درام ساباق
دې تيشتن دې روتللې وريځ
۱ګرونې دوستونې! دا دوام خاط دائي چې توس ته يې ليکمه. په دواسره خاطينه کې مې اڅه کړيې دو چې دې دغې شايونې په يوداولې سره دې توسې په ذهنينه کې پوک خيالينه روبئيدور کمه. ۲زه غوړمه توس ته اغا خبرې چې مخکې سپيڅليې پيغمبرونې درته کړيې دي او دې ميژ دې تيشتن او خلوصاوينکي اغا حکم دير په يود کمه چې دې خپلې رسولونې په وسيله يې ديرکړائي دائي. ۳په ار څه نه مخته بايد توس خبر شئ چې په اخرينئ وريځې کې و داسې مسخره خالک روپئيدو شي چې دې خپلې بدې خواهشاتې سره سام و ژوند تيراوي او توس بندې و مالانډې وائي. ۴اغا و يائي، ”يغ چا چې وعده کړيې دو چې روڅي، اغا وعده څه شوه؟ دې ځکه دې کيم وخت نه چې دې ميژ نيکينه مړه شوي دي، نو ار څه اغاسې راون دي لکه څرنګې چې دې دنيو دې پئيدويشت دې وخته نه راون وي.“ ۵اغا په قصدي رانګ دا ويراوي چې ډير مخته خدائ حکم وکه او اسمونينه پئيدو شول. او دې خدائ دې حکم په وسيله منځکه دې يبې نه ګوشيې شوه او دې يبې نه وچه منځکه روميانځ ته شوه. ۶په دغ رانګ دې يبې يعني دې سيلاب دې يبې په وسيله اغا وختينئ دنيو دې يبې لوندې ډيبه شوه او تباه شوه. ۷خو موجوده اسمونينه او منځکه دې خدائ دې يغ حکم په وسيله سوتل شوي دي، ترڅو اغا دې يور په وسيله دې ميانځه يوسي. اغا اسمونينه او منځکه و تر يغې وريځې پره وسوتل شي چې دې بې دينه خالکې په حق کې پئصاله وشي او اغا تباه شي.
۸خو ګرونې دوستونې! يوه خبره مه ويراوئي چې دې تيشتن په نظير کې يوه وريځ دې زرې کولينې او زر کولينه دې يوې وريځې په رانګ دي. ۹تيشتن په خپله وعده کې ځانډ ليا سستي نه کو لکه څرنګې چې ځنې خالک يې ځانډ ګڼي. اغا توس ته صابر کو، دې ځکه نه غوړي چې څوک تباه شي، بلکې غوړي چې ټول دې خپلې ګونائينې نه توبه وبوسي. ۱۰خو دې تيشتن دې روتلې وريځ و لکه دې غله په رانګ بيځيه روڅي. په اغا وريځ و اسمونينه په يوه هيبتنوکه اووز دې سترګې پناه شي، اسموني موجودات و وسويځي او دې ميانځ نه و لوړ شي او منځکه او ار څه چې په اغا کې دي اغا و دې ميانځه لوړ شي. ۱۱نو څرنګې چې دا ټول شايون په دغ رانګ دې ميانځه تلينکي دي نو توسې بايد څه رانګ ګرځئ؟ توس بايد پوک او په ديندارئي کې ژوند تير کئ. ۱۲دې خدائ دې وريځې روتاګ ته په انتظار پنډيژئي چې زر روشي. په اغا وريځ و اسمونينه وسويځي او دې ميانځه و لوړ شي او اسموني وکارې و دې ګرمئ دې لوسه ولې شي. ۱۳خو ميژ دې خدائ دې وعدې دې مخې دې نويې اسمونينې او منځکې انتظار کي چې په اغا کې و صداقت جوړ شي.
۱۴نو ګرونې دوستونې! څرنګې چې توسې دې يغې وريځې انتظار کئ، بيا ډير کوشش وکئ چې دې خدائ په نظير کې پوک او بې عيبه پنډيژئي او په صولحه او سالومتئ کې خپل ژوند تير کئ. ۱۵دې ميژ دې تيشتن صابر يو خلوصين وګڼئ، لکه څرنګې چې دې ميژ ګرون ورور پولوس هه دې يغ حکمت دې مخه چې خدائ وير کړائي دائي توس ته ليکلي دي. ۱۶اغا په خپل ټول خاطينه کې دې دغې شايونې په حق کې خبرې کو. په اغا کې ځنې داسې خبرې شته چې پئيدل په ګرون دي او ناپويه او بدليدينکي خالک اغا دې پيغمبرونې دې نورې خاطې په رانګ غلط تعبيروي، نو اغا په خپل ځونينه بندې تبوئي روالي.
۱۷ګرونې دوستونې! خو توسې دې مخه نه خبر يئ، بيا پام کئ، اسې نه چې دې بې اصوله خالکې دې غلط تعليم دې اماله بې ليارې شئ او خپل استقامت او په ايمون کې ټينګولئ دې لوسه ويرکئ. ۱۸بلکې دې ميژ دې تيشتن او خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح په فاضل او پيژاندنه کې ترقي وکئ. ثنا دا وي اغا ته ويس او تل ترتله. امين!