اوال ساباق

 

سالومينه

۱دې ايماندورونې دې مشر دې طرفه دې خدائ غوره شويې شځې او دې يغې الودينه ته چې په رشتيا روبندې ګرونه دو، ګوشيې په مو بندې نه، بلکې په اغا ټول بندې چې دې اقيقات نه خبر دي، ۲دې يغ اقيقات په خاطر چې په ميژ کې دائي او ار وخت و دې ميژ سره وي.

۳دې پلور خدائ او دې يغ د زي عيسیٰ مسيح فاضل، راحم او سالومتي دا وي په ميژ بندې، ترڅو دا ټول په ميژ کې چې په اقيقات کې پنډيژي او دې يو بل سره مينه کو پوتې وي.

 

په رشتينولي او مينه کې ژوند کړل

۴کله چې مو ورويدل چې دې تو ځنې الودينه لکه څرنګې چې پلور ميژ ته حکم کړائي دائي په رشتيني ليار راون دي، نو ډير خواشول شومه. ۵ويس اې ګرونې شځې! زه دې توس نه يوه غوشتنه کمه چې دې خدائ خالک بايد دې يو دې بل سره مينه وکو. داسې فکر مه که چې زه توته څه نوائي حکم ليکمه بلکې دا اغا حکم دائي چې دې شيرې نه ميژ ته روکړ شوائي و. ۶دا مينه داسې دو چې ميژ بايد دې خدائ په حکمينه بندې عمل وکي. دا اغا حکم دائي چې توس دې شيري نه ارويدلئ دائي او اغا حکم دا دائي چې توس بايد په مينه کې ژوند وکئ.

 

دې غلاطې عقيدې په حق کې خبردارائي

۷ډير دوکه بوز په دنيو کې ړانګ شوي دي چې دا نه مني چې عيسیٰ دې انسان په سيرات کې دنيو ته روغلئ دائي. داسې خالک دوکه بوز دي او دې مسيح ديشمنون دي. ۸خبردار شئ چې ميژ دې کيم څه دې پوره خوري کړيې دو چې اغا لوسته روري، اغا باربود نه شي بلکې خپل پيره اجر تر لوسه کي.

۹ار څوک چې دې مسيح په تعليم بندې ټينګ پوتې نه شي او دې يغ نه وګرځي، نو خدائ دې يغ سره مال نه دائي. خو که چيرې څوک دې يغ په تعليم بندې ټينګ ويلوړ وي نو دې يغ سره و پلور او زيائي دواسره مال وي. ۱۰که چيرې کيم څوک توس ته روشي او اغا تعليم دير نه کو چې مسيح دير کړائي و، اغا په خپل کور کې دې ولمه په رانګ قابيل نه کئ او تر داغا چې سالوم هه ورته ونه يايئ. ۱۱دې ځکه چې ار څوک چې اغا ته سالوم ويائي نو اغا دې يغ په بد کورينه کې شريک دائي.

 

اخري خبرې

۱۲دې مو سره ډيرې خبرې شته چې غوړمه توس ته يې وکمه، خو زه نه غوړمه چې اغا توس ته په قلم او کاغذ بندې وليکمه. زه په دا ايله يمه چې روشمه او توس ووينمه او مخومخ درسره خبرې وکمه ترڅو دې ميژ خواشولي پيره شي. ۱۳دې تو خور چې دې خدائ دې طرفه غوره شوې دو، دې يغې باچيون درته سالوم يائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword