اووتام ساباق

 

عيسیٰ دې ميژ لوئي امام دائي

۱ويس چې ميژ کيمې خبرې کي په اغا کې خاص ټکائي دا دائي چې ميژ يو داسې ستر امام لري چې په اسمونينه کې دې مطلق قادر خدائ دې تخت شي لوس ته نوست دائي. ۲اغا په يغ سپيڅلي ځوئ او اغا اقيقي خيمه کې خيذمات کو چې دې تيشتن دې طرفه جوړه شويې دو، نه دې انسان په لوس. ۳څرنګې چې ار ستر امام دې دغې دې پوره مقرار شوائي دائي چې خدائ ته نذرانې او قربانئ مخته کو، نو دې ميژ دې ستر امام سره هه بايد دې ويرکاولې دې پوره يو څه وي. ۴که چيرې عيسیٰ ليا تر ويسه هه دې منځکې په مخ ژوند کړائي، نو اغا و امام نه وائي، دې ځکه چې نور امامون هه شته چې دې شريعت دې مخې نذرانې مخته کاوي. ۵اغا چې په سپيڅلي ځوئي کې کيم خيذمات کو، اغا ګوشې يوه نمونه او دې اسموني شايونې يو تصوير دائي. دې ځکه کله چې موسیٰ غوشتل چې خيمه جوړه کو، نو اغا ته دې خدائ دې طرفه لياروشونه وشوه، ”پام که چې ار څه دې يغې نمونې دې مخه جوړ کې چې دې غره په سار بندې مې درته وشوله.“ ۶خو عيسیٰ ته چې کيم کور وير سپورل شوائي و چې دې امام په رانګ کور وکو، اغا دې يغې کورينې نه ډير مهم دائي چې يغې کړل، دې ځکه چې دا لوظ چې اغا دې خدائ او انسان تر ميانځ ميانځغړتوب کو ډير شه دائي، دې ځکه چې دا لوظ دې مخکې نه په ډيرې شې وعدې بندې ويلوړ دائي. ۷که چيرې په اواليني لوظ کې څه عيب نه وائي، نو دوام لوظ ته و اجات نه وائي. ۸خو کله چې خدائ په خپل قوم کې غلطي پئيدو کړه، نو داسې يې وويل:

تيشتن يائي: ”اغا وريځ و رو وراسيژي کله چې زه و دې اسرائيلې او دې يهودا دې خالکې سره نوائي لوظ وکمه. ۹خو دا لوظ و دې يغ لوظ په رانګ نه وي چې مو دې يغې دې نيکونې سره کړائي و، په اغا وريځ چې مو دې يغې لوسينه ونيول او دې مصر نه مې رووياستل، دې ځکه چې اغا دې مو لوظ سره وفادور پوتې نه شول.“

تيشتن يائي: ”نو مو هه خپل مخ د يغې نه ووړوه.“

۱۰او هه دا رانګ تيشتن يائي: ”دا اغا لوظ دائي چې زه و يې په روتلينکي وخت کې دې اسرائيلې دې خالکې سره وکمه. زه و خپل شريعت دې يغې په ذهنينه کې وچاومه او دې يغې په زړينه کې و يې وليکمه. زه و دې يغې خدائ ومه او اغا و دې مو قوم وي. ۱۱نور و اغا خپل ګاونډي او ورور ته دا تعليم نه ويرکاوي او ورته و نه يائي، ’تيشتن وپيژانه‘ دې ځکه چې ستر او ووړه ټول و مو پيژاني. ۱۲نو زه و دې يغې بدئي او غالاطئ وباخشمه او نور و دې يغې ګونائينه نه رويوداومه.“

۱۳کله چې خدائ دې نوي لوظ په حق کې خبرې کو، نو اوالينائي لوظ باطلوي او کيم شائي چې باطل او زوړ شي اغا زر دې ميانځه څي.

Sorry, no results.
Please try another keyword