اوال ساباق

 

سالومينه

۱دا خاط دې شمعون پطروس دې طرفه چې دې عيسیٰ مسيح خيذماتګور او رسول دائي، اغا خالک ته چې دې ميژ دې خدائ او خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح دې صداقت په وسيله يې دې ميژ په رانګ قيمتي ايمون تر لوسه کړائي دائي.

۲دې خدائ او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ دې پيژاندلې دې اماله دا په توس بندې ډير زيوت فاضل او سالومتي وي.

 

دې خدائ بالنه او غوره کاول

۳دې تيشتن الهي قدرات ميژ ته ار څه چې دې ديندارئ دې ژوند تيراولې دې پوره ورته اجات لري، روکړي دي. ميژ دا ار څه دې يغ چا په پيژاندلې سره تر لوسه کړي دي چې ميژ يې دې خپل جلال او نيکئ په وسيله روباللي يي. ۴دې دغې شايونې په وسيله يغ دې ميژ سره ډيرې لوئې او قيمتي وعدې کړيې دي چې دې دغې وعدې په وسيله توس کړائي شئ دې يغ فساد نه چې په دنيو کې شته او دې بدې غوشتنې نه پيدو کيژي، وتشتئ او دې يغ په الهي ذات کې شريک شئ. ۵‏-۷دې دغ اماله پيره کوشش وکئ چې خپل ايمون په نيکئ او په نيکئ سره دې خدائ پيژاندنه، او دې خدائ په پيژاندنې سره په خپل نفس بندې واک لارل او په خپل نفس بندې واک لارلې سره په صابر او زغم، او صابر او زغم په ديندارئي، او دينداري دې وروروالئ په مينه او دې وروروالئ مينه په پوکه مينه کامله کئ. ۸که چيرې په توس کې دا صفاتينه موجود وي او په اغا کې مخته لوړ شئ، نو دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په پيژندګالئ کې و اثرنوک او ګټور پنډيژئي. ۹خو که په چا کې دا صفاتينه نه وي، نو اغا لنډ فکره او ړيند دائي او دې خپلې وختينئ ګونائينې نه پوکيدل يې وير کړي دي. ۱۰نو اې خوانديې او وريڼې! ډير کوشش وکئ چې دا ثابته کئ چې توس په رشتيا سره دې يغې خالکې نه يئ چې خدائ روباللي او غوره کړي دي. که داسې وکئ بيا توس و ايڅکله بې ايمونه نه شئ او ګناه و نه کئ. ۱۱په دغ رانګ و توس دې ميژ دې تيشتن او خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح تل پوتې بدشائي ته په عزت سره ويردننه شئ.

۱۲نو زه و ار وخت توس ته دا شايون دير په يوداومه، سره دې دغې چې توس په پئيژئي او په اغا اقيقات بندې چې توس ته دير وشوائي دائي، ټينګ ويلوړ يئ. ۱۳نو ځکه زه لازمه ګاڼمه چې ترڅو پره چې ژواندائي يمه، نو توس و اڅاومه چې دا شايون په يود وسوتئ. ۱۴زه پئيژمه چې ډير زر و خپل فاني سيرات دې لوسه ويرکمه لکه څرنګې چې دې ميژ تيشتن عيسیٰ مسيح موته په جاواته ويلي دي. ۱۵نو زه و پيره کوشش وکمه چې دې مو دې مارګ نه ورستې و توس تل دا خبرې په يود وسوتئ.

 

دې مسيح دې جلال شائدون

۱۶کله چې ميژ توس خبر کړئي چې دې ميژ تيشتن عيسیٰ مسيح و څرنګې په قدرات سره روڅي، نو ميژ په اغا مسالئ پسې چې په چالاکئ سره جوړې شوي دي ونه ګرځيدي، بلکې ميژ په خپلې سترګې دې يغې لوئي ليدليې دو. ۱۷کله چې پلور خدائ اغا ته عزت او جلال ويرکه، ميژ وولته وي. په اغا وخت کې دې خدائ دې بې شانه جلال نه يو اووز روغائي چې ويل يې، ”دا دې مو ګرون زيائي دائي چې زه ځنې خواشول يمه.“ ۱۸کله چې ميژ دې يغ سره په مقدس غره کې وي، نو دا اووز مم ورويده چې دې اسمون نه روغائي.

۱۹نو دې ميژ يقين په اغا پيغام بندې چې دې پيغمبرونې دې طرفه اعلان شوائي و، نور هه زيوت شه. دا و شه وي چې توس اغا پيغام ته زيوت پام وکئ، دې ځکه چې دا دې يغې ډيوې په رانګ دائي چې په تياره کې باليژي، ترڅو ګائيز شي او دې ګائيز ستورائي دې توسې په زړينه کې وچړکيژي. ۲۰خو په ار څه نه مخکې بايد په دا پوئي شئ چې ايڅ پيغمبر نه شي کړائي چې دې خپل ځونه دې خدائ دې کلام کيم پيغام تفسير کو. ۲۱دې ځکه چې دې پيغمبرونې پيغام دې انسان په اراده نه دائي روغلئ، بلکې يغې دې روح القدس په تاثير لوندې دې خدائ دې طرفه خبرې کړيې دي.

Sorry, no results.
Please try another keyword