نام ساباق
دنياوي او اسموني عبادت
۱په اواليني لوظ کې دې عبادت اصول او دنياوي عبادتخانې شاملې وې. ۲نو اغا خيمه جوړه شوه او په اغا کې دوې کوټې وې. په اوال کوټه کې څروغدان او يو ميز و چې په اغا بندې و خدائ ته سپيڅليې ماړئي مخته کيدله. دا کوټه دې سپيڅلي ځوئي په نوم يوديده. ۳وولته يوه پرده وه او دې پردې څټ ته دومه کوټه وه چې دې ډير سپيڅلي ځوئي په نوم يوديدله. ۴په دا کوټه کې دې سرې زارې دې خوشبويئ دې سويځولې دې قربانئ ځوئ او دې لوظ صندوق و چې سره زر په لګيدلي وي. په دا صندوق کې دې سرې زرې يو لوشئ و چې دې من ماړئي په کې وه، دې هارون ټنډئي چې غيټئ يې نيوليې وې او دې تيژې دوې تاختې وې چې حکمينه په ليکل شوي وي. ۵په صندوق دې پوسه دې جلال نه ډاک جوړ شوي اسموني مخلوقات وي چې دې کفارې ادا کاولې په ځوئي بندې يې پرينه ړانګ کړي وي. خو ويس ميژ نه شي کړائي دې دغې شايونې په حق کې په تفصيل سره خبرې وکي.
۶کله چې دا ټول شايون تايور شول، نو امامون و ار وخت اوالينئ کوټه ته ويرنناوتل، ترڅو خپلې چارې سار ته وراساوي، ۷خو ګوشائي ستر امام و په کول کې يورې دومې کوټې ته ويرنناوته او دې ځون سره و يې وينه وړله چې دې خپل ځون او دې خالکې دې ګونائينې په خاطر چې په ناپويئ کې ځنې کيدل، اغا قرباني مخته کو. ۸په دغ رانګ روح القدس و دا وشول چې تر يغې پره و ډير سپيڅلي ځوئي ته دې ويرنناوتلې ليار خلوصه نه شي، ترڅو پره اوالينئ کوټه ويلوړه وي. ۹دا دې ويسينئ زمونې دې پوره يو مثال دائي او دا په دا معنی دو چې اغا نذرانې او قربانئ چې خدائ ته مخته کيدلې، نه شي کړائي چې دې عبادت کاوينکي ضمير کامل او په ارام کو. ۱۰دا ګوشي خواړل او تشل او دې پوکولي رانګ رانګ رواجينه او قانونينه دي چې دې انسان دې سيرات سره تعلق لري او تر يغه وخته و وکړل شي ترڅو ټول شايون اصلاح شي.
۱۱خو کله چې مسيح دې ستر امام په رانګ دې يغې شې شايونې دې پوره چې پيش شوي دي او ليا دې ويسه پره موجود دي، روغائي، نو اغا اغي سترې او کاملې خيمې ته چې دې انسان په لوس نه دو جوړه شويې او دې دغې دنيو سره تعلق نه لري، نناوت. ۱۲اغا يورې او دې ار وخت دې پوره دې وزې او خسيونې دې وينې سره اغا ډير سپيڅلي ځوئي ته وير ديننه نه شي، بلکې دې خپلې وينې سره وولته نناوت او ميژ ته يې دې ار وخت دې پوره خلوصين تر لوسه که. ۱۳که چيرې دې وزې او غويونې په وينې او دې خسي دې ايرې په تياولې سره دې خالکې ناپوک بدنينه پوکيدلئ شي، ۱۴نو څومره و دې مسيح په وينه چې خپل ځون يې دې کاملې او بې عيبه قربانئ په رانګ دې ابدي روح په مراسته خدائ ته مخته که، وکړائي شي چې دې ميژ ضمير دا دې بې ګټې عمالينې نه چې دې مارګ سبب ګرځي پوک کو، ترڅو وکړائي شي چې دې ژواندي خدائ خيذمات وکي.
۱۵دې دغ اماله مسيح دې خدائ او خالکې ترميانځ دې نوي لوظ ميانځغړتوب کو، ترڅو اغا خالک چې خدائ روباللي دي، اغا تل پوتې ميروث تر لوسه کو چې خدائ ورسره وعده کړيې دو. دې ځکه چې اغا دې دغې دې پوره مړ شه، ترڅو اغا دې يغې ګونائينې نه خلوص کو چې دې اواليني لوظ په وخت کې يې کړي وي.
۱۶دې يوې وصيتنومې دې پوره ضروري دو چې دا ثابته شي چې وصيت کاوينکائي مړ شوائي دائي، ۱۷دې ځکه چې وصيتنومه دې مارګ نه ورستې اعتبار لري او ترڅو پره چې وصيت کاوينکائي ژواندائي وي، وصيتنومه اعتبار نه لري.
۱۸دې دغ اماله اوالينئ لوظ هه دې وينې تياولې نه وره نه شه کړائي چې اعتبار ولري، ۱۹دې ځکه کله چې موسیٰ دې شريعت ټول حکمينه خالک ته وراساول، نو اغي دې خسيونې او وزې وينه وخاستله او دې يبې سره يې دې سرې وړئي او دې ويلني دې څونګې په وسيله يې دې تورات په کيتوب او ټولې خالک بندې چڼکه کړه، ۲۰او ويې ويل، ”دا وينه دې يغ لوظ ناخشه دو چې خدائ دې توسې سره کړائي دائي چې دې يغ تابعدوري وکئ.“ ۲۱په دغ رانګ يغ دا وينه په خيمه او اغا شايون بندې هه چڼکه کړه چې دې عبادت دې پوره ځنې کور وخاست کيده. ۲۲په اقيقات کې دې شريعت دې مخې نژدې ټول شايون دې ويني په وسيله پوکيژي او بې دې وينې تياولې ګونائينه نه باخشل کيژي.
دې عيسیٰ قرباني ګونائينه لرې کاوي
۲۳نو که چيرې دا شايون چې دې اسموني اقيقاتينې يوه نمونه دو، بايد په دا رانګ پوک شي، نو خپله اسموني شايون بايد دې دغې نه په ډيرې شې قربانئ بندې پوک شي، ۲۴دې ځکه چې مسيح اغا سپيڅلي ځوئي ته وير دننه نه شه چې دې انسان په لوس جوړ شوائي و او ګوشائي دې اغي رشتيني عبادتخانې يوه نمونه وه، بلکې خپله اسمونينه ته وير دې ننه شه، ترڅو ويس دې ميژ دې پوره دې خدائ په حضور کې روشکاره شي. ۲۵اغا سپيڅلي ځوئي ته دې دغې دې پوره وير دې ننه نه شه چې خپل ځون بيا بيا دې قربانئ په رانګ مخته کو لکه څرنګې چې ستر امام ار کول دې ځناور دې ويني سره سپيڅلي ځوئي ته وير نناوځي. ۲۶دې ځکه که چيرې دا ضروري وائي نو مسيح و دې دنيو دې پئيدويشت نه تر ويسه پره څو څو ووره مړ شوائي وائي، خو داسې نه دو، بلکې اغا ګوشائي يورې دې ار وخت دې پوره په اخيره زمونه کې روشکاره شه، ترڅو دې خپلې قربانئ په وسيله ګناه دې ميانځه لرې کو. ۲۷لکه څرنګې چې دې انسانونې په قسمت کې يورې مړه کيدل دي او دې يغې ورستې و تر پئصالې لوندې نيول کيژي، ۲۸نو په دغ رانګ مسيح هه يورې دې ډيرې خالکې دې ګونائينې دې پوره قرباني شه، خو کله چې دې دوم وور دې پوره روشکاره شي، نو دې قربانئ دې پوره نه بلکې دې يغې خالکې دې خلوصين دې پوره و روشي چې دې يغ دې پوره په انتظار دي.