دوام ساباق

 

قيمتي تيژه او غوره شوائي قوم

۱نو دې ار رانګ بدئي، دوکې، منافقات، کينې او بدې خبرې نه لوس وخلئ. ۲دې نويې زيژيدلې واړيکي په رانګ دې سيچه روحاني شودې غوشتينکي پنډيژئي، ترڅو دې يغې په تشلې سره په خلوصين کې ستر شئ. ۳دې ځکه چې توس خپل دې تيشتن دې مهربونئ خواند څکلئ دائي.

۴نو دې يغ خوته روشئ چې دې ژواندائي تيژې په رانګ دائي چې خالکې راد کړائي دائي، خو دې خدائ په نظير کې غوره او قيمتي دائي. ۵توس هه لکه دې ژواندائي تيژې په رانګ يئ چې خدائ درنه دې خپل روحاني کير په جوړاولې کې کور وخلي. وولته و توس دې سپيڅليې امامونې په رانګ خيذمات کئ او دې عيسیٰ مسيح په وسيله و اغا روحاني قربانئ مخته کاوئي چې خدائ ته دې مانلې وړ وي. ۶دې ځکه چې دې خدائ کلام يائي:

کسئ، زه په صهيون کې دې بنياد غوره شويې او قيمتي تيژه ژدمه،

او ار څوک چې په اغا ايمون روري، نو ايڅکله و ونه شرميژي.

۷نو دې توسې دې پوره چې ايمون لرئي، دا تيژه ډيره ارزشتنوکه دو. خو دې بې ايمونونې په باره کې دې خدائ کلام يائي:

کيمه تيژه چې راده کړيې خاټګريې وه

اغا ويس شوه اصلي تيژه دې بنياد

۸او په دغ رانګ يائي:

اغا داسې تيژه دو چې دې خالکې دې شويدلې سبب کيژي

او يوه داسې تيژه دو چې اغا و په بندې رولويژي.

دئ و رولويژي، دې ځکه چې دې دئ په قسمت کې داسې وي، په دا خاطرچې دئ دې خدائ کلام نه مني.

۹خو توس دې خدائ غوره شوي خالک، شاهي امامون، سپيڅلئ امت او دې خدائ قوم يئ، ترڅو دې يغ چګ صفاتينه چې دې تيارې نه يې خپلې حيروناوينکيې او چړکاوينکيې رڼو ته رو وباللئ، بيان کئ. ۱۰مخته توسې دې خدائ قوم نه وئي، خو ويس دې خدائ قوم يئ. يو وخت په توس بندې رحمت نه کيده، خو ويس دربندې وشه.

۱۱ګرونې ملګريې! زه توس ته چې په دا دنيو کې پرادي او مهاجر يئ، ميناتينه کمه چې دې نفساني خواهشاتې نه چې ار وخت دې توس دې روح سره په جګړه کي دي، ځونينه وسوتئ. ۱۲دې بې ايمونه خالکې په ميانځ کې خپل چالند نيک سوتئ. که څه هه اغا په توسې بندې تومات لګاوي چې توسې بدکوره يئ، خو دې توس دې نيکې کورينې په ليدلې و اغا دې اخيرات په وريځ دې خدائ ستوينه کاوي.

 

دې اختيار دې خاوندونې تابع ګرځئ

۱۳دې تيشتن په خاطر دې ار اغا چا تابع ګرځئ چې دې واک خاوند وي، که اغا بادشا وي چې په ټول نه چګ مقام لري، ۱۴ليا اغا واليون چې دې بادشا دې طرفه مقرار شوي دي چې مجرمون ته سازو او نيکې خالکې ته عزت ويرکاوي. ۱۵دې ځکه چې دا دې خدائ راضو دو چې توس په خپل نيک کورينه دې ناپوئي خالکې دې خبرې مخه ونسئ. ۱۶دې ازودې خالکې په رانګ ژوند وکئ، خو دې دغې ازودئي نه بايد دې خپلې بدئي دې پټاولې دې پوره کور ونه خلئ، بلکې دې خدائ دې خيذماتګورونې په رانګ ژوند وکئ. ۱۷دې ټولې خالکې دراناوائي کئ، دې ايماندورونې سره مينه کئ، دې خدائ نه ډاريژئي او دې بادشا دراناوائي کئ.

 

دې مسيح دې تکليفينې مثال

۱۸اې غلامونې! په ډير درناوي سره دې خپلې مشرونې تابع پنډيژئي، نه خالي دې مهربونه او شه خي لرينکي مشرونې، بلکې دې بدخي مشرونې هه. ۱۹دې ځکه که چيرې څوک په ناحقه داړدينه او کړاوينه وزغمي او پئيژي چې په دا کې دې خدائ راضو دو، نو خدائ و ورته براکات ويرکو. ۲۰خو که چيرې توسې څه بد کور وکئ او دې يغې په خاطر والل وخورئي او اغا وزغمئ، نو په دا کې و دې توسې دې پوره څه اجر وي؟ خو بيا که چيرې توس شه کورينه وکئ او په بادال کې يې تکليف ووينئ او اغا وزغمئ، نو خدائ درته دې يغې براکتينه ديرکو. ۲۱دې دغې دې پوره خدائ توس روباللي يئ، دې ځکه چې مسيح هه دې توسې په خاطر داړدينه او کړاوينه وزغمل او توس ته يې يو مثال پرياش ترڅو دې يغ په قدم پشه کشيژدئي. ۲۲يغ ايڅ ګناه ونه که او نه يې چا دې خولې نه غلاطاوينکيې خبرې ورويدلې. ۲۳کله چې يغ ته زياړې کيدلې، نو په څټ و يې دې زياړې په بادال کې ځاوب نه ويرکاوه. کله چې و اغا دې خالکې دې طرفه ځوراول کيده، نو اغا و يې نه ځوراول، بلکې خپل ځون يې يغ چاته سپوره چې دې انصاف دې مخه پئصاله کو. ۲۴مسيح په خپله دې ميژ دې ګونائينې بور په خپلې ايژې وخاست او اغا يې صليب ته يواړ، ترڅو ميژ دې ګناه نه خلوص شي او دې صداقت دې پوره ژوند وکي. دې يغ دې زاخمينې دې اماله ميژ شفا ميندله. ۲۵توس دې يغې پسونې په رانګ وئي چې ليار ځنې ورکه وه، خو ويس واپس خپل شپون او سوتينکي ته روګوډ شوي يئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword