درام ساباق

 

۱وکسئ، پلور ميژ ته څومره مينه روکړيې دو. دې يغ مينه دامره زيوته دو چې ميژ دې خدائ دې الودينې په نوم يوديژي او په اقيقات کې ميژ داسې يې. دا چې دنيو ميژ نه پيژاني وجه يې دا دو چې اغا يې نه دائي پيژاندلائي. ۲ګرونې ملګريې، ويس ميژ دې خدائ الودينه يي، او دا چې څرنګې و وي، تر ويسه ماليمه نه دو. خو په دا پئيژي چې کله مسيح روشکاره شي بيا ميژ و دې يغ په رانګ شي، دې ځکه چې اغا و په يغ رانګ وويني لکه څرنګې چې دائي. ۳ار څوک چې دې مسيح نه دا ايله لري نو اغا خپل ځون داسې پوک سوتي لکه څرنګې چې مسيح پوک دائي.

۴ار څوک چې ګناه کو اغا شريعت موتاوي، دې ځکه چې ګناه په خپله دې شريعت موتاول دي. ۵توس پئيژئي چې مسيح دې دغې دې پوره روغائي چې ګونائينه لرې کو او په اغا کې ايڅ ګناه نشته. ۶نو ار څوک چې دې مسيح سره په شراکت کې پنډيژي بيا اغا نور ګناه نه کو او ار څوک چې دې ګناه کړلې عادات لري، اغا يې ايڅکله نه ليدلئ او نه يې پيژاندلائي دائي.

۷اې ګرونې باچيونې! مه پريژدئي چې څوک توس بې ليارې کو. ار څوک چې نيک کورينه کو اغا صادق دائي، لکه څرنګې چې مسيح صادق دائي. ۸ار څوک چې دې ګناه کړلې عادات لري اغا دې شيطون الود دائي، دې ځکه چې شيطون دې ازله ګناه که، خو دې خدائ زيائي دې دغې دې پوره روغائي چې دې شيطون کورينه باربود کو.

۹ار څوک چې دې خدائ الود وي اغا دې ګناه کړلې عادات نه لري، دې ځکه چې په اغا کې دې خدائ ذات دائي. اغا دې خدائ الود دائي نو دې ځکه ګناه نه شي کړائي. ۱۰دې خدائ دې الود او دې شيطون دې الود ترميانځ فرق جاوات دائي. څوک چې نيکي نه کو او ليا دې وريڼې سره مينه نه کو اغا دې خدائ الود نه دائي.

 

دې يوه بل سره مينه کئ

۱۱کيم پيغام چې توس دې اوال نه ارويدلئ دائي اغا دا دائي: دې يوه بل سره مينه وکئ. ۱۲ميژ بايد دې قاين په رانګ ونه ګرځي. اغا دې شيطون الود و او خپل ورور يې مړ که. اغا يې ويلې مړ که؟ دې ځکه چې دې يغ خپل عمالينه بد وي او دې ورور کورينه يې نيک وي.

۱۳بيا دې مو وريڼې! که چيرې دې دنيو خالک دې توس نه کرکيې کو بيا په دا مه حيرونيژئي. ۱۴ميژ پئيژي چې په مارګ تير شوي يي او ژوند ته روغلي يي، دې ځکه چې ميژ دې خپلې ايماندورونې خوانديې او وريڼې سره مينه کي. او په چا کې چې مينه نشته اغا ليا تر ويسه دې مارګ په حال کې دائي. ۱۵ار څوک چې دې خپل ورور نه کرکيې کو اغا قاتل دائي او توس پئيژئي چې ايڅ قاتل تل پوتې ژواندين نه لري. ۱۶بيا دې دغ اماله ميژ پئيژي چې مينه څه شائي دائي، دې ځکه چې مسيح دې ميژ په خاطر خپل ځون قربان که، بيا ميژ هه بايد خپل ځونينه دې وريڼې په خاطر قربان کي. ۱۷که چيرې کيم څوک دنياوي مالداري ولري او کسي چې ورور يې محتاج دائي او زړه په نه سويځاوي بيا اغا څرنګې دعویٰ کړائي شي چې په زړه کې يې دې خدائ مينه شته؟ ۱۸ګرونې باچيونې! دې ميژ مينه دا خالي په خبرې ليا په ژبه نه بلکې عملي او رشتينيې وي.

 

په پيره ډوډګيرنه خدائ ته ويرتاګ

۱۹نو په دا و ميژ پوئي شي چې ميژ دې اقيقات ليارتلينکي يي او دې دغ اماله و دې ميژ زړينه دې خدائ په حضور کې ډاډه وي. ۲۰که چيرې دې ميژ ضمير ميژ ګراماوي نو ميژ ډاډه يي چې خدائ دې ميژ په ضمير نه ډير لوئي دائي او دې ار څه نه خبر دائي. ۲۱ګرونې ملګريې! که چيرې دې ميژ ضمير ميژ نه ګراماوي، بيا کړائي شي چې په تام زړه دې خدائ حضور ته روشي ۲۲او ار څه چې ځنې وغوړي اغا يې روکاوي، دې ځکه چې ميژ دې يغ په حکمينه بندې عمل کي او ار څه چې اغا خواشاوي اغا کور کي. ۲۳دې يغ حکم دا دائي چې ميژ بايد دې يغ دې زي عيسیٰ مسيح په نوم ايمون روري او دې يو بل سره مينه وکي لکه څرنګې چې مسيح ميژ ته حکم کړائي دائي. ۲۴ار څوک چې دې خدائ په حکمينه بندې عمل کو نو اغا په خدائ کې پنډيژي او خدائ په يغ کې. په دا رانګ ميژ پئيژي چې اغا دې روح القدس په وسيله چې ميژ ته يې روکړائي دائي، په ميژ کې پنډيژي.

Sorry, no results.
Please try another keyword