اوال ساباق

 

سالومينه

۱دا خاط دې عيسیٰ مسيح دې رسول پطروس دې طرفه دې خدائ اغا غوره شوي خالک ته چې دې پنتوس، غلاتيې، کپدوکيې، اسيا او بتونيې ولايتينه ته مهاجر او خوره وره شوي دي. ۲پلور خدائ توس دې خپلې ارادې دې مخه دې شيري نه غوره کړي يئ او توس دې روح القدس په وسيله پوک او سپيڅلي شوي يئ، ترڅو دې عيسیٰ مسيح اطاعت وکئ. دې يغ وينه دې توسې په خاطر توئي شويې دو چې توسې پوک شئ. ډير زيوت فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

ژواندائي ايله

۳‏-۴ثنا او صفات دا وي خدائ ته، اغا خدائ ته چې دې ميژ دې عيسیٰ مسيح پلور دائي. يغ په خپل لوئي راحم سره دې مړې نه دې عيسیٰ مسيح دې په څټ روژواندي کاولې په وسيله ميژ ته نوائي ژوند روکه. دا ميژ ته ژواندائي ايله روکاوي، ترڅو اغا نه فناکيدينکائي، نه خاروپيدينکائي او تل پوتې ميروث تر لوسه کي چې دې توس دې پوره په اسمون کې سوتل شوائي دائي. ۵خدائ و توس په خپل قدرات سره دې توسې دې ايمون په وسيله دې يغ خلوصين دې پوره خواندي وسوتي چې دې قيامات په وريځ و يې ټول خالک ويني.

۶دې دغې دې پوره توس خواشولي وکئ، که څه هه توسې بايد دې يو څه وخت دې پوره دې ار رانګ اوزميشتينې او ساختئ سره مخ شئ. ۷دې يغې مقصد دا و چې دا ثابته کو چې دې توسې ايمون سيچه ايمون دائي. لکه څرنګې چې فاني سره زار په يور بندې ازمويل کيژي، بيا په دغ رانګ دې توسې ايمون هه چې په سره زار نه ډير قيمتي دائي، ازمويل کيژي. بيا و په اغا وريځ چې عيسیٰ مسيح خپل ځون شکاره کاوي، دې توسې ايمون و دې توسې دې ستاينې، لويئ او عزت سبب وګرځي. ۸سره دې دغې چې توس تر ويسه عيسیٰ مسيح نه دائي ليدلئ، خو بيا هه دربندې ګرون دائي او سره دې دغې چې ويس هه اغا نه وينئ، خو بيا هه ايمون په لرئي او داسې خواشولي کئ چې دې جلال نه ډاکه وي او په ژبه يې بيان نه شي کيدائي، ۹او دې توسې دې ايمون مقصد دا دائي چې توس خلوصين وميمئ.

۱۰دې دغ خلوصين په حق کې پيغمبرونې په غور سره تحقيق کړائي دائي او په دغ رانګ دې دغ فاضل په حق يې چې خدائ و يې په توسې کو، پيشګوئي کړيې دو. ۱۱دې مسيح روح اغا ته دې مسيح دې تکليفينې او جلال ميندلې په حق کې خبرې کړلې. پيغمبرونې چې دې مسيح دې روح په وسيله چې په اغا کې و او پيشګوئي يې کړله، کوشش کړلي چې په دا پوئي شي چې مسيح څوک دائي او څه وخت و روڅي. ۱۲خدائ دغې پيغمبرونې ته دا جاواته کړيې وه چې دې يغې خيذمات دې خپل ځون دې پوره نه بلکې دې توسې دې پوره و. ويس دا زرائي توس ته دې يغې خالکې دې طرفه ارويدل شوائي دائي چې دې اسمون نه دې نازل شوي روح القدس په قدرات يې بيانوي. او دا اغا شايون دي چې فرشتې هه په دا ارمون دي چې ويې ويني.

 

دې پوک ژواندين دې پوره بالنه

۱۳بيا دې خپل عقل نه کور وخلئ او ويشور شئ. اغا فاضل ته پيره ايله ولرئي چې دې عيسیٰ مسيح په روشکاره کيدلې سره و په توس وشي. ۱۴دې تابعدورې الودينې په رانګ ګرځئ. نور مه پريژدئي چې دې توسې دې يغ وخت نفساني خواهشات چې خدائ مم نه پيژونده، په توس تاثير وکو. ۱۵بلکې لکه څرنګې چې خدائ چې توس يې روباللي يئ، سپيڅلئ دائي، نو توس هه په خپلې کړنې کې سپيڅلي پنډيژئي. ۱۶دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”سپيڅلي پنډيژئي، دې ځکه چې زه سپيڅلئ يمه.“ ۱۷کله چې توس خدائ ته داعو کئ نو اغا ته پلور ويايئ. خدائ اغا ذات دائي چې بې دې طرفدورئ دې ار چا دې عمالينې دې مخه پئصاله کو. نو خپل دنياوي ژوند خدائ ته په احترام لارلې او ډور کې تير کئ. ۱۸دې ځکه توس پئيژئي دې ژوند دې فضول رواجينه نه خلوصين چې دې خپلې نيکونې نه درته په ميروث پوتې شوي وي، دې فاني شايونې لکه دې سرې زارې او سپينې زارې په بيه مم نه دائي ميندلئ. ۱۹بلکې توس پئيژئي چې دې مسيح په قيمتي وينې چې دې بې عيبه او بې نقصه وري په رانګ و، په بيه وخاستل شوي يئ او خلوصين مم ميندلئ دائي. ۲۰خدائ اغا دې دنيو دې پيدوئشت نه مخکې غوره کړائي و، خو اغا په اخره زمونه کې دې توسې په خاطر شکاره شه. ۲۱توس دې مسيح په وسيله په خدائ بندې ايمون روړائي دائي، په اغا خدائ چې مسيح يې دې مړې نه روژواندائي که او جلال يې ورته ويرکه، ترڅو په خدائ بندې دې توسې ايمون او ايله نوره هه طاقتوره شي.

۲۲ويس چې توسې خپل ځونينه دې اقيقات په منلې سره پوک کړي دي، ترڅو دې خپلې وريڼې سره دې اخلاص نه ډاکه مينه ولرئي، نو يو دې بل سره دې زړه دې تاله مينه وکئ. ۲۳دې ځکه چې توسې دې خاروپيدينکي تخم نه نه، بلکې دې نه خاروپيدينکي تخم يعني دې خدائ دې ژواندي او تل پوتې کلام په وسيله نوي پئيدو شوي يئ. ۲۴دې ځکه چې دې خدائ کلام يائي:

دې ووشه په رانګ دي ټول انسانون

او دې يغې کوشلا دو دې ګولينې په رانګ

چې نه لري زيوت وخت

ووشه وچيژي او ريژيژي ګولون

۲۵خو تل تر تله پوتې کيژي دې تيشتن کلام

او دا کلام اغا زرائي دائي چې توس ته ارواول شوائي دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword