لاسام ساباق
دې مسيح يورې قرباني دې تل دې پوره
۱دې موسیٰ شريعت دې روتلينکي شه شايونې يو تصوير دائي او دې يغې شايونې رشتينئ شکل نه دائي. داغا شريعت چې دې يغ دې مخې کيمې قربانئ چې ار کول مخته کيدلې، ايڅکله نه شي کړائي چې اغا خالک کامل کو چې دې خدائ عبادت يې که. ۲که چيرې عبادت کاوينکي په يورې او دې ار وخت دې پوره پوکيدلئ، نو نور و يغې خپل ځونينه ګونانګور نه ګڼلئ او چا و نورې قربانئ نه کړلائي. ۳بلکې دغې قربانئ و ار کول اغا ته خپل ګونائينه وير په يوداول، ۴دې ځکه چې دې غويونې او وزې وينه ايڅکله نه شي کړائي چې ګونائينه لرې کو. ۵دې دغ اماله کله چې مسيح دنيو ته روته، نو خدائ ته يې وويل:
تو نه غوشتلې قربانئ او نذرانې
نو موته دې روکه سيرات
۶په سوځيدينکيې نذرانې
او دې ګناه په نذرانې ته خواشول نه وې
۷بيا مو وويل: ”اې خدايه، زه حاضر يمه چې دې تو راضو پيره کمه،
لکه څرنګې چې دې تورات په کيتوب کې دې مو په حق کې ليکل شوي دي.“
۸لکه څرنګې چې مسيح مخکې وويل، ”تو نه قربانئ، نه نذرانې، نه سوځيدينکيې نذرانې او نه دې ګناه نذرانې غوشتلې او نه په اغا بندې خواشوليدلې“که څه هه اغا دې شريعت دې مخه مخته کيدلې. ۹بيا يغ زيوته کړه، ”زه روغلمه چې دې تو راضو پيره کمه.“بيا خدائ وختينئ قربانئ ختمې کړې، ترڅو دې يغې په ځوئي دې عيسیٰ قرباني روميانځته کو. ۱۰نو په دغ رانګ ميژ دې خدائ په ارادې او دې عيسیٰ مسيح دې سيرات په قربانولې سره يورې او دې ار وخت دې پوره دې ګناه نه پوک شوي.
۱۱ار امام اره وريځ دې قربانئ دې ځوئي په مخکې داريژي او خپل کور کو او اغا يو رانګ قرباني بيا بيا مخته کاوي چې دا قربانئ ايڅکله نه شي کړائي چې ګونائينه دې ميانځه يوسي. ۱۲خو کله چې مسيح دې تل دې پوره دې ګونائينې دې ميانځه وړلې په خاطر يورې قرباني ويرکړه، نو بيا اغا دې خدائ شي لوس ته کشينوست ۱۳او دې يغ وخت نه اغا په دا انتظار دائي، ترڅو دې يغ ديشمنون تر پشې لوندې کړل شي. ۱۴دې ځکه چې اغي دې يغې يوې قربانئ په ويرکاولې سره اغا خالک دې تل دې پوره کامل کړل چې دې ګناه نه پوک شوي دي.
۱۵ميژ ته روح القدس هه شائدي روکاوي، دې ځکه چې اغا اوال يائي:
۱۶ دا اغا لوظ دائي چې کمه و يې
دې يغې سره په اغا وريځ
بيا تيشتن يائي: دې يغې په زړينه کې و وچاومه
زه خپل شريعت
او وه و يې ليکمه دې يغې په ذهنينه کې
۱۷بيا اغا يائي:
نور و زه نه يوداومه ايڅکله
ګونائينه او بد کورينه دې يغې
۱۸نو څرنګې چې دا ګونائينه باخشل شوي دي، نور دې ګونائينې دې پوره دې قربانئ مخته کاولې اجات نشته.
روڅئ چې دې خدائ حضور ته ويرنژدې شي
۱۹نو اې خوانديې او وريڼې! ميژ دې عيسیٰ مسيح دې ويني په وسيله کړائي شي چې په زيړاورتيا سره ډير سپيڅلي ځوئي ته ويرنناوځي. ۲۰يغ ميژ ته يوه نويې او دې ژواندين ليار دې پردې دې ميانځ نه چې دې يغ سيرات دائي، خلوصه کړه. ۲۱څرنګې چې ميژ يو ستر امام لري چې دې خدائ دې کير ذمه ووري يې په غوړه دو، ۲۲نو روڅئ چې دې زړه دې خلوصه او په پيره يقين سره دې خدائ حضور ته ويرنژدې شي، دې ځکه چې دې ميژ په ګونانګور ضميرينه بندې دې مسيح وينه چڼکه شويې دو، ترڅو ميژ پوک کو او دې ميژ سيراتينه يې په پوکې يبه وينځلي دي. ۲۳روڅئ چې اغا ايله چې ميژ په اقرار کي ټينګه وسوتي، دې ځکه چا چې دې ميژ سره وعده کړيې دو، اغا وفادور دائي. ۲۴روڅئ چې فکر وکي چې څرنګې يو بل مينې او نيکې کورينې ته واڅاوي. ۲۵ميژ بايد دې ايماندورونې په غونډې کې يو دې بل سره په جامع کيدلې کې بې پروائي ونه کي، لکه څرنګې چې ځنې خالک داس عادات لري، بلکې يو بل واڅاوي، چې په خاص رانګ ويس چې ميژ ويني چې دې خدائ وريځ رونژدې کيدينکيې دو.
۲۶دې ځکه که چيرې ميژ په اقيقات بندې په پئيدلې سره بيا هه په قصداً ګونائينه کي، نو بيا ايڅ رانګ قرباني نه شي کړائي چې دې ميژ ګونائينه لرې کو. ۲۷خو ګوشائي دې پئصالې دې وريځې ډراوينکائي انتظار او غضبنوک يور پوتې دائي چې دې خدائ ديشمنون وسويځوي. ۲۸ار چا چې و دې موسیٰ شريعت نه مونه، اغا و په بې راحمئ سره دې دوه ليا درې شائدونې په شائدي ويرکاولې سره ويژنل کيده. ۲۹نو بيا فکر وکئ چې څومره ساخته سازو و ويرکړل شي اغا چاته چې دې خدائ زيائي تر پشې لوندې کاوي او د لوظ دې وينې چې اغا يې پوک کړائي دائي، بې عزتي کو او دې فاضل دې روح سپکاوائي کو. ۳۰دې ځکه ميژ پئيژي چې خدائ وويل:
”بادال وخاستل دې مو کور دائي، زه و بادال وخلمه.“
او په دغ رانګ يغ وويل:
”تيشتن و دې خپلې خالکې په حق کې پئصاله کو.“
۳۱دې ژواندي خدائ په لوسينه کې پرې وتل ډير ډاراوينکي دي.
۳۲خو اغا تير واختينه دير په يود کئ چې دې خدائ نور دربندې وچړکيده، نو په اغا وريځې کې توسې ساخت تکليفينه وزغمل او ټينګ پوتې شوائي. ۳۳توس و کله کله دې خالکې په مخکې بې عزته کيدلائي او ځوريدلئ، او کله و دې نورې سره په دا شايون کې شريکيدلئ. ۳۴توس دې بنديونې سره چې په زندان کې وي، همدردي لارله او کله و چې دې توسې مول او دولت دې توس نه په زور وخاستل کيده، نو په خواشولي سره و مم قبلول، دې ځکه چې توس پئيدلئ چې دې توسې سره په دغې نه ډير شه او تل پوتې مول او دولت شته. ۳۵نو خپله زيړاورتيا دې لوسه مه ويرکاوئي، دې ځکه که چيرې توسې دا يقين ولرئي، نو ستر اجر و تر لوسه کئ. ۳۶توس ته دې صابر او زغم اجات دائي، ترڅو دې خدائ اراده پيره کئ، نو بيا و اغا څه تر لوسه کئ چې يغ يې وعده کړيې دو. ۳۷دې ځکه لکه څرنګې چې دې خدائ کلام يائي:
پوتې دائي ډير لژ وخت او اغا څوک چې بايد روشي
اغا و روشي او نه و کو ځانډ
۳۸دې ايمون په وسيله و کو ژوند دې مو نيک خالک
او څوک چې مخ وړاوي دې مو نه
نو زه و نه يمه خواشول دې يغ نه
۳۹خو ميژ اغا خالک نه يې چې دې خدائ نه مخ اړاوي او تباه کيژي، بلکې ميژ ايمون لري او ژغورل کيژي.