلو ربشې وي. خو دې زيتون ونې او دې انګير توک ته زيون مه رساوئي.“

۷کله چې وري څلوارام مهر موت که، نو مو ورويدل چې څلوارام اسموني ژواندي سوري ويل، ”روشه!“ ۸مو وکاتل او ومې ليدل چې وولته يو وس وه چې زيړ رانګ يې وه او څوک چې په اغا وس بندې سور و دې يغ نوم مارګ وه او قبر ورپسې ډير نژدې راون وه. اغا ته دې منځکې دې څلوارمې برخې واک او اختيار ويرکړ شوائي و چې په تيرا، قحط، دې طاعون په بيمورئي او ځنګلي ځناورې بندې خالک مړه کو.

۹کله چې وري پينځام مهر موت که، نو مو دې قربانئ دې ځوئي لوندې دې يغې خالکې روحينه وليدل چې دې خدائ دې کلام او په خپلې شائدئي کې دې وفادورئي په خاطر ويژنل شوي وي. ۱۰يغې په چګ اووز سيرې کړې، ”اې تيشتن تعالی، پوکه او رشتينيه خدايه! ترڅو پره و دې دنيو دې خالکې په حق کې پئصاله نه کې او دې يغې نه و دې ميژ دې وينې بادال نه وخلې؟“ ۱۱اغا ار يوه ته سپينه چوپانه ويرکړل شوه او ورته وويل شول چې تر يغې پره لژ نور صابر وکئ، ترڅو دې توسې دې وريڼې او دې خدائ دې نورې خيذماتګورونې شمير چې دې توسې په رانګ بايد و ويژنل شي، پيره شي.

۱۲بيا مې وکاتل او ومې ليدل چې وري شپيژام مهر موت که او يوه ساخته زلزله وشوه او لمر دې وير دې جومې په رانګ تور شه او سپيژمئ لکه دې وينې په رانګ سير شه. ۱۳ستوري دې اسمون نه داسې رو ولويدل لکه څرنګې چې شنه توغه دې ساخت بود په وسيله دې ونې نه په منځکه رو ولويژي ۱۴او اسمون داسې فنا شه لکه څرنګې چې طومار سره ووړي او رووړي او ار غر او اره جزيره دې خپل ځوئي نه وخځيدله. ۱۵نو دې منځکې بدشاونې، حاکمونې، جنرلونې، مالدارې، واکمنونې او ټولې خالکې که اغا غلامون وي ليا ازود، خپل ځونينه په غورينه او دې غرې دې پالې په ميانځ کې پټ کړل. ۱۶يغې غرينه او پالې ته ژاغ وکه، ”په ميژ روولويژئي او دې يغ کاس دې نظيره چې په تخت بندې نوست دائي او دې وري دې غضب نه مم پټ کئ. ۱۷دې ځکه چې دې خدائ او دې وري دې ستر غضب وريځ رو راسيدليې دو، څوک کړائي شي چې دې يغې په مخ کې وداريژي؟“

Sorry, no results.
Please try another keyword