دوام ساباق

 

مسيح دې ميژ شفاعت کاوينکائي دائي

۱اې دې مو ګرونې باچيونې، زه دا خبرې دې دغې دې پوره توس ته ليکمه چې توس ګناه ونه کئ. خو که چيرې څوک ګناه وکو، بيا دې پلور سره دې ميژ يو څوک شته چې دې ميژ شفاعت و کو، يعني عيسیٰ مسيح چې صادق دائي. ۲اغا په خپله دې ميژ دې ګونائينې کفاره کاوينکائي دائي، ګوشائي دې ميژ دې ګونائينې دې پوره نه بلکې دې ټولې دنيو دې ګونائينې دې پوره.

۳که چيرې ميژ دې يغ په حکمينه بندې عمل وکي، نو ډاډه يي چې اغا وپيژاني. ۴که چيرې څوک يائي چې زه اغا پيژانمه، خو دې يغ په حکمينه بندې عمل نه کو بيا اغا درويغزن دائي او ايڅ رشتيا په اغا کې نشته. ۵خو که څوک دې يغ په کلام بندې عمل کو بيا دې يغ په زړه کې په رشتيا سره دې خدائ دې پوره مينه کامله شويې دو. بيا په دغ رانګ کړائي شي چې په دا ډاډه شي چې ميژ دې خدائ سره ملګرتيا لري. ۶که چيرې څوک ويائي چې اغا دې خدائ سره په شراکت کې پنډيژي، بيا بايد داسې ژوند وکو لکه څرنګې چې عيسیٰ کاوه.

 

نوائي حکم

۷ګرونې دوستونې، زه توس ته څه نوائي حکم نه ليکمه بلکې دا زوړ حکم دائي، يعني اغا حکم چې دې شيري نه توس ته ديرکړل شوائي دائي. دا زوړ حکم اغا پيغام دائي چې مخکې مم ارويدلئ دائي. ۸خو بيا زه توس ته يو نوائي حکم ليکمه او دې يغ رشتينولي هه په مسيح او هه په توس کې ليدل کيژي. دې ځکه چې تياره ورکيژي او اقيقي رڼو دې چړکيدلې په حال کې دو.

۹که څوک دا دعویٰ کو چې اغا په رڼو کې ژوند تيراوي خو دې خپل ورور نه کرکيې کو بيا اغا ليا تر ويسه په تياره کې دائي. ۱۰که څوک دې خپل ورور سره مينه کو، نو اغا په رڼو کې پنډيژي او دې ګناه سبب و نه شي. ۱۱خو که څوک دې وريڼې نه کرکيې کو بيا اغا په تياره کې ژوند کو او په تياره کې و راون وي او په دا و نه پئيژي چې چيرې راون دائي، دې ځکه چې تيارې دې يغ سترګې ړاندې کړيې دي.

۱۲اې ګرونې باچيونې، زه توس ته ليکمه دې ځکه چې دې توسې ګونائينه دې مسيح دې نوم په خاطر باخشل شوي دي.

۱۳اې پلارينې، زه توس ته ليکمه دې ځکه چې توسې اغا پيژانئ چې دې ازله موجود دائي.

اې ځوانونې، زه توس ته ليکمه دې ځکه چې توس په شيطون بندې بار شوي يئ.

۱۴اې ګرونې باچيونې، توس ته مې وليکل، دې ځکه چې توس پلور پيژانئ.

اې پلارينې، توس ته مې وليکل دې ځکه چې توس اغا پيژانئ چې دې ازله موجود دائي.

اې ځوانونې، مو توس ته وليکل، دې ځکه چې توسې طاقتور يئ او دې خدائ کلام په توس کې پنډيژي او توس په شيطون بندې بار شوي يئ.

 

دې دنياوي شايونې سره مينه مه کئ

۱۵دې دنيو او يغې شايونې سره چې په دنيو کې دي مينه مه کئ، دې ځکه څوک چې دې دنيو سره مينه کو په اغا کې دې پلور خدائ دې پوره مينه نشته. ۱۶دې ځکه چې ار اغا څه چې په دنيو کې دي يعني نفساني خواهشات، دې سترګې شوق او ار څه چې خالک په غرور کو، اغا دې پلور دې طرفه نۀ بلکې دې دغې دنيو شايون دي. ۱۷دنياوي خواهشات تيريدينکي دي، خو څوک چې دې خدائ راضو پيره کاوي اغا و تل ترتله ژواندائي وي.

 

دې مسيح ديشمن

۱۸ګرونې باچيونې، دا اخرينئ وخت دائي. توس ارويدلي وي چې دې مسيح ديشمن روراون دائي او ويس دې مسيح ډير ديشمنون روجاوات شوي دي، بيا دې دغ اماله ميژ پئيژي چې دا اخرينئ وخت دائي. ۱۹دا خالک دې ميژ سره نه وي، بيا دې ځکه اغا دې ميژ نه لوړل. که اغا دې ميژ وائي بيا دې ميژ سره و پوتې شوي وائي. خو کله چې اغا لوړل بيا ماليمه شوه چې اغا په رشتيا سره دې ميژ نه وي.

۲۰خو دې خدائ سپيڅلي يعني مسيح توس دې روح القدس په وسيله مسح کړي يئ، بيا دې دغ اماله توس ټول ته اقيقات ماليم دائي. ۲۱نو دا مې توس ته دې دغ اماله نه دي ليکلي چې دې اقيقات نه ناخبره يئ، بلکې دا چې توس په خبر يئ او دا رانګ پئيژئي چې درويغ ايڅکله هه دې رشتيا نه نۀ روپئيدو کيژي.

۲۲نو اغا درويغزن څوک دائي؟ دا اغا څوک دائي چې يائي چې عيسیٰ اغا مسيح نه دائي. دا ساړائي دې مسيح ديشمن دائي دې ځکه چې اغا پلور او زيائي دواسره نه مني. ۲۳څوک چې زيائي نه مني بيا پلور هه نه مني او څوک چې زيائي ومني بيا پلور يې هه منلئ دائي. ۲۴نو کسئ، توس چې دې شيري نه کيم څه ارويدلي دي اغا په خپل زړينه کې وسوتئ. که داسې وکئ بيا توس و هه دې زي او پلور سره په شراکت کې پنډ شئ. ۲۵او دا اغا څه دي چې خپله مسيح وعده کړيې دو چې ميژ ته و تل پوتې ژواندين روکاوي.

۲۶زه دا شايون دې يغې خالکې په حق کې توس ته ليکمه چې غوړي توس بې ليارې کو. ۲۷خو مسيح توس ته روح القدس ديرکړائي دائي او اغا په توس کې پنډيژي، نو توسې اجات نه لرئي چې بل څوک درته تعليم ديرکو. دې ځکه چې روح القدس توس ته دې ټولې شايونې په حق کې تعليم ديرکاوي او دې يغ تعليم اقيقي تعليم دائي او درويغ په کې نشته. نو لکه څرنګې چې اغا درته تعليم ديرکړائي دائي دې يغ سره په شراکت کې پنډ شئ.

 

دې خدائ الودينه

۲۸اې، اې ګرونې باچيونې! دې يغ سره په شراکت کې پنډيژئي چې کله اغا روشکاره شي نو ميژ و ډاډه ګرځي او دې يغ په روتلل سره و دې يغ په حضور کې ونه شرميژي. ۲۹څرنګې چې توس په دا پوئي شوي يئ چې مسيح صادق دائي بيا بايد ډاډه پنډيژئ چې ار څوک چې صداقت کو اغا دې خدائ روحاني الود دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword